د پکتيا اوسېدونکي: پاکستان د ډېورند پر کرښه د اغزن تار غځول پیل کړي

 

دآزادی راډیو

د پکتيا اوسېدونکي وايي، د پاکستاني حکومت له لورې د ډېورند پر فرضي کرښه د اغزن تار د غځولو کار روان دی، خو قومي مشران يې د حکومت په خوښه د مخنيوي خبره کوي.

د نوموړي ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي د پاکستان حکومت د ډېورند پرفرضي کرښه اغزن تار غځوي او دوی يې د مخنيوي لپاره پرله پسې قومي ناستې او جرګې کړې دي.

د منګلو قومي مشر ښايسته جان احدي د غځېدونکي اغزن تار په اړه وويل:

“زموږ کور د ډېورند پولې په يو کيلومترۍ کې دا اغزن سيم قرار لري، په ټوله پوله باندې د پټان له مقبلو درې نيولې، ان تر قيمتۍ ساحې پورې په ټوله ساحه کې اغزن سيم غځېږي او غځېدلی دی، په ډېر قوت سره نسب شوی دی.”
ده زياته کړه چې په پوله د پرتو او ورڅېرمه قبيلو مشرانو په پرله پسې ډول د اغزن سيم د غځولو د مخنيوي لپاره ناستې کړې، خو د مخنيوي اقدام يې د حکومت له لورې د دلايلو روښانه کېدو ته پريښی دی.

نوموړي وویل:

“ولس ته د دې برخليک په ارتباط هېڅ معلومات نشته چې دا اغزن سيم له کومې وجې تېرېږي، ايا د ترورېزم د مخنيوي په بنسټ دا کار شوی، د پولو او پوستو د ساتلو په موخه دا کار شوی، که کومه بله معامله ده؟”

د پکتيا د ولايتي شورا غړي د اغزن تار د غځولو د مخنيوي لپاره د قومونو او قبيلو د اتفاق او ناستو خبره کوي او وايي چې تل يې پولې ساتلي او که حکومت اجازه ورکړي، دوی به له خپلو پولو دفاع ته ور ووځي،

له دې ډلې سردار خان ملنګ زوی وایي:

“زموږ قومونو ټولو اتفاق او اتحاد کړی، که لاس ورتېروي، دلته چارواکي اجازه نه ورکوي، مخکې مو هم سرحدونه ساتلي او قرباني مو ورکړې، بيا به يې هم ورکوو، پر ولسمشر او اجرائيه رئيس غږ کوو، که کومه معامله يې نه وي کړي، نو ولسونو باندې دې غږ وکړي، که دوی يې وس نه لري، ولس به يې مخه ونيسي.”

يوازې دی نه دی چې د اغزن تار د غځېدولو د مخنيوي لپاره د قبيلو او قومي مشرانو د ناستو او اتفاق خبره کوي، د ولايتي شورا بل غړی ممتاز کرخېل هم وايي، ولس پرته د حکومت له پرېکړې حرکت نه شي کولای.
ښاغلي کرخېل زیاته کړه:

“د پکتيا ولسونو نظام منلی او مني يې او نظام ته يې سترګې دي او که چېرې د حکومت له لورې ورته وويل شي چې تاسې جګ شئ، مثلاً د دې اغزن تار د مخنيوي لپاره کار وکړئ، ولسونه نن هم اماده دي او سبا هم.”

په پکتيا کې د سوېل ختيځ زون د سرحدي لوا قوماندان بريد جنرال رازمحمد مندوزی په پوله د تېرېدونکي اغزن تار خبره ردوي او وايي چې پاکستاني ځواکونو اغزن سيم له خپلو پوستو تاو کړی، نه له کرښې.

ښاغلی مندوزی وایي:

“اغزن سيم دوی له خپلو پوستو تاو کړی، که زه يې ولرم هم يې له خپلو پوستو د خپل امنيت لپاره تاووم، دوی له خپلو پوستو تاو کړی، نه له سرحده، موږ يې ردوو، موږ اغزن تار ته اجازه نه ورکوو، دا د جمهور رئيس حکم دی، موږ اغزن سيم نه منو او يو د خلکو خبرې دي، بل ډيپلوماسي وي، خلک هرڅه وايي، خو داسې څه نشته.”

د ډنډ پټان ولسوالۍ له پوستو او د موټرو له تم ځايونو د اغزن سيم تارونه په ډېر منظم او او ډاګيز شکل د ډېورند پولې د پاړا چينار سيمه او د پاکستان له لورې د ولاړې دروازې سره ښکاري چې تېر شوي او په پوله لا هم د غځېدونکو اغزن سيمونو کار روان دی.

راپور: داود تپان

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.