د مخالفینو سره سوله!

 
د مخالفینو سره سوله!

د مخالفینو سره سوله هغسې چې جناب … تأکید کوي، حتمي نه ده!
د سياسي مصالحې او سیاسي روغې جوړې سیاست حتمي، ضروري او اړین دی خو د مخالفینو سره سوله او په قیمت سوله حتمي نه ده!
ستره مغالطه او يا سترې مغالطې له همدې ځایه پېلیږي.
د رنځ او مریضۍ له درست تشخیصه پرته،
د رنځ او مرض د موجود انکشاف له درکه پرته،
د رنځور د جسم د اوسني حالت او توان له درکه پرته، د درمل تجویز او یا د اټكلي درملو تجويز، د ښې درملنې فیصدي لږوي، جانبي بد تأثیرات لوړوي او یا د وسایلو د ضیاع موجب ګرځي.
په تأسف سره ددې پورتني حالت ټولې نمونې په پراخه توګه زمونږ ټولنه او هیواد کې ولیدل شوې او لیدل کیږي.
مونږ تر هغه چې د سیاسي مصالحه، روغې جوړې د سیاست په ضرورت او حتمي والې پوه نه شو،
مونږ ترهغه چې په دې پوه نه شو چې سیاسي مخالف او دښمن څوک دی،
مونږ تر هغه چې په ده پوه نه شو چې سیاسي مصالحه د متخلف د تجرید ، تضعیف او له مېنځه وړلو سیاست هم دی،
مونږ تر هغه چې پوه نه شو چې د سیاسي مصالحې سیاست د امنیتي ځواکونو او د دښمن سره د قاطع برخورد او د امنیتی ځواکونو د برحق بودن سیاست هم دی،
مونږ تر هغه چې پوه نه شو چې پاکستاني استابلشمنت او اصلي پالیسي سازان زمونږ، د افغان ملت او افغانستان دښمن وه، دي او زمان ثابته کړه او ثابته به کړي چې دښمن به پاتې شي،
مونږ تر هغه چې پوه نه شو چې پر ځان متکي، مستقل او قوی افغانستان د پاکستان استابلشمنت نه شي منلای او نه مني،
مونږ تر هغه چې پوه نشو چې سیاست کې دایمي دوست نه شته، مصالح او منافع اصل دي،
مونږ تر هغه چې پوه نه شو او یا ځان پوهول و نه غواړو چې د غیر اسلامي هیوادو پوځ په اسلامی هیواد کې مشکل او شرعي مشکل لري،
مونږ تر هغه چې قبول نه کړو چې د حاکمیت مشروعیت له اولسه تر لاسه کیږي،
مونږ تر هغه چې پوه نه شو چې ائيتلاف، سیاسي ائيتلاف او حاکمیت د برنامو ائيتلاف دی او نه د غنایمو د تقسیم، یعنې هغه چې د اوسني کابل حاکمیت په جوړیدو کې وشول،
مونږ تر هغو چې پوه نه شو چې درست، ښه او دقیق مفاهیم د آزادۍ، دیموکراسي، آزاد اقتصاد او مارکیت او د هغو د ۲۱ سدې اصول کوم دي،
مونږ ترهغه چې د دیموکراسۍ په نامه ابتذال او د قانون د نظارت خلاف اصول او قواعد د حل لارې نه دي،
مونږ ترهغه چې خپل نیم بنده او منحرفه فهم او پوهه له مسایلو بهتره نه کړو،
مونږ تر هغه چې په دې باور نه شو چې سیاست کې فریب او دوکه او د خلکو ګویا په ځان وهنه، په چا نه تیریږي او ملت هوښیار دی خو ‌‌‌‌‌‌ډیر ځای د نظر فرصت نه لري،
مونږ تر هغه چې….
مونږ د حل اساسي لارې نه شو پيدا کولای، سولې او استقرار ته نه شو راو دا تراژيدي به ادامه لري!ً

د افغانستان، دسیمې، د ریښتنې سولې ته د رسیدو لارې وې او شته خو که ددې لپاره ریښتې لېوالتیا او سیاسی اراده وي.
مونږ ته په کار ده چې د هغه حالت هم ځان وباسو چې وایي: حق بگو خو به طرف مه! دا د حل لاره نه ده!
نو همدا اوس او همدا نن لاس پکاریدل، د ممکنو وسایلو بهتر کار اخیستل، حق او ریښتیا ته زمینه سازي کول، پکار دي.
کار اهل کار ته سپارل پکار دي.
بل انتخاب د جنګ او جګړې او د تراژيدۍ د ادامې انتخاب دی.
و ما علینا الا البلاغ المبین
دوکتور صلاح الدین سعیدی
۲۰/۰۶/۲۰۱۸

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.