د ننګرهار چارواکو د غازي امان الله خان پر مزار د ګلونو ګېدۍ کېښودلې

 

 

په ننګرهار کې د خپلواکۍ جشن د غازي امان الله خان پر مزار د ګلونو ګېډۍ په کېښودلو پيل شو.

د اسد میاشتې اته ویشتمه چې د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۸ کلیزې سره برابره ده، د تېرو کلونو سره په توپير سږکال دا ورځ په ننګرهار کې په ګرمو ولسي او رسمي مراسمو پيل شوه.

د جشن په سهار د ننګرهار ولايتي چارواکي د غازي امان خان مزار ته لاړل او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د غازي امان لله خان په مزار يې د ګلونو ګېډۍ کېښودې او د هغه روح ته يې د دعا لاسونه لپه کړل.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل چې د ورځې تر پایه په پام کې لري چې نور ولسي او تفریحي مراسم هم ترسره شي:

“د خپلواکۍ د ستر اتل غازي امان الله خان مزار ته راغلو او دلته د هغه په مزار د ګلونو کېډۍ کېښودل شوه او د هغه روح ته دعا وشوه وروسته به ولسي پرېټ ترسره کېږي او بیا به په همدې ورځ جوړو شویو مراسمو کې ولسوونه برخه اخلي”

د ننګرهار امنیه قوماندان عبدالرحمن رحيمي وايي د خپلواکۍ جشن لپاره يې له وړاندې ترتیبات نيولي او ولسوونه د امنیت په فضا کې دا ورځ لمانځي:
“د امنيتي تدابيرو لپاره لکه څنګه چې تاسو ټول په جریان کې یاستی ټولو وسله والو ځواکونو د دې «جشن» د امنیت په ټينګښت کې برخه اخیستې او موږ دا تدابير له مخکې نه نيولي وو.”

د ننګرهار د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې د خپلواکۍ د جشن په روانو مراسمو کې په پام کې ده چې تکړه هنرماندان د دې ورځې په مناسبت کنسرټونه هم ورکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.