د مارچ د اتمی نیټی، د ښځی د نړیواله ورځ په پلمه

 

سلیمان لایق

“د ښځی ‌ژړا”

مه می خندوه نارینه نه یم د خندا
زه یوه ناره یم د غمونو د دنیا
ستا په زندانو کی می پیړی پیړی ژړلی
نشته راکی توان نور د غمونو د ژړا
زه د ژوند جوهر، د عشق ډیوه، د انسان مور ومه
تا کړمه نانزکه د شیطان د مشغولا
کله دی اسیره د ځنځیرو کړم د زرو
کله دی کړیو کی بندی کړم د طلا
دا زما په لاس کی کړی ندی اتکړی دی
زما د غوږ لښتی د وینځیتوب دی برالا
زما د سرو پیزوان د غلامی د ذلتونو
زما د غاړی هار مهار د ظلم دی د تا
ما د آزادی یوازی نوم دی اوریدلی
ژوند می شو لوګی ددی عنقا په تمنا
زه په ټول تاریخ کی ملعبه ستا د شهوت ومه
یا یوه تحفه د ستمګرو د رضا
کله به چی خرڅه شوم نانزکه کنیزکه وم
پښی به می شوی ماتی هر ظالم ته په نڅا
لری له همځولو، له وطنه، له ملګرو نه
سترګی به می پوچی کړی غمونو په ژړا
لاره د هوس کی هر فاسد د پټکی ګل کړمه
ځای کی د عزت بیا بی عزته د هر چا
ستا شوه، امیری شوه، که میری شوه، که خانی شوه
زما شو، که آفت شو، که ذلت شو، که بلا
اوس راسره مات کړه د تاریخ دا ځنځیرونه
ایسته کړه له لاری تور دامونه د جفا
زه د انسان مور یمه، درنه یمه، آزاده یم
دا د بندګی زولنی لری که له ما

کابل
۱۶-۱۲-۱۳۵۱

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.