د چین د بهرنیو چارو وزیر: له بل هر وخت زیات د افغانستان د سولې امکان ډېر دی

دآزادی راډیو

چین دې ته لېواله دی چې د افغانستان په بیارغونه او د سولې په پروسه کې رول ولوبوي.

دا څرګندونې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌یي تېره ورځ په تاجکستان کې وکړې.

ښاغلي يي د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحان سره تر کتنې وروسته خبریالانو ته وویل، چین تمه لري چې د طالبانو او امریکا ترمنځ مذاکرات د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې له کلونو جګړې وروسته دا مهال په افغانستان کې د سولې امکان ډېر شوی دی:

“زموږ تمه دا ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات یو جوړجاړي ته ورسيږي چې دا د افغانستان د سولې د پروسې لپاره ګټور دی، هیلې شته چې د افغانستان په اړه نور څو اړخېز مکانیزمونه په‌دغه بهیر کې مثبت رول ولري.”

چین د افغانستان ګاونډی هېواد دی چې له افغان دولت سره ښې اړیکې لري.

دغه هېواد له افغان سولې سره د ملاتړ ترڅنګ د افغانستان د سولې په اړه د څو غونډو کوربه‌توب کړی.

وروستی ځل چین د افغانستان په اړه په هغه درې اړخېزه غونډه کې چې په مسکو کې جوړه شوې او د امریکا او روسیې استازو هم په‌کې حضور درلود ګډون کړی وو.

د چین د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال د افغانستان د سولې په اړه څرګندونې کوي چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ اووم پړاو خبرې د قطر په پلازمېنې دوحه کې پيل شي.

د نړیوالو چارو یو شمېر افغان کارپوهان په‌دې باور دي چې چین د افغانستان متحد هېواد دی او پر پاکستان یې اغېز ته په پام سره کولای شي د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.
د دغو کارپوهانو له ډلې انتظار خادم ازادي راډيوته وویل:

“یو هغه فکر چې موږ یې لرو د جګړې ټول فکټورنه له دې وروسته د بحث وړ نهدي، یوازینی انتخاب چې پاتې دی هغه د افغانستان سوله ده، حتمن ستونزې شته، خو موږ یوې سولې ته نږدې شوي یو، دوهمه مسئله د چین رول دی، کله چې د چین د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې کوي، په‌دې معنا چې دوی هم علاقه لري او هم فکر کوي، کولای شي رول ادا کړي.”

په‌دې وروستیو کې د افغانستان د سولې په اړه په کور دننه، په سیمه‌ییزه او هم نړیواله کچه هڅې تېزې شوي دي، خو هغه موضوع چې په‌دې برخه کې ډېره مهمه ده طالب استازو سره د افغان حکومت مخامخ خبرې دي کوم چې د طالبانو تر اوسه ورته غاړه نه‌ده ایښې.

راپور: رحمت الله افغان

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.