د مخابراتو وزارت د ټیلګرام او وټس اپ د بندېدو غوښتنه کړې

 

تاند- د افغانستان د انترنیت تنظیموونکې ادارې ټیلي کام د انترنیتي خدماتو له وړاندې کوونکو شرکتونو غوښتي چې په افغانستان کې د وټس اپ او ټیلګرام خدمات بند کړي.

مخکې په ټولنیزو رسنیو کې ویل شوي و چې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وټس اپ او ټیلګرام بند کړي دي خو اوس څرګنده شوه چې دې وزارت غوښتنه کړې او دا لا څرګنده نه ده چې د انترنیټي خدمات وړاندې کوونکي کمپنۍ به په څه ډول دا غوښتنه عملي کړای شي.

په وروستیو کلونو کې د انترنیټي خدماتو له زیاتېدا سره په افغانستان کې د وټس اپ او ټیلګرام په شمول له ټولنیزو شبکو استفاده خورا زیاته شوې ده.

ځینو رسنیو ویلي چې دا غوښتنه د افغانستان د ملي امنیت د ریاست په غوښتنه شوې ده.

دا ریاست باور لري چې ترهګر په خپل منځ کې د تروریستي حملو د همږغولو لپاره له وټس اپ او ټیلګرام څخه کار اخلي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر شهزاد اریوبي په یوه پیغام کې ویلي چې د ټیلي کام تنظیموونکو ته امر شوی چې د دغو شبکو خدمات په تدریجي ډول بند کړي.

ده ویلي چې دا پرېکړه وروسته له دې وشوه چې د دغو شبکو په اړه شکایتونه ورته وشول.

اریوبي په عین حال کې ویلي چې د دغو شبکو بندیز د بیان د ازادیو د محدودیت معنا نه لري «حکومت د بیان ازادۍ ته ژمن دی او په دې پوهېږي چې دا زموږ د خلکو لومړنی حق دی.»

د ټیلي کام لیک، چې د نوومبر په لومړۍ نېټه لیکل شوی، او د دې ادارې د یوه چارواکي له لوري لاسلیک شوی دی، انترنیتي کمپنیو ته لارښوونه کوي چې د ټیلګرام او فېسبوک (FB.O) او د وټس اپ خدمات سمدستي د ۲۰ ورځو لپاره بند کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.