د ملي امنیت شورا: د بین الافغاني خبرو ۲مه ناسته له ۴ تر ۶ اوونیو په قطر کې جوړېږي

دآزادی راډیو

د افغانستان د ملي امنیت شورا په څو اوونیو کې د دوهم بین الافغاني کنفرانس د جوړېدو خبره کوي.

که څه هم د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دوهمې بین الافغاني غونډې دقیقه نېټه نه ده معلومه، خو د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، د ځینو مسایلو همغږي او تنظیم ښایي چې څو اوونۍ وخت به وغواړي.

د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: د دې لپاره چې راتلونکې غونډه ښه منسجمه او پر مشخصو ټکو راټوله تنظیم شي، بحثونو ته اړتیا ده او د دې بحثونو تر پای ته رسېدو پورې به دا غونډه ونشي، افغان دولت ډېر خوښ دی چې دا غونډه ژر وشي، هر چېرته چې د افغانانو ترمنځ خبرې وشي، موږ ورته خوشبین یوو، خو د اوس لپاره هغه څه چې د جرمني له سفیر سره یاد شول، په راتلونکو څو اوونیو کې د دې ناستې د ترسره کېدو لپاره چمتووالی نیول کېږي.

په دوحه کې د دوهمې بین الافغاني غونډې د جوړېدو په اړه د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حمد الله محب د شنبې په ورځ په کابل کې د جرمني له سفیر پیټر پراګل سره خبرې وکړې.

جرمني او قطر په دوحه کې د لومړۍ بین الافغاني غونډې اصلي تنظیموونکي وو.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي محب د جرمني له سفیره له همدې کبله مننه وکړه او هغه غونډه یې د کابل د ادارې او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د نږدې کېدو لپاره یو ښه پیل وباله .

د رواني میلادي میاشتې په ۷مه او ۸مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې ۷۱ تنه افغان مشرانو چې سیاسي څېرې، پخواني جهادي مشران، د مدني ټولنو استازي او یو شمېر ښځينه فعالانې پکې شاملې وې، له طالب استازو سره مخامخ خبري وکړي.

دا غونډه په کورنۍ او نړیواله سطحه وستایل شوه او سولې ته یې هیلې او خوشبینۍ ډېرې کړې.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په پرونۍ اعلامیې کې هم سره له دې چې دا یوه ښه پیلامه بلل شوې، خو ځینو ملاحظاتو ته یې هم اشاره کړې وه .

د دې شورا ویاند کبیر حقمل د غونډې تنظیم، پر مشخصو موضوعاتو د اجنډا جوړول، د بې نتیجې بحثونو مخنیوی، د تنظیموونکو او د غونډې د ګډونوالو تر منځ نظم راوستل او داسې نور هغه مسایل وبلل چې په هغې غونډې کې باید په پام کې نیول شوي وای.

د دوهمې بین الافغاني غونډې خبرې داسې مهال کېږي چې د امریکا، چین، روسیې او پاکستان استازو په ګډه له طالبانو غوښتي چې د افغانستان له حکومت سره د سولې مخامخ خبرې وکړي.

دا خبري د چین په پلازمېنه پیکنګ کې د افغانستان د سولې په تړاو په څلور اړخیزه غونډه کې وشوې.

دا غونډه د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو جوړه شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه، ویلي چې امریکا، روسیه او چین په دې باور دي چې پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول لوبولی شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزیر مایک پامپیو کابل ته د سفر پر مهال ويلي وو چې د واشنګټن هدف دا دی چې تر سپټمبر مياشتې مخکې له طالبانو سره د سولې یو توافق تر لاسه شي.

له ټولو ډیپلوماتیکو هڅو سره سره طالبانو تراوسه د اوربند او هم له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو غوښتنې نه دي منلي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.