“د نړۍ هېوادونه دې د افغانستان د سولې د اجماع پیاوړتیا کې رول ولوبوي” د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو د دې څرګندونو په غبرګون چې ایران د افغانستان سوله زیانمنوي وایي، د سیمې او نړۍ هېوادونه دې د افغان سولې د اجماع د پیاوړتیا لپاره رول ولوبوي. د دغه وزارت ویاندې ناجیې انوري ازادي راډيو ته وویل، ګاونډي هېوادونه او نړیواله ټولنه د افغانستان د سولې په اجماع کې شامل دي او دا اجماع باید وساتي. اغلي انوري وویل: “د افغانانو تمه دا ده چې د افغانانستان ګاونډي هېوادونه او نړیواله ټولنه نه یوازې د سولې اجماع وساتي، بلکې د دې اجماع په پیاوړتیا او غښتلتیا کې رول ولوبوي، تر څو په افغاد افغانستان پر سولې مثبت اغیز ولري چې موږ سولې ته ورسېږو.” نوموړې ټینګار کوي چې د افغانستان سوله به په سیمه او نړۍ کې د ثبات لامل وګرځي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو پرون سه شنبه یوې خبرې ناستې کې خبریالانو ته دا هم ویلي چې ایران په فعالانه ډول په افغانستان کې له سخت دریځو ډلو ملاتړ کوي. ايران تر دې مخکې هم په افغانستان کې د طالبانو او په منځني ختيځ کې د نورو افراطي ډلو په تمويل او ملاتړ تورن شوى. هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو نظر هم ولرو، خو طالب ویاندویانو په دې اړه ازادي راډیو ته څه ونه ویل. خو پخوانی طالب چاوراکی ملا عبدالسلام راکټي ازادي راډيو سره په خبرو کې دا ومنله چې ایران او طالبان اړیکي لري. د نوموړي په خبره، طالبان د افغانستان له ټولو ګاونډیو هغو هېوادونو سره اړیکي لري چې د افغانستان په سولې پورې تړلي وي. ښاغلی راکټي وایي، د ایران او امریکا تر منځ جنجالونه به د افغانستان پر سولې او د امریکا او طالبانو ترمنځ په مذاکراتو اغېز ونه لري. هغه وویل: “د امریکا او ایران تر منځ هر ډول شخړې او نظري اختلافات د هغوی خپلمنځي مسایل دي، خو د امریکایانو او طالبانو ترمنځ مذاکرات بیا جلا خبره ده. د ایران او امریکا ترمنځ شخړه پر افغان سولې او مذاکراتو اغېز نشي کولای، ځکه طالبان جلا او خپلواک ډله او امریکا جلا قدرت.” خو د افغانستان د سولې انسټټیوټ د واشنګټن څانګې مشر یاسر احمدزی بیا وایي چې ایران او طالبان نږدې اړیکې لري او ایران کولای پر طالبانو فشار راوړي چې د سولې پر وړاندې خنډ جوړ کړي. خو ښاغلی احمدزی ټینګار کوي چې که د افغانستان نړیوال همکاران اجازه ورنه کړي او د سولې په برخه کې رښتینې همکاري وکړي هېڅ ډول مسایل به منفي اغیز ونه لري. “دا چې د افغان سولې په اړه به دا ډول مسایل پر افغان سولې اغیز ولري که نه؟ دا د افغانستان نړیوالو همکارانو پورې تړاو لري، که چېرې دوی وغواړي چې افغانستان سوله له دا ډول مسایلو لرې پاتې شي کولای شي، خو که اجازه ورکړي ډېره کوچنۍ مسله به هم منفي اغیز ولري.” دا څرګندونې ورسته له هغې کېږي چې امریکا د تېرې جمعې په ورځ د بغداد هوايی ډګر ته څېرمه د ایران د سپاه پاسداران ځواکنو د قدس څانګې مشر قاسم سلیماني په نښه او وواژو. دې مسئلې د ایران او امریکا تر منځ نوی کړکېج رامنځته کړ. د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال تر دې وروسته هیله څرګنده کړه چې د دغو دوو هېوادونو ترمنځ رامنځته شوی کړکېچ د افغانستان د سولې بهیر اغیزمن نه کړي. خو لیدل کېږي چې لا هم په دې اړه کورنۍ او نړیوالې اندېښنې پر ځای دي. په زړه پورې منځ‌پانګه ډېر لوستل شوي مطالب ۱ د حزب اسلامي ۵۰ مشرانو له حکمتیار څخه لار جلا کړه ۲ ‘پر بګرام هوايي اډې برید کې یو کس وژل شوی او له ۹۰ زیات تپیان شوي’ ۳ ایران په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر دوو اډو راکټي بریدونه کړي ۴ خوست کې د نیمې ورځې ماشوم والي څه وکړل؟ ۵ اردوغان د لومړي جوړ شوي بریښنايي موټر له مخې پردته پورته کړه ۶ د کونړ مناګي برښنا بند څو ورځو کې پرانستل کېږي ۷ ‘د ایران توغندیزې ازموینې د کابل د هوايي ډګر پروازونه ودرول’ ۸ “کمېشنران بې طرفه دي، که امرالله صالح اسناد لري اړوندو ادارو ته دې وسپاري” ۹ د ایراني جنرال قاسم سلیماني وژل کېدل به پر افغانستان څه اغېز ولري؟ ۱۰ افغانستان ته د ۲۴ امریکايي سرتېرو راتګ په چاه آب، رستاق، دشت قلعه، درقد، خواجه بهاءالدین او اشکمش ولسوالیو او مرکز تالقان کې خلک ددغو وسله والو له ځورونو شکایت لري او وايي، آن ځینې کورنۍ یې اړ کړي خپلې سیمې پرېږدي. افغانستان “تخار کې خپلسرو وسله والو د خلکو ژوند تریخ کړی” ​ دا هم دلته ووینئ روانې چارې د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنه یي پر امریکايي اډو د ایران تر برید وروسته نن خلکو ته وینا وکړه. ایران خامنه یي: د امریکا پر پوځي اډو د ایران برید د واشنګټن پرمخ څپېړه وه د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنه یي وایي، په عراق کې پر امریکایي پوځي اډو د ایران حمله د متحده ایالتونو پرمخ یوه څپیړه وه او امریکا باید له سیمې ووځي. په چاه آب، رستاق، دشت قلعه، درقد، خواجه بهاءالدین او اشکمش ولسوالیو او مرکز تالقان کې خلک ددغو وسله والو له ځورونو شکایت لري او وايي، آن ځینې کورنۍ یې اړ کړي خپلې سیمې پرېږدي. افغانستان “تخار کې خپلسرو وسله والو د خلکو ژوند تریخ کړی” ناجیې انوري ازادي راډيو ته وویل، ګاونډي هېوادونه او نړیواله ټولنه د افغانستان د سولې په اجماع کې شامل دي او دا اجماع باید وساتي. افغانستان “د نړۍ هېوادونه دې د افغانستان د سولې د اجماع پیاوړتیا کې رول ولوبوي” د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ولایتي دفترونو یوه پرېکړه په نږدې شل ولایتونو کې د یو شمېر محلونو د رایو بیا شمېرنه ده. د ۱۳۹۸ کال انتخابات د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د نږدې ۲۰ ولایتونو د ځینو محلونو رأیې بیا شمېري نور … مهم خبرونه افغانستان فراه کې د افغانستان د پوځ یوه هلیکوپټره رالوېدلې افغانستان ننګرهار کې ښځینه متشبثینو ته د پورونو ورکړې په تړاو هڅې افغانستان د عایداتي سرچینو د ډېروالي لپاره د کانونو او پټرولیم وزارت لومړیتوبونه نړۍ امریکا د ایران، عراق او د خلیج پر اوبو د الوتکو پروازونه منع کړي نور … انځوریزه برخه ازادي ستوډیو – د نړۍ مهم خبرونه ازادي سټوډیو ازادي ستوډیو – د نړۍ مهم خبرونه نور ووینئ … د کنړ ولایت د زیړي بابا پل د جوړولو هڅې وېډیو د کنړ ولایت د زیړي بابا پل د جوړولو هڅې نور ووینئ … عبدالستار غوربندی په کابل کې څه ډول ووژل شو؟ وېډیو عبدالستار غوربندی په کابل کې څه ډول ووژل شو؟ واورې دې نه اوري چې لارې بندوینه! وېډیو واورې دې نه اوري چې لارې بندوینه! خامنه یي د سلیماني د جنازې د لمونځ امامت وکړ وېډیو خامنه یي د سلیماني د جنازې د لمونځ امامت وکړ د کابل ژمی او د لیلامي جامو ګرم بازار مولټي مېډیا د کابل ژمی او د لیلامي جامو ګرم بازار نور ووینئ … څوک و؟ زین الدین مړ دی که ژوندی؟ څوک و؟ زین الدین مړ دی که ژوندی؟ مرکې ایران په عراق کې امریکايي اډې په توغندیو ویشتلې دي. مرکه د ایران او امریکا کړکېچ؛ افغانستان څومره متاثره کېدای شي؟ د سیاسي او سیمه‌ییزو چارو پوه نجیب ننګیال مرکه نجیب ننګیال: ایران په وروستیو کې احساساتي غبرګونونه ښيي نور واورئ … مطبوعاتو ته کتنه ځینې کابل چاپ ورځپاڼې کابل ورځپاڼې ویسا: ځیني دا وېره احساسوي چې ښايي د ایران او امریکا ترمنځ جګړه ونښلي ځینې نړیوالې ورځپاڼې نړیوالې ورځپاڼې ډیپلومات: د ایراني جنرال وژنه به د امریکا او طالبانو د سولې خبرې څرنګه اغېزمنې کړي؟ نور ولولئ … اوونیزې خپرونې په ازادي راډیو کې د وب اېډېټر لپاره د کار موقع خبرتیاوې ازادي راډيو، وب اېډېټر ګماري میاخان اکا د روان لمریز کال مرغومي په ۱۱مه د پوهنې وزارت سرپرست له لوري ستایل شوی هم دی. ځوان فکر پکتیکا کې هغه پلار له ګواښونو سره مخ شوی چې خپلې ۳ لورګانې ښوونځي ته وړي د لوبو له میدانه د فري فایټ افغان لوبغاړی عبدالسمیع فیضي ولې له حکومته ګیله من دی؟ کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز حقیقت څه دی؟ کابل ښاروال: د ښار په خدماتي برخو کې به د پام وړ ښه والی راشي د زهرو کاروان ډرامه د مېرمن عايشې کور ولې حکومت ضبط کړ؟ ازادي راډیويي مجله شهرت ننګیال: په پښتو ژبه کې مسلکي کالم لیکنې ته اړتیا ده. د لوبو له میدانه د لوبو له میدانه: ککړې هوا پر ورزشکارانو څه اغېز کړی؟ د زهرو کاروان ډرامه بشیر ولې له واده کولو انکار کوي؟ نور واورئ

دآزادی راډیو

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو د دې څرګندونو په غبرګون چې ایران د افغانستان سوله زیانمنوي وایي، د سیمې او نړۍ هېوادونه دې د افغان سولې د اجماع د پیاوړتیا لپاره رول ولوبوي.

د دغه وزارت ویاندې ناجیې انوري ازادي راډيو ته وویل، ګاونډي هېوادونه او نړیواله ټولنه د افغانستان د سولې په اجماع کې شامل دي او دا اجماع باید وساتي.

اغلي انوري وویل: “د افغانانو تمه دا ده چې د افغانانستان ګاونډي هېوادونه او نړیواله ټولنه نه یوازې د سولې اجماع وساتي، بلکې د دې اجماع په پیاوړتیا او غښتلتیا کې رول ولوبوي، تر څو په افغاد افغانستان پر سولې مثبت اغیز ولري چې موږ سولې ته ورسېږو.”

نوموړې ټینګار کوي چې د افغانستان سوله به په سیمه او نړۍ کې د ثبات لامل وګرځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو پرون سه شنبه یوې خبرې ناستې کې خبریالانو ته دا هم ویلي چې ایران په فعالانه ډول په افغانستان کې له سخت دریځو ډلو ملاتړ کوي.

ايران تر دې مخکې هم په افغانستان کې د طالبانو او په منځني ختيځ کې د نورو افراطي ډلو په تمويل او ملاتړ تورن شوى.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو نظر هم ولرو، خو طالب ویاندویانو په دې اړه ازادي راډیو ته څه ونه ویل.

خو پخوانی طالب چاوراکی ملا عبدالسلام راکټي ازادي راډيو سره په خبرو کې دا ومنله چې ایران او طالبان اړیکي لري.

د نوموړي په خبره، طالبان د افغانستان له ټولو ګاونډیو هغو هېوادونو سره اړیکي لري چې د افغانستان په سولې پورې تړلي وي.

ښاغلی راکټي وایي، د ایران او امریکا تر منځ جنجالونه به د افغانستان پر سولې او د امریکا او طالبانو ترمنځ په مذاکراتو اغېز ونه لري.

هغه وویل: “د امریکا او ایران تر منځ هر ډول شخړې او نظري اختلافات د هغوی خپلمنځي مسایل دي، خو د امریکایانو او طالبانو ترمنځ مذاکرات بیا جلا خبره ده. د ایران او امریکا ترمنځ شخړه پر افغان سولې او مذاکراتو اغېز نشي کولای، ځکه طالبان جلا او خپلواک ډله او امریکا جلا قدرت.”

خو د افغانستان د سولې انسټټیوټ د واشنګټن څانګې مشر یاسر احمدزی بیا وایي چې ایران او طالبان نږدې اړیکې لري او ایران کولای پر طالبانو فشار راوړي چې د سولې پر وړاندې خنډ جوړ کړي.

خو ښاغلی احمدزی ټینګار کوي چې که د افغانستان نړیوال همکاران اجازه ورنه کړي او د سولې په برخه کې رښتینې همکاري وکړي هېڅ ډول مسایل به منفي اغیز ونه لري.

“دا چې د افغان سولې په اړه به دا ډول مسایل پر افغان سولې اغیز ولري که نه؟ دا د افغانستان نړیوالو همکارانو پورې تړاو لري، که چېرې دوی وغواړي چې افغانستان سوله له دا ډول مسایلو لرې پاتې شي کولای شي، خو که اجازه ورکړي ډېره کوچنۍ مسله به هم منفي اغیز ولري.”

دا څرګندونې ورسته له هغې کېږي چې امریکا د تېرې جمعې په ورځ د بغداد هوايی ډګر ته څېرمه د ایران د سپاه پاسداران ځواکنو د قدس څانګې مشر قاسم سلیماني په نښه او وواژو.

دې مسئلې د ایران او امریکا تر منځ نوی کړکېج رامنځته کړ.

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال تر دې وروسته هیله څرګنده کړه چې د دغو دوو هېوادونو ترمنځ رامنځته شوی کړکېچ د افغانستان د سولې بهیر اغیزمن نه کړي.

خو لیدل کېږي چې لا هم په دې اړه کورنۍ او نړیوالې اندېښنې پر ځای دي.

په زړه پورې منځ‌پانګه
ډېر لوستل شوي مطالب
۱
د حزب اسلامي ۵۰ مشرانو له حکمتیار څخه لار جلا کړه
۲
‘پر بګرام هوايي اډې برید کې یو کس وژل شوی او له ۹۰ زیات تپیان شوي’
۳
ایران په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر دوو اډو راکټي بریدونه کړي
۴
خوست کې د نیمې ورځې ماشوم والي څه وکړل؟
۵
اردوغان د لومړي جوړ شوي بریښنايي موټر له مخې پردته پورته کړه
۶
د کونړ مناګي برښنا بند څو ورځو کې پرانستل کېږي
۷
‘د ایران توغندیزې ازموینې د کابل د هوايي ډګر پروازونه ودرول’
۸
“کمېشنران بې طرفه دي، که امرالله صالح اسناد لري اړوندو ادارو ته دې وسپاري”
۹
د ایراني جنرال قاسم سلیماني وژل کېدل به پر افغانستان څه اغېز ولري؟
۱۰
افغانستان ته د ۲۴ امریکايي سرتېرو راتګ
په چاه آب، رستاق، دشت قلعه، درقد، خواجه بهاءالدین او اشکمش ولسوالیو او مرکز تالقان کې خلک ددغو وسله والو له ځورونو شکایت لري او وايي، آن ځینې کورنۍ یې اړ کړي خپلې سیمې پرېږدي.
افغانستان
“تخار کې خپلسرو وسله والو د خلکو ژوند تریخ کړی”

دا هم دلته ووینئ
روانې چارې
د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنه یي پر امریکايي اډو د ایران تر برید وروسته نن خلکو ته وینا وکړه.
ایران
خامنه یي: د امریکا پر پوځي اډو د ایران برید د واشنګټن پرمخ څپېړه وه
د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنه یي وایي، په عراق کې پر امریکایي پوځي اډو د ایران حمله د متحده ایالتونو پرمخ یوه څپیړه وه او امریکا باید له سیمې ووځي.

په چاه آب، رستاق، دشت قلعه، درقد، خواجه بهاءالدین او اشکمش ولسوالیو او مرکز تالقان کې خلک ددغو وسله والو له ځورونو شکایت لري او وايي، آن ځینې کورنۍ یې اړ کړي خپلې سیمې پرېږدي.
افغانستان
“تخار کې خپلسرو وسله والو د خلکو ژوند تریخ کړی”
ناجیې انوري ازادي راډيو ته وویل، ګاونډي هېوادونه او نړیواله ټولنه د افغانستان د سولې په اجماع کې شامل دي او دا اجماع باید وساتي.
افغانستان
“د نړۍ هېوادونه دې د افغانستان د سولې د اجماع پیاوړتیا کې رول ولوبوي”
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ولایتي دفترونو یوه پرېکړه په نږدې شل ولایتونو کې د یو شمېر محلونو د رایو بیا شمېرنه ده.
د ۱۳۹۸ کال انتخابات
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د نږدې ۲۰ ولایتونو د ځینو محلونو رأیې بیا شمېري
نور …
مهم خبرونه
افغانستان
فراه کې د افغانستان د پوځ یوه هلیکوپټره رالوېدلې
افغانستان
ننګرهار کې ښځینه متشبثینو ته د پورونو ورکړې په تړاو هڅې
افغانستان
د عایداتي سرچینو د ډېروالي لپاره د کانونو او پټرولیم وزارت لومړیتوبونه
نړۍ
امریکا د ایران، عراق او د خلیج پر اوبو د الوتکو پروازونه منع کړي
نور …
انځوریزه برخه
ازادي ستوډیو – د نړۍ مهم خبرونه
ازادي سټوډیو
ازادي ستوډیو – د نړۍ مهم خبرونه
نور ووینئ …
د کنړ ولایت د زیړي بابا پل د جوړولو هڅې
وېډیو
د کنړ ولایت د زیړي بابا پل د جوړولو هڅې
نور ووینئ …
عبدالستار غوربندی په کابل کې څه ډول ووژل شو؟
وېډیو
عبدالستار غوربندی په کابل کې څه ډول ووژل شو؟
واورې دې نه اوري چې لارې بندوینه!
وېډیو
واورې دې نه اوري چې لارې بندوینه!
خامنه یي د سلیماني د جنازې د لمونځ امامت وکړ
وېډیو
خامنه یي د سلیماني د جنازې د لمونځ امامت وکړ
د کابل ژمی او د لیلامي جامو ګرم بازار
مولټي مېډیا
د کابل ژمی او د لیلامي جامو ګرم بازار
نور ووینئ …
څوک و؟
زین الدین مړ دی که ژوندی؟
څوک و؟
زین الدین مړ دی که ژوندی؟
مرکې
ایران په عراق کې امریکايي اډې په توغندیو ویشتلې دي.
مرکه
د ایران او امریکا کړکېچ؛ افغانستان څومره متاثره کېدای شي؟
د سیاسي او سیمه‌ییزو چارو پوه نجیب ننګیال
مرکه
نجیب ننګیال: ایران په وروستیو کې احساساتي غبرګونونه ښيي
نور واورئ …
مطبوعاتو ته کتنه
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې
ویسا: ځیني دا وېره احساسوي چې ښايي د ایران او امریکا ترمنځ جګړه ونښلي
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
نړیوالې ورځپاڼې
ډیپلومات: د ایراني جنرال وژنه به د امریکا او طالبانو د سولې خبرې څرنګه اغېزمنې کړي؟
نور ولولئ …
اوونیزې خپرونې
په ازادي راډیو کې د وب اېډېټر لپاره د کار موقع
خبرتیاوې
ازادي راډيو، وب اېډېټر ګماري
میاخان اکا د روان لمریز کال مرغومي په ۱۱مه د پوهنې وزارت سرپرست له لوري ستایل شوی هم دی.
ځوان فکر
پکتیکا کې هغه پلار له ګواښونو سره مخ شوی چې خپلې ۳ لورګانې ښوونځي ته وړي

د لوبو له میدانه
د فري فایټ افغان لوبغاړی عبدالسمیع فیضي ولې له حکومته ګیله من دی؟
کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز
حقیقت څه دی؟
کابل ښاروال: د ښار په خدماتي برخو کې به د پام وړ ښه والی راشي

د زهرو کاروان ډرامه
د مېرمن عايشې کور ولې حکومت ضبط کړ؟

ازادي راډیويي مجله
شهرت ننګیال: په پښتو ژبه کې مسلکي کالم لیکنې ته اړتیا ده.

د لوبو له میدانه
د لوبو له میدانه: ککړې هوا پر ورزشکارانو څه اغېز کړی؟

د زهرو کاروان ډرامه
بشیر ولې له واده کولو انکار کوي؟
نور واورئ …

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.