د ناټو سرمنشي د افغانستان په اړه د امریکا

 

 

تاند- د ناټو سرمنشي د افغانستان د شپاړس کلنې جګړې لپاره د امریکا د ولسمشر ډانلډ ترمپ د نوې ستراتیژۍ هرکلی وکړ او ویې ویل چې د ناټو د غړیو له لوري د دفاعي بودجې د زیاتولو لپاره د امریکايي مشرانو ټینګار مثبتې نتیجې لري.

ینس ستولتنبرګ په نیویارک کې د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ د کالنۍ غونډې په څنډه کې له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، ټرمپ خورا په زغرده وايي چې د امریکا متحد ایالتونه ناټو ته ژمنه پاتې کېږي خو یوازې د خبرو تر حد نه بلکې عملاً ژمنتیا ښيي.

د امریکا ولسمشر تېره میاشت د افغانستان او سیمې لپاره د نوې ستراتیژۍ د اعلان په مهال وویل چې افغانستان ته به نور ځواکونه ولېږي.

د دوشنبې په ورځ د امریکا دفاع وزیر جېمز ماتیس وویل چې افغانستان ته د شاوخوا درې زره پوځیانو تګ پیل شوی دی.

ده په عین حال کې وویل چې د لېږل کېدونکو پوځیانو شمېر به څرګند نه کړي ځکه چې دا به له دښمن سره مرسته وکړي.

امریکا د ناټو له نورو غړیو هم غوښتي چې افغانستان ته سرتېري واستوي.

د ناټو سرمنشي د امریکا له لوري په اروپا کې د ځواکونو د شمېر د زیاتولو د پرېکړې تود هرکلی وکړ.

ده همداراز وویل چې له ټرمپ سره په دې مسله کې موافق دی چې د ناټو ټول غړي باید خپلې دفاعي بودجې زیاتې کړي څو پېټی ووېشل شي.

په وروستیو ورځو کې د البانیا په پلازمېنه تیرانا کې د ناټو د پوځي کمېټې په غونډه کې د دې تړون د ۲۹ غړیو هیوادونو دفاعي مشرانو (دفاع وزیرانو) ومنله چې په افغانستان کې د ځواکونو اوسنی شمېر لږ دی او باید دا تشه ډکه شي.

د کمېټې عمومي رييس پیټر پاول په یوه خبري غونډه کې وویل چې په دې اړه پرېکړه به وروسته له دې وشي چې دوی له خپلو حکومتونو سره سلا وکړي.

تراوسه پورې یوازې البانیا، چې په افغانستان کې ۸۳ سرتېري لري، اعلان کړی چې حاضره ده دې هیواد ته ۳۰ نور پوځیان ولېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.