د «ټاپي» پروژې د عملي کار پیلولو ته اړین چمتووالی نیول شوی

 

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، تر راتلونکو څو میاشتو پورې به د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې عملي کارونه پیل شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په هېواد کې د ټاپي پروژې د عملي کار د پیل لپاره اړین چمتووالی نیول شوی دی.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۱» ازادي راډيو ته وویل، هرات ته د د ګازو د نل ليکې په رسېدو سره تخنیکي سروې، ډیزاین او له ماینونو د هغو سیمو پاکول به پیل شي چې نل‌لیکه پرې تېرېږي.

نوموړي زیاته کړه:

“ټاپي په افغانستان کې یوه له مهمو پروژو نه‌ده، تمه ده چې دا پروژه تر راتلونکو څو میاشتو پورې افغانستان ته ورسېږي، افغانستان خاورې ته د ګازو د نل لیکې په رسېدو به تخنیکي کارونه هم پیل شي.”
دغه ستره پروژه چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته رسوي ۱۸۱۴کېلو متره اوږدوالی لري چې ۷۳۵ کېلو متره‌یې د افغانستان له خاورې تېرېږي.

د ټاپي نل لیکه چې د هرات، هلمند، کندهار، نیمروز او فراه له ځینو سیمو څخه تېرېږي، د راپورونو پر بنسټ افغانستان به هر کال د دغې پروژې د ټرانزیت له درکه، شااوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالر عاید لاسته راوړي.

د دغې پروژې عملي کارونه تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې ختمېږي.

دغه پایپ لاین په کال کې د ۳۳ میلیارد متر مکعب ګازو د انتقال وړتیا لري.

ټاپي پروژه د ۲۰۱۵ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې پرانیستل شوه او اټکل شوې چې ۸ میلیارده ډالره به پرې ولګول شي.

افغان چارواکو تر دې مخکي ویلي چې ټاپي پروژه کولای شي چې نږدې ۱۲ زرو کسانو ته په افغانستان کې کاري زمینې برابرې کړي.

د ټاپي نقشه.
د ټاپي نقشه.
“ټاپي په افغانستان کې له ورېښمو لارې وروسته دویمه لویه اقتصادي پروژه ده”

له بلې‌خوا د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، افغانستان کولای شي چې په اسیا کې د سوداګرۍ او ټرانزیتي لارې په توګه خپل رول ولوبوي، خو د دوی په وینا امنیتي ګواښونه لاهم په دې برخه کې یوه جدي ننګونه ده.

افغان کارپوه تاج محمد اکبر په دې اړه وايي:

“د ملي وحدت حکومت د یادې پروژې د مدیریت توان نه‌لري او دا پروژه له ستونزو ډکه ده. ټاپي پروژه چې نږدې ۷۰۰ کېلو متره‌یې د افغانستان له خاورې تېرېږي، که چېرې موږ بېلابېلې امنیتي پوستې هم جوړې کړو د پروژې امنیت نه‌شي ټينګولی.”

ښاغلي اکبر وړاندیز وکړ چې د ټاپي پروژې د غړو هېوادونو ترمنځ باید ګډ امنیتي کمېسیون جوړ شي او په وینا یې دا اقدام به پاکستان دې ته اړ کړي څو ترورېستي ډلې په پروژه کې خنډ جوړ نه‌کړي.

تر دې وړاندې د افغانستان حکومت ویلي چې د ټاپي پروژې د امنیت د ټينګښت لپاره به څلور زره کسان وګماري.

راپور: ناجیه ساپۍ

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.