د ملي امنیت ځواکونو په کابل کې د داعش ۲۶ غړي ونیول

 
تاند- د افغانستان د ملي امنیت د ریاست سرچینې وايي چې په پلازمېنه کابل کې یې د اسلامي دولت یا داعش ۲۶ ترهګر نیولي دي.

د ملي امنیت د ریاست د منابعو په وینا دا کسان ګومارل شوي وو چې د عاشورا په ورځ د شیعه ګانو پر تکیه خانو او جوماتونو بریدونه وکړي.

سرچینې وايي چې دا کسان په تېرو درو ورځو کې نیول شوي دي.

د نیول شوې ډلې مشر عبدالله د سلطان شاه زوی دی.

داعش سختدریځې ډلې سږ کال په کابل کې پر شیعه ګانو او امنیتي ځواکونو په لسګونو حملې کړي او په ننګرهار کې یې پر ښوونځیو، ملکي ادارو او عام ولس ګڼې خونړۍ حملې کړي چې له کبله یې په سلګونو کسان شهیدان شوي دي.

د ننګرهار د موندرې د تېرې اوونۍ په حمله کې نژدې ۱۰۰ تنه شهیدان او شاوخوا ۲۰۰ تنه نور ژوبل شول.

که څه هم د ننګرهار د وروستي برید مسوولیت کومې ترهګرې ډلې په غاړه وانخیست خو عمومي باور دا دی چې دا برید هم داعش ترهګرو کړی دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.