د چین په مرسته د کندهار – کوټې ترمنځ رېللار جوړېږي

 
تاند- افغانستان او پاکستان غواړي چې د چمن او کندهار ښار ترمنځ د رېلګاډي د تګ راتګ لپاره پټلۍ جوړه کړي.

دا خبره د پاکستان د پلان، پراختیا او اصلاحاتو وزیر احسان اقبال د پنجشنبې په ورځ په پیکینګ کې وکړه.

ده وویل، د چین په مرسته به د دې رېلارې له جوړېدا سره د کوټې او کندهار ښارونو ترمنځ د رېلګاډي تګ راتګ پیل شي.

ښاغلي اقبال ونه ویل چې کله به پر دې پروژه کار پیل شي او پای ته ورسېږي.

تر دې پخوا په ۲۰۰۵ م کال کې پاکستان ویلي و چې د کندهار – چمن ترمنځ به د رېلګاډي پټلۍ جوړه کړي.

ایران هم تر هرات ښاره پورې د رېلګاډي د جوړولو ژمنه کړې وه خو ایران په وروستیو دوو کلونو کې پر دې پروژې کار چټک کړی او رېلار یې تر هرات ولایت پورې رسولې ده.

ټاکل شوې ده چې له هرات څخه دا رېلار له ترکمنستان او ازبکستان سره وصل شي.

ازبکستان ویلي چې له مزارشریف څخه تر هرات پورې رېللار جوړوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.