د ولسي جرګې د انتخاباتو نېټه بالاخره اعلان شوه
تاند- د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالي شورا ګانو د انتخاباتو لپاره بالاخره نېټه وټاکل شوه.
په پام کې وه چې د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو انتخابات د ۲۰۱۵ په جون /غبرګولي/ کې وشي خو اوس ټاکل شوې ده چې دواړه ټاکنې د ۲۰۱۸ د جولای په اوومه نېټه وشي.
د انتخاباتو په کمیسیونونو کې د اصلاحاتو پر سر د جنجالونو او لوژیستیکي ستونزو له کبله ولسمشر غني په ۲۰۱۵ م کال د ولسي جرګې تر انتخاباتو وړاندې د دې جرګې د اوسنیو وکیلانو د کار موده اوږده کړه.
په حقیقت کې د ولسي جرګې اوسنیو غړیو دوه دورې کار ته دوام ورکړ.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رييس نجیب الله احمدزي نن /پنجشنبه/ وویل چې د انتخاباتو لپاره نوې نېټه یې وروسته له دې وټاکله چې په دې اړه یې له حکومت سره مفصلې خبرې وکړې.
نظرات بسته شده است.