د نوماندانو د نوم لیکنې د پروسې په اړه د څارونکو بنسټونو نيوکه

دآزادی راډیو

د انتخاباتو د څار ځیني بنسټونه انتقاد کوي چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پرته له دې چې کاندیدانو ته د نوم ثبتولو په اړه معلومات ورکړي، نوم ثبتول یې پیل کړي دي.

د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوم ثبتولو د بهیر تر پیلېدو یوه ورځ وروسته، د ځار دغه بنسټونه وايي، د دغې پروسې تر پیل د مخه باید کاندیدانو ته کافي معلومات ورکړل شوی وای.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیوي رئيس یوسف رشید د یکشنبي په ورځ «د ۱۳۹۷ کال د جوزا په ۶ مه» ازادي راډیو ته وویل، دا ځل د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د تېرو انتخاباتو خلاف د کاندیدانو د نوم ثبتولو لړۍ د معلوماتو له ورکولو پرته، پیل کړې ده.
نوموړي وویل:

“په خواشینۍ سره چې دا ځل کمېسیون یو نادر کار وکړ، په دې مانا چې پخوا به کمېسیون کاندیدانو ته د ابتدايي معلوماتو د ورکولو په نامه، یوه اوونۍ دعامه پوهاوي پروګرامونه په پام کې نیول او وروسته به يې د نوم ثبتولو پروسه پیلوله، خو دا ځل یې دا پروګرام نه درلود او نیغ په نیغه نوم ثبتولو ته ولاړ، دا ستونزه د ولسوالیو د شورا د کاندیدانو په برخه کې ډېره جدي ده.”

ښاغلی رشید وايي، دغه کار به له یوې خوا د کاندیدانو د اسنادو د څېړلو پر مهال د کمېسیون وخت ضایع او بل پلو به رد شویو کاندیدانو ته د قناعت ورکولو پرمهال، کمېسیون له یو لړ ستونزو سره مخ کړي.

دا انتقادونه په داسې حال کې کېږي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د شنبې په ورځ د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو نوم ثبتول پیل کړل.

د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې، په تېره یوه ورځ کې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره ۱۲۴۰ او په مرکز او ولسوالیو کې د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو لپاره، د کمېسیون د مرکزونو له لارې، څه باندې ۵۰۰ کسانو خپل نومونه ثبت کړي دي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د انتخاباتو لپاره د رأیو ورکوونکو د نوم ثبتولو بهیر لومړی د ولایتونو په مرکزونو او وروسته یې په ولسوالیو کې پیل کړ چې اوس هم دوام لری.

دغه کمېسیون ډاډ ورکوي چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوم ثبتولو لړۍ، له بشپړې تیارۍ سره پیل شوې ده.

د انتخاباتو دخپلواک کمېسیون یوه غړي سید حفیظ الله هاشمي د انتخاباتو د څارونکي بنسټ فیفا د انتقادونو په غبرګون کې ازادي راډیو ته وویل، دوی د کمېسیون د ویب پاڼې له لارې د کاندیدانو تر نوم ثبتولو دمخه، لازم معلومات له خلکو سره شریک کړي دي.
نوموړي زیاته کړه:

“دا انتخابات له تېرو سره توپیر لري او منو يې او دا چې د نومونو ثبتول مود د پخوا په پرتله بې ساری و او موږ نوم لیکنه کوو او د کاندیدانو نوم لیکنه به د هغو کړنلارې او لوایحو له مخې چې د انتخاباتو د قانون پربنسټ جوړ وي او د کمېسیون به ویب سایټ کې له تېرو شپږو ورځو راهیسې خپرې شوي او دا پروسه په جزییاتو سره تشریح شوې ده.”

ښاغلی هاشمي وايي، په دې برخه کې بحثونه او مرکې شوي او دا پروسه کنفرانسونو له لارې هم خلکو ته تشرېح شوې ده.

ده دا هم وویل، هغه احصائیه چې د احصائيې د مرکزي ادارې له خوا کمېسیون ته ورکړل شوې وه، د هغې له مخې د ولسوالیو د شوراګانو د څوکیو لپاره کړنلاره چمتو او ټولو ولایتونو ته لېږل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د د کاندیدانو د نوم ثبتونې بهیر د جوزا د میاشتې تر ۲۲ مې پورې دوام لري او تمه ده چې وروستی لېست یې تر ارزونې وروسته، د روان لمریز کال د اسد د میاشتې په ۱۲ مه اعلان شي.

راپور: خان محمد سیند

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.