د م.م امنیت شورا کې د افغانستان پر حالاتو او د سټراټيژۍ پر تطبیق خبرې کېږي ۳ ساعته مخکې

 

دآزادی راډیو

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې نن د افغانستان د امنیتي حالاتو او د امریکا د سټراټيژۍ د تطبیق په لارو چارو خبرې کېږي.

په کابل کې د یوناما دفتر په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان د روان وضعیت په اړه به د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تادامیچي یاماماتو د امنیت شورا د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړي.

د بیان له مخې ښاغلی تادامیچي به د خپلو څېړنو نتایج له ګډونوالو سره شریکوي.

غونډه به د ملګرو ملتونو د سرمنشي په رپوټ سره چې د افغانستان د وضعیت په اړه یې جوړ کړی پیل شي او ورپسې به د نړیوال امنیت او سولې په اړه یو لړ وړاندیزونه هم وشي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې په داسې حال کې د افغانستان وضعیت څېړل کېږي چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته په وینا کې وویل چې یو بې ثباته افغانستان به د هېچا په ګټه نه‎وي.
هغه وویل، پاکستان باید له افغانستان سره خبرو ته کښیني څو د افغانستان لانجه د سیاسي خبرو له لارې حل شي.

د افغانستان او امریکا ولسمشرانو په جلا کتنو کې د افغانستان لپاره د امریکا په نوې سټراټيژۍ هم بحث وکړ.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان په اړه نن ماښام غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د سېپټمبر په ۱۵مه دې شورا ته د افغانستان د روانو سیاسي پرمختګونو، امنیتي همکاریو، بشري حقونو، بشري همکاریو او له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې یو بشپړ رپوټ وړاندې شوی و.

د امنیتي حالاتو په اړه په دې رپوټ کې یادونه شوې وه چې په سږ کال شپږو میاشتو کې څه باندې پنځه زره عام خلک په افغانستان کې وژل شوي دي.

په رپوټ کې دې ته هم اشاره شوې وه چې د ملي یووالي حکومت په داسې حال کې له ځینو سیاسي مخالفتونو سره مخ دی چې په سیمه کې امنیتي ننګونې په دوامداره توګه روانې دي.

وبه کتل شي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان د وضعیت د ښه والي لپاره نن ماښام په کومو مهمو مسایلو پرېکړې ته رسیږي

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.