د ځانګړو عملیاتو فرقې قول اردو ته ارتقا وکړه

 

کابل (پژواک، ٢٩ زمرى ٩٦): ولسمشر غني قول اردو ته د ځانګړو عملياتو د فرقې د ارتقا په مراسمو کې د افغانستان دښمنانو ته په خطاب کې ويلي چې تسليم دې شي که نه نو د کومانډو قطعات به يې تسليمۍ ته اړ کړي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په هغو مراسمو کې چې د خاصو عملیاتو فرقه په کې قول اردو ته لوړه او تورن جنرال بسم الله وزیري یې د قوماندان په توګه معرفي شو، ګډون او وینا وکړه.

سرچينه کاږي، دغه مراسم چې د خاصو عملیاتو قول اردو په مرکز کې جوړ شوي وو، په پیل کې د ملي دفاع وزارت پېژندوال غلام فاروق نعیمي، قول اردو ته د خاصو عملیاتو د فرقې د ارتقا او د یاد قول اردو د قوماندان په توګه د تورن جنرال بسم الله وزیري د تقررۍ په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس حکم ولوست.

وروسته د ملي دفاع وزارت سرپرست جنرال طارق شاه بهرامي، د قول اردو مبارک علم د وسله ‌والو ځواکونو اعلی سرقوماندان محمد اشرف غني ته ورکړ او جمهور رئیس دغه مبارک علم د خاصو عملیاتو د نوي جوړ شوي قول اردو قوماندان ته وسپاره.

ورپسې د ملي دفاع وزارت سرپرست خبرې وکړې او د دې قول اردو منسوبینو ته یې د هېواد د خپلواکۍ د بیا اخیستو د ۹۸یمې کالیزې مبارکي ورکړه او د جګړې په ډګرونو کې د محاربوي حالت د بیانولو تر څنګ یې وویل: “ستاسو عملیاتو په جنګونو کې د جګړې حالت بدل کړی او دښمنان مو خپلو سترو او ستراتیژیکو موخو ته چې پلان یې درلود، ونه رسېدل.”

هغه خاص عملیات تر ټولو مهم او خورا اغېزناک ‎وبلل او زياته يې کړه، د خاصو عملیاتو فرقه له څلور کلن امنیتي پلان سره سم قول اردو ته ارتقا وکړه.

بهرامي ټینګار وکړ چې ملي دفاع وزارت به د دې قول اردو له منسوبینو په جدیت ملاتړ وکړي، وې ویل: “له دغې ارتقا سره به ستاسو مسوولیت څو برابره شي، زه له تاسې غواړم چې په هماغه شهامت او مېړانې د خپل هېواد او د خلکو د دفاع لپاره چمتو اوسئ او زیاتې لاسته راوړنې ولرئ.”

ورپسې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن د دغې قول اردو منسوبینو ته د مبارکۍ د ورکولو تر څنګ وویل: “تاسې د دې خاورې رښتيني بچیان یاست چې د خپلې خاورې له لوېشت لوېشت څخه د دفاع وړتیا لرئ.”

ده زیاته کړه، ستاسو پر وړاندې دښمنان بل انتخاب نه لري، یا باید تسلیم شي او یا دې ستاسو کومانډویانو له‌ خوا نابود شي.

نوموړي د جنګ په جبهو کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلولۍ وستایلې.

ورپسې ولسمشر غني په خپله وینا کې لومړی د دغې قول‌اردو منسوبینو او د هېواد ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سلامونه او نېکې هیلې وړاندې کړې، وې ویل، نن یوه ځانګړې ورځ ده، ځکه د خاصو عملیاتو فرقه ستاسې له غوښتنې سره سم قول اردو ته ارتقا کوي.

هغه زیاته کړه: “تاسې د افغانستان کومانډویان، د اساسي قانون او د هېواد د ملي نوامیسو ساتونکي یاست. تاسې شا ته تګ نه دی کړی، بلکې دښمن مو شاته تګ ته مجبور کړی دی.”

نوموړي د ملي دفاع وزارت د مشرتابه له پلاوي څخه په مننې وویل، تاسې سږ کال د دښمن د بریدونو لومړی مرحله په خپلې زړورتیا سره ماتې سره مخامخ کړه.

د ده په وينا، په څو تېرو اونیو کې تاسې پر خپل مثبت مدیریت د هېواد د جګړې په حالت کې اساسي بدلون راوستی دی چې د دغه هڅو له امله دا مهال په امنیتي مسائلو زموږ تمرکز له شپږو ساعتونو څخه دوه ساعتونو ته راټیټ شوی دی.

ولسمشر هغوی ته په خطاب کې وویل، د ارتقا معنا دا ده چې ځواکونه به مو دوه چنده کېږي او تر دې څو ځلي بریالیتوبونه ترلاسه کوي او د دښمن په زړه کې وېره او ډار اچوي.

غني وايي: “د افغانستان دښمنانو ته مو پيغام دا دی چې یا تسلیم شي یا به مو د کومانډو خاص قطعات تسلیمۍ ته مجبوروي.”

د ده په خبره، د قول‌اردو مبارک علم د دې ښودنه کوي چې موږ د اسلام رښتيني ساتونکي یو او دښمنان مو د پردیو مزدوران دي.

هغه زیاته کړه، زموږ هدف دا دی چې په څلورو کلونو کې په ټول افغانستان کې لوړ ظرفیت رامنځته شي او زموږ ځواکونه به یواځېنی ځواک وي چې د قوې مشروع انحصار به ورسره وي.

ده ټینګار وکړ چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په همکارۍ او شریکو هڅو ملي حاکمیت ساتل او اساسي قانون پلی کېږي.

نوموړي هغوی ته ډاډ ورکړ چې وروستۍ لاسته راوړنه دا ده چې د کومانډو اووم کنډک په کندهار او اروزګان کې د طالبانو عمومي قوماندان ونیوه او نور به یې هم په دغه برخلیک اخته شي.

غني وویل، افغان ملت نن په بشپړې اجماع د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر شا ولاړ دی او له هغوی ملاتړ کوي او بل تاسې د وسله ‌والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان بشپړ ملاتړ هم له ځان سره لرئ.

هغه ټینګار وکړ چې له دغې قول اردو څخه به هېڅوک تاکتیکي استفاده ونه کړي، وې ویل، کومانډو ځواک یو خاص ځواک دی چې له جنګ او دښمن ته له ماتې ورکولو وروسته بېرته باید خپل تعلیمي پړاوونه پيل کړي.

ولسمشر د غوڅ ملاتړ ماموریت له ملاتړ او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د جنرال نيکولسن له ژمنې څخه مننه وکړه، وې ویل، زموږ برخلیک له نړۍ سره غوټه شوی دی، موږ له بین‌المللي ارزښتونو څخه د ساتلو په لومړۍ کرښه کې یو، له همدې امله د نړيوالې ټولنې ملاتړ هم له ځان سره لرو.

د خاصو عملیاتو د قطعو د قول اردو قوماندان تورن جنرال بسم الله وزیري د جمهور رئیس له باور څخه مننه وکړه او له تروریزم سره په مبارزه او د دښمن د عملیاتو په دفع کولو کې یې د دې قول اردو د منسوبینو د بشپړ چمتووالي ډاډ ورکړ.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، د دغو مراسمو په پای کې اشرف غني د خاصو عملیاتو د قول اردو د سوق او ادارې له ځایه هم لیدنه وکړه او د دې قول اردو قوماندان ورته د پلان جوړونې او د عملیاتو ترسره کولو د څرنګوالي په اړه مفصل معلومات ورکړل.

سرچينه زياتوي، د سوق او ادارې ځای له لیدو وروسته د پټۍ په پرې کولو د خاصو عملیاتو فرقه قول اردو ته لوړه او افتتاح کړه.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.