د مالیې وزارت: د عامه او خصوصي مشارکت له لارې شااوخوا ۱۷۰ پروژې پلې کېږي

 

دآزادی راډیو

د افغانستان د ماليې وزارت غواړي چې د نېږدې زرو میليونو افغانیو په ارزښت، ۱۷۰ لويې او وړې پروژې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې پلې کړي.

د دغه وزارت مالي مرستیال خالد پاینده نن دوشنبه د ۱۳۹۶ کال د لړم ۲۹ مه په کابل کې د عامه او خصوصي مشارکت په نوم جوړ شوي ډيالوګ ته وویل، ډېری پانګوال دېته ليوال دي چې په افغانستان کې د برېښنا او روغتیا په برخه کې پانګونه وکړي.
ښاغلي پاینده وویل:

“په دغو پروژو کې يو شمېر لويې او وړې پروژې شاملې دي چې شمېر یې له ۱۷۰ اوړي چې د پانګوالو ډېره لېوالتیا په کې د برېښنا او روغتیا سکټور ته ده.”

ښاغلی پاینده وايي، د برېښنا په برخه کې د يو شمېر پروژو کارونه وروستي شوي او ډېر ژر به یې له یو شمېر شرکتونو سره تړونونه لاسلیک شي.

د افغانستان د ماليې وزارت په خبره، «پي. پي. پي» يا د عامه او خصوصي مشارکت موضوع په افغانستان کې نوېده، خو ډېره مهمه او حیاتي ده.

د دوی په خبره، د دغه ډيالوګ له جوړولو هدف په یاده برخه کې، عامه پوهاوی او د نظر تبادلې او بحث ته زمینه برابرول دي.

د ماليې وزارت مرستیال خالد پاینده دغه شان وویل، د خصوصي او عامه مشارکت قانون د افغانستان د ملي شورا له‌ خوا تصویب شوی او هڅه کېږي چې د دغه قانون په رڼا کې اقدامات وشي.

د ماليې وزارت د مسؤلینو په خبره، افغان حکومت اوسمهال، د زیربناوو د کمښت، د پراختیايي پروژو د پلې کولو په برخه کې د ځنډ او بې کیفیته خدمتونو وړاندې کولو سره مخ دی چې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې کولای شي چې پر وخت او اغېزمن خدمتونه خلکو ته وړاندې کړي.

د دوی په خبره، عامه او خصوصي مشارکت په هېواد کې د اقتصادي فرصتونو د رامنځته کولو، د کار لپاره د لازمو زمینو د برابرولو، د باکیفیته زیربنایي پروژو د تطبیق، په خصوصي او دولتي برخو کې د پانګونې لپاره د لازمو زمینو برابرول او د ټولنې په وده کې د دولتي او خصوصي سکټور ترمنځ د همغږۍ لامل کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال يونس مومند بیا د عامه او خصوصي مشارکت ډيالوګ ته په خبرو کې له حکومت وغوښتل چې سوداګرو ته د خوندي چاپیریال د رامنځته کولو ترڅنګ، د پانګونې لپاره يو لړ نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
ښاغلي مومند زیاته کړه:

“خصوصي سکټور څه ته اړتیا لري، خصوصي سکټور بیروکراسۍ نه په تنګ راغلی، د امنیت له پلوه موږ له ستونزو سره مخ یوو، د انتحاري او نورو بریدونو په اړه موږ څه نه وایوو، خو هغه کړۍ چې د پولیسو او ملي امنیت په موټرو کې راځی او سوداګر اختطاف کوي، موږ واقعاً په ستونزو کې یوو.”

ښاغلی مومند وايي، که د حکومت او خصوصي سکټور ترمنځ په رښتینې توګه مشارکت او همغږي رامنځته شي، نو دواړه لوري به په اقتصادي لحاظ ډېرې ګټې وکړي او خلکو ته به هم معیاري خدمتونه وړاندې شي.

 

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.