د ټاکنو کمیسیون د بیومټریک سرور رغولو لپاره دوه انجنیران له جرمني راغوښتي

دآزادی راډی

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، د بیومټریک دستګاوو د سرور د ترمیم لپاره نن (میزان ۱۷مه) له جرمني څخه انجنیران افغانستان ته راځي او رامنځته شوې تخنیکي ستونزه به حل کړي.

د دغه کمېسیون مرستیال عصمت الله مل د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د بیومټریک د سرور سیسټم ستونزه د افغان ټیلیکام د نوري فایبر د پرې کېدو له امله رامنځته شوې ده.

“زموږ د سرور په سیسټم کې ستونزه رامنځته شوې، د جلال اباد لویه لاره کې د غره ښووېدنې له امله د افغان تېلې کام نوري فایبر قطع شوی. د همدې ستونزې د حل لپاره مو د جرمني د درملوګ کمپنۍ دوه انجنیران راغوښتي او نن به راورسېږي، ستونزه به حل شي او د همغه سیسټم په رڼا کې به موږ پرېکړې وکړو”.

ښاغلی مل وایي، تر دې دمه سرور سیسټم ته له ۲۲ زرو نه زیاتې فورمې انتقال شوي او پاتې نورې به هم د ستونزې تر هوارېدو وروسته انتقال شي.

د نوموړي په خبره، د بیومټریک سرور سیستم چټک نه وه چې د فورمو او رایو انتقال به یې زیات وخت اخیسته، همدارنګه د هک کېدو احتمال یې وه.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د څار بنسټ (فیفا) د کمېسیون د غړیو ترمنځ د اختلافات او د همغږۍ نشتوالي خبره کوي. د فیفا په خبره، همدې مسئلو د کمیسیون د کارونو پروړاندې ستونزه جوړه کړې ده.

د فیفا اجراییوي مشر یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تخنیکي مسایلو ته زیاته پاملرنه نه کوي چې بې له شکه د پایلو پر څرنګوالي به اغیز ولري.

هغه وویل: “له بده مرغه له وضعیت څخه د کمیسیون تخنیکي تحلیل او مطالعه کمه ده. دوی فکر کوي چې رېزلټ شیټ او د بیومټریک معلومات توپیر نه لري او پایله به اعلان کړي. دوی ته پکار وه چې له سره یې د پایلو د اعلان پر مهالوېش غور کړی وای.”

ښاغلي رشید وویل، ښايي د تخنیکي ستونزو له امله د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې پر خپل ټاکلې وخت اعلان نه شي.

بلخوا په کابل کې د امریکا سفارت پر خپلې ټوېټرپاڼې د ولسمشرۍ له کاندیدانو او د افغانستان له خلکو غوښتي، انتخاباتي کمیسیونونو ته وخت ورکړي چې په سمه توګه خپل کارونه ترسره کړي.

دغه سفارت ویلي، د پایلو تر ژر اعلان دقت او شفافیت ډېر مهم دی.

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د میزان د میاشتې په شپږمه نېټه تر سره شول. د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د معلوماتو پر بنسټ ټاکل شوې چې د دغو انتخاباتو لومړنۍ پایلې د روان میزان میاشتې په ۲۷ نېټه اعلان شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.