د ټاکنو خپلواک کمېسیون نوي کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي لوړه وکړه

 

کابل (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٦): د ټاکنو خپلواک کمېسیون نوي غړي سید حفیظ الله هاشمي د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې د لوړې مراسم پر ځای کړل.

له ارګه د مرغومي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغو مراسمو کې چې نن سهار په ارګ کې ترسره شول، د ولسمشر دویم مرستیال استاد محمد سرور دانش، د حکومت اجرائیه ريیس ډاکتر عبدالله عبدالله، لوی څارنوال محمد فرید حمیدي، د سترې محکمې غړي قضاوتپوه محمد زمان سنګري او د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنرانو حضور درلود.

سرچينې زياته کړې، د لوړې له مراسمو وروسته ولسمشر اشرف غني نوي کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي ته د بریالیتوب هیله وکړه او د قانون پر اجرا د ټینګار تر څنګ یې وویل، ستاسې تعهد له ملت سره دی او دغه تعهد باید عملي شي، هغه د هېواد د ټاکنیزو کمېسیونونو پر اتفاق، همغږۍ او ګډ کار ټینګار وکړ.

د غوراوي کمېټې تېره اوونۍ ولسمشر اشرف غني ته د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د يو کمېشنر لپاره درې نومونه وړاندې کړي وو چې ولسمشر بيا له درې واړو سره مرکې وکړې او په پايله کې يې حفيظ الله هاشمي بريالى اعلان کړ.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.