د محمد یونس قانوني ساتونکیو په کابل کې په پولیسو ډزې وکړې

 

تاند – د پخواني ولسمشر کرزي مرستیال او زورواکي، محمد یونس قانوني، ساتونکو د پلازمېنې کابل د ۱۱مې ناحیې په مربوطاتو کې د چټک غبرګون د قطعې په پولیسو ډزې وکړې.

ویل کیږي چې د ښاغلي قانوني ساتونکو هغه وخت په پولیسو ډزې وکړې چې پولیسو غوښتل د هغوی د موټرو له شیشو څخه تورې پردې پاکې کړي.

د پېښې له ځای څخه عیني شاهدان وایي، چې ډزې نن /د جدي ۲۴مه/ خواوشا ۱۱ بجې اریانا د تېلو ټانک سره نژدې وشوې.‌

د اسمایي د ۱۰۱ زون د قوماندانۍ ویاند، بصیر مجاهد، پېښه تایید کړه او ویې ویل چې په دې برخه کې تحقیقات روان دي خو دا یې ونه ویل چې د قانوني له ساتونکیو سره به کوم ډول قانوني چلند وشي.

محمد یونس قانوني تېره اونۍ هغه وخت د خلکو له انتقادونو او سخت خجالت سره مخامخ شو چې د ولسمشرۍ له یوه احتمالي کاندید محمد حنیف اتمر سره یې د شرموونکیو خبرو جزیات د هغه په ناخبرۍ کې افشا شول.‌

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.