د لوی درستیزانو په غونډه کې پر کومو موضوعاتو خبرې کېږي؟

 

دآزادی راډیو

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د افغانستان، پاکستان او د مرکزي آسیا د هېوادونو د پوځ د لویو درستیزانو او په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان په غونډه کې به د ترهګرۍ او د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې پرلارو چارو خبرې وشي.

د دې وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د دې غونډې په اړه چې نن په کابل کې جوړېږي آزادي راډیو ته وویل:

“په دې غونډه کې به تقریباً دولس لوی درستیزان ګډون وکړي او پردواړو د ترهګرۍ او د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې په اړه خبرې کېږي او اساسي لارې چارې به ورته سنجول کېږي.”

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه په دې غونډه کې د ګډون لپاره نن کابل ته ورسېد.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې مشر پاکستاني رسنیو ته ویلي، تمه ده چې د پوځ مشر به کابل ته د سفر پر مهال د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان، په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن او همداشان له خپل افغان سیال سره وویني.

د افغانستان د دفاع وزارت هیله من دی چې پاکستان به د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې ریښتینې همکارۍ ته چمتو شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.