“د ولسمشریزو انتخاباتو لومړنۍ پایلې به په خپل وخت اعلان نه شي”

دآزادی راډیو

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یو کمیشنر وايي، د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ پایلې به په خپل وخت اعلان نه شي.

په دې خبره د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له ټینګار سره سره چې د مهالوېش سره سم به د انتخاباتو لومړنۍ پایلې د میزان میاشتې په اووه ویشتمه نېټه اعلان شي، اوس د دې کمېسیون یو غړی وايي چې د لومړنۍ پایلو اعلان به څو ورځې وځڼډېږي.

محمد عبدالله وايي، دوی نه شي کولی چې دا ملي پروسه د سرعت قرباني کړي.

ده وویل: “کره یې نه شم ویلی چې څومره به وځنډېږي، خو یوازې یو څو ورځې به په ځنډ اعلان شي، موږ کره والی د سرعت قرباني کولی نه شو.”
په ورته وخت کې د دې کمېسیون یوه بل غړي اورنګزېب د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له بایومټریک دستګاوو د معلوماتو ملي مرکز ته د اطلاعاتو د لېږد بهیر له یو شمېر ستونزو سره مخ شو او له همدې امله د دوی چارې یو څه ټکنۍ شوې.

خو دی زیاتوي، دوی د دې ستونزې د حل لپاره د معلوماتو یو مرستیال مرکز هم پرانیستی چې دا به د دوی چارې چټکي او ډېر ژر به ټول اطلاعات د معلوماتو ملي مرکز ته ولېږدول شي.

دی زیاتوي: “زموږ لپاره وخت مهم دی چې باید ور سره سم مخکې ولاړ شو او د همدې مهالوېش له مخې پایله له خلکو سره شریکه کړو، خو هڅه به دا وي چې شفافه نتیجه خلکو ته اعلان کړو چې د ولس قناعت حاصل کړي، که چېرې په دې برخه کې کوم ځنډ هم راځي، پایله به پاکه وي.”

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ۱۳۹۸ لمریز کال د میزان میاشتې د شپږمې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ۲۵۹۸۴۴۵ کسانو ګډون کړی و، خو له دې شمېره اوس‌مهال یوازې د اووه سوه زره رأی ورکوونکو اطلاعات د معلوماتو ملي مرکز ته لېږدول شوي دي.
په ورته وخت کې پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي، ډېټا سنټر یا د معلوماتو په ملي مرکز کې د ستونزې، له ولایتونو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته د مواد په ځنډ سره رالېږد او تر خوا یې د کمېسیون دننه د یوه منظم پلان نشتوالی هغه لاملونه دي چې کارونه یې له امله پڅ مخته ځي.

د افغانستان د روڼتیا او پر انتخاباتو د څار موسسې اجرائیه رئیس حبیب الله شینواري ازادي راډیو ته وویل، د مهالوېش نقض یا ورته پام نه کول د قانون خلاف عمل دی.

ده وویل: “د ښه مدیریت لپاره خو باید طبعاً مهالوېش نقض نه شي، ځکه هر مهال چې مهالوېش ته پام نه کېږي، دا انتخاباتو د قانون خلاف عمل دی، خو اوسنیو شرایطو ته په کتو، هغه چې اوس ډېر اهمیت لري، د انتخاباتو رونټیا او پاکې پایلې دي.”

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تر انتخاباتو مخکې له انتخاباتي کمېسیونونو غوښتي وو چې له انتخاباتو دوه ورځې وروسته پایلې اعلان کړي، خو کمېسیون نه یوازې دا چې پر دې غوښتنه تمرکز ونه کړ، بلکې د خپل مهالوېش له مخې هم د لومړنیو پایلو اعلان ناشونی بولي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.