د نوي تعلیمي کال په پرانیستې سره د ولسمشر غني له‌خوا د پوهنې د پرمختګ ژمنې

 

۱۳۹۸ تعلیمي کال د افغان ولسمشر له‌خوا د زنګ په وهلو او د “غوره پوهه غوره راتلونکې” تر شعار لاندې په سړو سیمو کې پیل شو.

ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۰۵» په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې وویل چې د لومړي ځل لپاره به د ښوونځیو د کیفیت د لوړولو په هدف ټول ښوونځي له انټرنټ سره وصل شي.

ده وویل:

“زه د مخابراتو وزارت او اترا ادارې ته هدایت ورکوم چې هر څومره ژر چې کېږي، باید د افغانستان ټول ښوونځي د نوري فایبر له لارې له انټرنټ سره ونښلوي، زموږ معارف دوه پېړې وروسته نه‌شي پاتې کېدای، نښلول حتمي دي او په روان ۱۳۹۸ لمریز کال کې به ستاسې لومړیتوب همدا وي.”

ښاغلی غني وايي، د دې پروګرام لومړی پړاو په تېر کال کې عملي شوی چې په‌کې په نهو ولایتونو کې ۱۱۵ ښوونځي له انټرنټ سره نښلول شوي او دغه‌شان په ۳۱ نورو ښوونځيو کې کمپیوټر لب او لابراتوارونه جوړ شوي دي
​د ده په خبره، د دغه پروګرام دوهم پړاو چې په روان ۱۳۹۸ لمریز کال کې به عملي شي، ۱۲۹۰ ښوونځي به د نوري فایبر له لارې له انټرنټ سره ونښلول شي.

نوموړي همدا شان وویل چې په ۱۰۰۰ نورو ښوونځيو کې به په روان کال کې د هندوستان په مالي مرسته لابراتوارونه جوړ شي.

ولسمشر په داسې حال کې له انټرنټ سره د ښوونځيو د نښلولو خبره کوي چې د راپورونو پر بنسټ، په افغانستان کې د ۱۵ زره ښوونځیو له ډلې ۸ زره ښوونځي تعمیرونه نه‌لري.

د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال په ټول هېواد کې څه باندې ۷۰۰ ښوونځي د ناامنیو له امله د زده‌کوونکو پر مخ تړلي دي.

افغان ولسمشر د دوشنبې د ورځې په غونډه کې وویل چې د شپږ زره ښوونځيو لپاره د تعمیرونو د جوړولو له ډلې چې تېر کال‌يې ژمنه شوې وه، ۲۷۰۰ ښوونځي تر کار لاندې دي چې ډېر ژر به‌يې کارونه بشپړ شي.

نوموړي وویل چې د نورو ښوونځیو لپاره هم د تعمیرونو د جوړولو په هدف د مالي سرچینو په پیدا کولو کار روان دی.
​که څه هم اوس‌مهال په افغانستان کې د ټولو زده‌کوونکو د شمېر راپور نه‌دی خپور شوی، خو د تېر کال د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې ۹ میلیونه زده‌کوونکو ته د ۲۲۰ زره ښوونکو له لوري زده‌کړې ورکول کېږي.

په افغانستان کې نوی تعلیمي کال په داسې حال کې پیلېږي چې د ملګرو ملتونو د سازمان د راپور له مخې، د بېلابېلو ستونزو له امله تېر کال په افغانستان کې ۳،۷ میلیونه ماشومان چې ۶۰ سلنه‌یې نجونې دي، له زده‌کړو پاتې شوي دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت پلان لري چې یو میلیون نوي زده‌کوونکي په ښوونځیو کې د زده‌کړې لپاره جذب کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي په دې مراسمو کې له ولسمشر غني څخه وغوښتل چې د ښوونکو د ستونزو د کمولو په هدف باید د دوی په میاشتنیو معاشونو کې لوړوالی راشي.

د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي

دی وایي:

“د افغانستان ښوونکي له حکومت او له تاسې ښاغلي څخه هیله لري چې د یوې لویې او منطقي طرحې له مخې يې معاشونو ته توجه وشي، ځکه چې په اوسنیو شرایطو کې د ستونزو له امله دوی (ښوونکي) له ذهني پلوه په تشویش کې دي، هیله لرم چې په دې برخه کې به زموږ ښوونکو ته یو ځواب ورکول شي.”

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني خبره بیا په دې برخه کې دا وه چې د ښوونکو د معاشونو موضوع تر څېړنې لاندې ده او په دې برخه کې به ژر دوی ته ځواب ورکړل شي.

ښاغلي غني دغه‌شان د یو شمېر حکومتي ادارو په ځانګړي ډول، د ښار جوړولو وزارت ته درې میاشتې وخت ورکړ چې د ښوونکو د کورونو د جوړولو لپاره یوه طرحه جوړه کړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.