د کابل شش درک سیمه کې موټر بم چاودنې ۱۰ تنه وژلي او ۴۲ تنه ټپیان دي

دآزادی راډیو

د افغانستان د جمهوري ریاست دفتر په کابل کې نننۍ حمله په سختو ټکو غندلې ده.

د ارګ په خبرپاڼه کې په بې ساري ډول وسله وال طالبان یوه وحشي، جنایتکاره، فاسده، منافقه او خونخواره ډله بلل شوې ده.

له ارګه په خبرپاڼه کې چې نن د سپټمبر په پنځمه خپره شوه، ویل شوي چې له نړیوالې ټولنې توقع لري چې د دې ډلې اصلیت ته متوجې شي.

د افغانستان حکومت په داسې مواردو کې اکثر وسله والو طالبانو ته د افغانستان د دښمنانو خطاب کړی، خو لومړی وار یې هغوی نړیوال ترورېستان بللي دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په دې بیان کې ویلي: له دې ډلې (طالبانو) سره سوله بې معنی ده، ځکه هغوی سوله نه پېژني او نه باور ورباندې لري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت خاص استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې دی.

د افغانستان حکومت پرون هم ویلي وو چې د سولې ملاتړ کوي، خو د وسله والو طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د تفاهم په اړه اندېښنه لري.
د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت وايي چې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په شش درک سیمه کې د دغه مأموریت ۲ غړي وژل شوي دي.

دغه مأموریت زیاتوي، له وژل شویو کسانو یو امریکايي او بل هم رومانیايي وګړي دي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په کابل کې د نننۍ حملې په اړه لیکلي چې نړۍ باید دا خاموشي ماته کړي.

صدیقي نن په یوه ټوېټ کې لیکلي: د طالبانو نړیواله ترورېستي ډلې نن بیا په یوه ګڼ مېشته سیمه کې پر خلکو حمله وکړه، موږ په امنیتي کمره کې اخیستل شوی فلم وکوت او ومولیدل چې څوک هدف شول.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم حمله غندلې او په یوه ټوېټ کې یې لیکلي چې د داسې بې مفهومه حملو د پای ته رسېدو وخت لا کله و او ویلي یې دي چې د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي لري.

د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي نېک کې لیکلي چې وسله والو طالبانو بیا په داسې تشدد لاس پورې کړ چې په هغه کې یې ملکي او غیر ملکي ته پام نه دی کړی او د وسله والو طالبانو له لوري تشدد یې چې د نېک کې په وینا، د سولې له پروسې سره هېڅ مرسته نه شي کولی، غندلی دی.

نېک کې لیکلي: ناټو د افغانستان له خلکو او امنیتي ځواکونو سره کلکه ولاړه ده.

په کابل کې نن سهار په چاودنه کې لس تنه ووژل شول او ۴۲ زخمیان دي.

حمله نن د سپټمبر په پنځمه د مکروریانو پر سړک وشوه.

وسله والو طالبانو د حملې مسؤلیت اخیستی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر ټوېټر لیکلي چې پولیسو سیمه کلابنده کړې ده.

د کابل د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې په قربانیانو کې کوچنیان هم شته.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.