د پنتاګون تازه راپور: پاکستان د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي

 

 

تاند- د امریکا دفاع وزارت یا پینتاګون په یوه راپور کې ویلي چې د طالبانو او حقاني شبکې په شمول د افغانستان سختدریځې ډلې د پاکستان له ملاتړه برخمنې دي.

پینتاګون د ولسمشر ډانلډ ترمپ په حکومت کې د افغانستان په اړه په خپل لومړني راپور کې ویلي«پاکستان په دې نظر دی چې د افغانستان (د وضعیت) نتیجه باید د پاکستان له حیاتي ملي ګټو سره برابره وي چې په سیمه کې د هند په مرکزیت د دغه هیواد د پالیسیو له هدفونو سرچینه اخلي.»

په دغه نژدې ۱۰۰ مخیز راپور کې پاکستان د افغانستان په ثبات او د دغه جنګ ځپلي هیواد د ماموریت پر نتیجې تر ټولو اغېزمن بهرنی لوبغاړی تشخیص شوی دی.

راپور وايي«د طالبانو او حقاني شبکې په ګډون افغان سختدریځو ډلو ته د پاکستان په خاوره کې د عمل ازادي ورکړای شوې او د پاکستان د حکومت د عناصرو له ملاتړه برخمنې دي.»

راپور دغه راز وايي«که څه هم د پاکستان د پوځ عملیاتو د طالبانو او حقاني شبکې په شان د ځینو سختدریځو پناهځایونه یو څه له ستونزو سره مخامخ کړل، خو هغوی وتوانېدل چې خپل ځایونه بدل کړي او په پاکستان کې دننه فعالیت وکړي او له دغه هیواد څخه عملیاتو ته دوام ورکړي.»

د پنتاګون په راپور کې د ولسمشر ټرمپ ادارې ته ویل شوي چې امریکا پاکستان ته په هره کچه د تروریستي او سختدریځو ډلو پر ضد د اقدام کولو د اهمیت یادونه کوي.

راپور وايي، د افغانستان – پاکستان په سرحدي سیمه کې لا هم د القاعده، د هند د براعظمګي د القاعده، حقاني شبکې، لشکر طیبه، تحریک طالبان پاکستان، اسلامي دولت یا داعش او د ازبکستان د اسلامي غورځنګ په شمول د بېلابېلو ډلو پناهځایونه شته.

«د پاکستان په خاوره کې پناهځایونه او په افغانستان کې د ترهګرو موجودیت د دواړو هیوادونو د امنیت لپاره ګواښ دی او د سیمې امنیت او ثبات ته خطر پېښوي.»

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.