د مولانا ریحان جنازه په ننګرهار کې خاورو ته سپارل کېږي

 

تاند- د نامتو افغان دیني عالم مولانا سمیع الله ریحان جنازه به نن په ننګرهار کې خاورو ته وسپارل شي.

مولوي ریحان پرون /جمعه/ د کابل په یوه جومات کې شهید شو.

په دې بمي برید کې، چې د جمعې د لمانځه په مهال په التقوی جومات کې وشو، نژدې ۲۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

تر دې وړاندې هم په سلګونو دیني عالمان، چې د دین په نامه د طالبانو له ترهګرۍ سره یې مخالفت کړی، د دې ډلې له لوري وژل شوي دي.

طالبان له هغو دیني عالمانو سره، چې د دوی داعیه چلینج کړي، لا سخت چلند کوي او هڅه کوي چې ژر تر ژره یې ووژني څو نور دیني عالمان د دې ډلې اعمال د اسلام خلاف ونه بولي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي وايي چې پر مولانا ریحان په برید کې د نوموړي په ګډون ۲ تنه شهیدان شوي او ۱۶ نور ژوبل دي.

رحیمي ویلي چې دا برید طالبانو کړی دی. که څه هم د دې خبر د خپرېدو تر شېبو پورې طالبانو په دې برید کې لاس لرل تایید کړي نه دي خو پر دیني عالمانو له تېرو بریدونو ښکاري چې دا ډول حملې طالبان کوي.

۳۶ کلن مولانا ریحان د التقوی جومات امام و او په عین حال کې د یوې مذهبي تلویزیوني خپرونې کوربه و چې خلکو ته به یې په دیني چارو کې مشورې ورکولې.

دی د افغان امنیتي ځواکونو کلک ملاتړی او د انتحاري حملو مخالف و.

مولانا ریحان، چې ۴ ماشومان ورڅخه پاتې دي، د ښځو د حقونو کلک ملاتړ کاوه.

د ده پر شهادت بې شمېره افغانان خوابدي شوي او ولسمشر غني د غمرازۍ په یوه پیغام کې ویلي:

د ارګ اعلامیه

ارګ، کابل: تروریستانو د خپلو جنایتونو په دوام نن یو ځل بیا د خدای (ج) پر کور (جومات) د تروریستي برید په پایله کې د هیواد جید دیني عالم او مفتي مولوي سمیع الله ریحان چې تل یې خلک حقانیت، طاعت او د خدای تعالی لارې او بندګۍ ته وربلل شهید او یو شمېر لمونځ کوونکي ټپیان کړل.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د دغه ترهګریز برید د سخت غندلو ترڅنګ وایي تروریستان د خپل اصلیت د پټولو، د خپلو جنایتونو د توجیه په موخه د دیني احکامو او الهي ارشاداتو د ناسم تعبیر او د علمای کرامو د حقانیت د رسا غږ د خاموشولو لپاره د مولوي ریحان پر څېر پر باجرئته، وطندوسته او د اسلامي او ملي ارزښتونو پر مبلغینو او علمای کرامو بریدونه کوي او هغوی پر شهادت رسوي.

جمهور رئیس اړوندو مسوولینو ته د یاد تروریستي برید د هر اړخیزې څېړنې، د برید د عاملینو د تشخیص او د قانون منګولو ته د هغوی د سپارلو دستور ورکړ او په ټینګار سره یې وویل، د افغانستان دښمنان پر علمای کرامو او د وطن پر خدمتګارو شخصیتونو د بریدونو له لارې د دوی رسا غږ او د حقانیت او خدمت اسلامي او ملي عالي روحیه نشي کمزورې کولی.

محمد اشرف غني شهید مولوي سمیع الله ریحان ته د فردوس جنت دعا ترڅنګ د نوموړي کورنۍ، دوستانو او د افغانستان علماو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي.

992 total views, 992 views today

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.