د ولسمشر په فرمان تر اوسه ۳۴ ولایتونو کې ۳ زره بندیان خوشې شوي دي

 

تاند، پنجشنبه، د حمل ۲۱ مه: د افغانستان د زندانونو او توقیف خونو عمومي ریاست وايي چې د ولسمشر غني په حکم یې په تیرو څو اونیو کې له ۳ زرو ډیر بندیان خوشې کړي دي.

د دې ادارې د حقوقي څانګې رییس او ویاند عبدالله زاهد د نن د پنجشنبې په ورځ ویلي چې دا شمیر بندیان په ۳۴ ولایتونو کې له بند څخه خوشې شوي دي.

نوموړي وویل، تر اوسه له ټولو زندانونو څه د کرونا په اړه د ولسمشر د حکم له مخې ۲۹۰۵ نارینه بندیان، ۴۸ ماشومان او ۸۸ ښځینه بندیانې د هېواد د ۳۴ ولایتونو له زندانونو خوشې شوي دي.

ښاغلي زاهد وویل چې د حکم په اساس به تر لسو زرو بندیان خوشې شي او دا پروسه هم روانه ده.

دوه اوونۍ دمخه ولسمشر محمد اشرف غني د کورونا ویروس د خپریدو د مخنیوي پخاطر د ۱۰ زرو بندیانو د بښنې امر صادر کړ.

د ۵۵ کالو څخه پورته عمر لرونکي کسان ، د جنحه جرمونو مرتکبین چې له دریو څخه تر پنځو کلونو پورې په بند محکوم شوي دي، هغه کسان چې پنځه کاله یې په بند کې تیر کړي دي ، هغه خلک چې لاعلاجه ناروغۍ لري ، ښځې او ماشومان د دغه فرمان څخه ګټه پورته کولی شي.

خو د افغانستان د لوی څارنوال دفتر ویلي دي چې هغه کسان چې د ترهګریزو جرمونو او د داخلي او بهرني امنیت پروړاندې په جرمونو محکوم شوي خوشې به نه شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.