د پاکستان د یرغلیزې ډيپلوماسۍ ناوړه پایلې

 

پوهاند م، عثمان تره کی

پاکستان د مخکنیو ډیپلوماټیکو هلوځلو په دوام داوار په اسلام اباد کې د طالبانو په ګټه، د اسلامي هیوادونو د همکاريو سازمان غونډي ته رابللی دی. دا د نړیوالي ټولني پټه یرغلیزه دیپلوماسي تعبیرولی شو. پوښتنه دا ده چې ایا پاکستان داسي یو منل شوی دریز چې د نړۍ په کچه د طالبانو ډیپلوماټیک قیمومیت په غاړه واخلي، لرلی شي؟

دا د ټولو افغانانو غوښتنه ده چې د جغرافیايي جبر له مخي باید د ګاونډي پاکستان سره نورمالي اړیکې ولرو. خو دغه واقعیت هم باید ومنو چې ګاونډیتوب حساب، کتاب او قواعد لري، درناوي يې سوله او امنیت تضمینوي.

په کال ۲۰۰۱م کې کله چې افغانستان د امریکا په سروالۍ د نړیوال پوځي ائتلاف (ن، پ، ا) تر برید لاندي راغی، د لویدیزو ډیپلوماټیکو کړیو په منځ کې دا ذهنیت مسلط وو چې د ډیورند د دواړو خواوو قبایلي سیمي د تروریزم او اسلامي بنسټ پالنې مرکز جوړوي او په لویدیزو هیوادونو کې زیاتره چاودنې له همدغه مرکزه سمبالیږي، خو دغه خبره به چې لویدیز د تروریزم او اسلامي بنسټ پالنې څخه ځانګړی تعبیر لري عجالتاً یوې خوا ته کیږدو، پر حاکم ذهنیت به وغږیږو.

د تروریزم له ګواښ سره د مقابلې په مقصد لویدیځوالو د افپاک (افغانستان- پاکستان) په نوم د افغانستان او پاکستان تر منځ قبایلي سیمي د واحد جغرافیایی جنګي هدف په توګه اعلام کړې. د امریکا په محور باندي په چټکي یو پراخ نظامي ائتلاف جوړشو. په همدې وخت کې د پاکستان ولسمشر پرویز مشرف د ناسیونالیستو جنرالانو د شبکې سروال و. دغې شبکې هغو اسلام پالو ډلو ته روزنه ورکوله چې د افغانستان او هند پر ضد یې فعالیت کاوه. مشرف زړه نا زړه د تروریزم ضد جګړې له ائتلاف سره خپله همکاري اعلام کړه.

خو د افپاک له پلان سره یي په دې پلمه مخالفت وښود چي د ډیورند هغې خواته قبایلې سیمه د پاکستان د خاوري برخه ګڼي او نه یی غوښتل چې پکې له بهر نه مداخله وشي. وروسته د افپاک اصطلاح د پاکستاني چارواکو د ډیپلوماتیکو فشارونو په نتیجه کې د ډیپلوماسي د قاموس څخه حذف شوه. خو د پاکستان په مرسته د دیورند په دواړو خواوو کې د نسل وژنې (ژنوسایډ) یو ګډ منظم پلان تر لاس لاندې ونیول شو. لر پاکستان پوځي عملیاتو ته ځانګړی شو او بر د امریکا او ناټو د جګړې په میدان بدل شو. د تروریزم او اسلام پالنې ضد جګړې تر پلمې لاندي بېساري جنایتونه تر سره شول، خداي دي وکړي چې افغانان یووخت ورسره د حساب و کتاب جوګه شي.

په شل کاله کې (ن، پ، ا) د تروریزم ضد جګړه کې (د لویدیځوالو په تعبیر) د پاکستان د صادقانه همکاري په اړه شکمن وو. ګڼ شمېر ژورنالیستان، ډیپلوماټان او پوځیان پدې متفق وو چې د پاکستان پوځ او استخبارات، اسلامپالي ډلي په سیمه کي د خپلو ستراتژیکو ګټو د تأمین په مقصد د لاسوند په توګه کاروي.

سندَی ټایمس د اکټوبر په ۸ مه ګڼه کې لیکي: « … امریکا، ناټو او افغانستان د مصنوعي سپوږمکۍ له لاري مستند ویدیویي مالومات تر لاسه کړې چي د اسلامی ډلو روزنيز کیمپونه په وزیرستان کې موقعیت لري او د آی، اس، آی له خوا مدیریت کیږي. دغه مالومات د هغو توقیف شویو انتحاریانو د اعترافونو له مخې مستند شول چي په ځان وژنې نه وو بریالي شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیري کلنټن راولپنډۍ ته د خپل مسافرت ( ۲۰۱۱ م د اکتوبر ۲۵ مه ) په ترڅ کې د پاکستاني پوځ مرکزي قوماندې ته خپل پیغام په لاندي ډول بربنډ کړ: « که پاکستان د حقاني شبکې پر ضد چې په وزیرستان کې پټنځایونه لري او د امریکا او ناتو سرتیري ګواښوي جدي اقدام ونه کړي، موږ به پخپله لاس په کار شو».

پاکستان د اسلام پالو ډلو د جهاد له لاري له ځانه د دفاع په دریځ کې د لویدیزو هیوادونو فشارونو ته تسلیم نه شو. د پاکستان دفاع د افغانستان له ازادي سره وتړله شوه. افغاني طالبان د آی، اس، آی منګولو ته ولویدل. د پاکستان د دفاع په موخه د افغاني طالبانو مورچلونه تاوده وساتل شول.

د ۲۰۱۴ م څخه وروسته د امریکا پوځ د افغانستان څخه وتلو ته چمتووالی نیو او ورسره جوخت په دوحه کې د طالبانو سره د سولې مذاکرات جدي پړاو ته ورګډیدل.

کله چې د پاکستان په وړاندې د امریکا او ناټو ډيپلوماټیک، پوځي او سیاسي فشارونه مثبتې پایلې ته ونه رسیدل، امریکا پریکړه وکړه چې د افغانستان دوسیه په تدریجي ډول پاکستان ته وسپاري. دا د افغان ولس پر ضد د غچ اخیستني او دښمنۍ د طوفاني جذباتو چاودنه وه.

پاکستان د دوحې و سیاسې مذاکراتو ته چې د (ن، پ، ا) په نوښت تنظیم شوي وو د یوې بایلونکې ډیپلوماټیکې لوبې په بڼه کتل. پاکستان په وزیرستان کې سیاسي او پوځي پانګه اچولې وه او لیوالتیا یې لرله چې غوټه هلته خلاصه شي او دوحه ورڅخه بې برخي شي. له همدې کبله یې د (ن، پ، ا) په وړاندې د افغانې طالبانو جنګي فشار غښتلی وساتو.

په هر حال! د (ن، پ، ا) د پوځيانو له وتلو وروسته له لاندي واقعیتونو سره مخ یو:

ـــ (ن، پ، ا) د پاکستان دوه مخیزي ډيپلوماسي ته تسلیم اوله ماتې سره مخامخ شو. بناً پاکستان ځان د افغانستان د جګړې اصلي ګټونکی شمېري او غواړي چې د نړۍ په کچه د طالبانو په ډیپلوماټیک قیمومیت کې وڼده ولري.

ـــ د دوحې د تړونلیک او د سیاسي جوړجاړي خلاف د پاکستان په ملاتړ د طالبانو جنګي قوماندانان په افغانستان کې واک ته ورسیدل او د دوحې مذاکراتي سیاسي پلاوی حاشیي ته وتمبول شو.

ـــ پاکستان یوازې له هغو افغاني طالبانو سره ګډه ژبه لرلی شي چې په افغانستان کې د بهرني اشغال په موده کې د پاکستان له لوژستیکې مرستي برخمن و او د پاکستاني چارواکو په وړاندي د «حیاي حضور» په لرلو سره خپلواک دریز نه شي نیولی.

د حکومت په ترکیب کې د ناسیونالستانو او مسلکي کسانو برخه، په حکومت کې ننه د پاکستان اغیز کموي. نوځکه اړین ګڼل کیږي چې د پاکستان ډيپلوماټیکې هلي ځلي د اوسني حکومت و رسمیت پیژندني ته متمرکزي شي.

ـــ د افغانستان د اشغال د پیل څخه تر اوسه پورې د پاکستان له خوا د « د اسلامي جذباتو افزاري کیدل» د (ن، پ، ا) او پاکستان تر منځ د اختلاف په مرکز کې قرار لري. د ( ن، پ، ا ) په نزد په ابیټ اباد کې د بن لادن حضور د تروریزم ضد جګړه کې د پاکستان صداقت تر پوښتنې لاندې راوستی.

بناً د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، د پاکستان او (ن، پ، ا) اختلاف په خپل قوت پاتې دی. په آی، اس، آی باندي د نړیوال تروریزم د تمویلولو تور پورې کیږي. له همدې کبله پاکستان د اقتصادي بندیزونو سره مخ دی او د پاکستان نوم د نړیوال بانک په خړلیست کې ځاي لري.

د نتیجې په توګه ویلی شو چې پاکستان په داسي یوه دریز کې قرار نه لري چې په سیمه کې، اسلام اباد د افغانستان د کشالې د حل په محور بدل کړي او د طالبانو واکمني ته د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان له لارې ډيپلوماتیک باور تر لاسه کړي.

دغه واقعیت ته په پام سره چې د لویدیزوالو له انده پاکستان په سیمه کې مذهبي تروریزم د خپل بهرني سیاست د لاسوند په توګه کاروي، د اسلام اباد په غونډه کې د نړیوالي ټولني په پټه د پاکستان یرغلیزه ډیپلوماسي طالبانو ته د ګټي پر ځاي تاوان پېښوي او د طالبانو د واکمني رسمیت پیژندنه لا نوره هم ځنډیږي.

« پاي»

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.