د لايق شعر او دهغه شاعرانه نوښتونه

 

 

ډاکټر لطيف بهاند

مسکو

د لايق شعر او دهغه شاعرانه نوښتونه

آواره ورېځې، ابدى پرديسان، ستومان کاروان، په آسمان کې د اوښانو غونډۍ، سپينو مالوچو کې د اورونو تړل، د واورو اميل، د برېښنا منډه، خوب ځپلى ښار، د ژوند تالنده، د نازولو غوغا، د مستبدو مستى، د مينې زلزلې، د حوادثو ولولې، د آسمان پېغله، ايل شوى ياغى عشقونه، د آسمان ملنډى، په مړاوى گل کې د ويدې خندا راسپړيدل، د وږمو نڅېدل، د سپرلى سا، د نور رڼې ويالې، د سکوت په اندامونو کې زلزله، د عدم تور گوگل، د تالندى سندرې، د غوټيو لښکرې، د سيندونو په رگونو کې د ترانو وېښول، د غنمو طلايى سيند، په غرونو کې د مرمرو د ناجو کينول، بې روحه خاورې، خوب وړى تمنا، نرۍ موسکا، د آسمان بدله لوبه، په شپو کې د برېښنا خورول، کاڼو ته حواس بښل، د واورو لونگين، ناتمامه منډى او نور داسې ترکيبونه او تصويرونه، د لا يق د بې ساره شاعرانه نوښتونو يوه کمکۍ بېلگه ده.

د لايق شعر د افغانستان په ادب کې، يوه نوې لاره، نوي اغيز او نوي بهيردي. هغه په پښتو او دري ادب کې، د بدلون غوښتونکو، د اوښتون غوښتونکواو د ويښتيا غوښتونکو، د فرياد هغه لړۍ توده وساتله چې د شلمې پېړۍ په پيل کې مشروطه غوښتونکو پيل کړه او بيا وروسته ويښ زلميانو هغه اوږده کړي وه.

هغه په تېرو پنځوسو کلونو کې، د ټولنيزو ملي نيوکو سر لاري پاتي شوى دى:

ما وى دلدار به شى، اغيار شولې
ما وى سيمرغ به شى، ښامار شولې
ما وى د لمر د لارې يار به شى
ته د تيارو علمبردار شولي

د چونغر نوى ليکل شوى ٢٨مه ترانه

د نورو ځانګړتياوو تر څنګ د لايق په شعر کې همدا د اعتراض او نيوکو ژبه د ډېرو زياتو شاعرانو لپاره د الهام او د يو شمير نورو لپاره د اغيز سرچينه ګرځېدلي ده:

چونغره ستا په تړو تړو باندي
زموږ د اوښكو بارانونه اوري
خو دا د رحم اوبه نه دي ګوره
په تا د خلكو غضبونه اوري

د تا ځوځان د بزګرانو برخه
د تا غنم د نازولو شومه
په هره لاره كې دي ايښي تلك
په هره پوله كې دي لكه لومه

ای د ظالمو مستبدو كوره
آيا زنګونه د زمان درځي
موږه يې وينو په رڼو سترګو
چې ستا لمنې ته توپان درځي

كيږدۍ،٥٧ مخ

د لايق د شعر نوښت او پر نورو د هغه د اغيز څو غوره او لومړني ټکي په دې ډول يادولې شوو:

– پښتو شعر ته د نوي روح، روان او معني بښل:

چې ددوبي دگرمۍ تبه پې راغله
ښايسته گلان په دښتو کې واښه شول
په گرمۍ کې چې رالوى دى نه وچېږى
پخوانى ځوځان پياوړى شوو-لاشنه شول

ساحل،١٧٠مخ

– بې له تقليده، د هنر لوړو څوکو ته د رسېدو هڅه او هلته رسېدل:

نبض د ځوانۍ يې خوځاوه کميس په تن کې
هسې چې بهيږی سپينه وريځه په سپوږمۍ
تي يې په زانګو د اوسيلو کې ښکته پورته
هسې خوځيدل لکه په موج جوړه هيلۍ
غيږ يې پرانيستلې لکه ګل د سبا باد ته
خوله يې له خندا نه ډکه کړی وه مستۍ

يادونو او درمندونه، ٩٢ مخ

– په پښتنى شعرکې د ډېرو قالبونو او اډانو تر څنگ د نويو ښکلاوو، جوړښت:

دا به کله را ځړيږي د غضب د توپان وريځې
دا به کله تری اوريږي سرې سکروټې تندرونه
دا به کله کاڼې چوی، دا به کله غرونه خوځې
دا به کله تکه سره شی د آسمان دا نيلي خونه
دا به کله غشي ولی تر برېښنا چټکې ګوتې
دا به کله توری باسې د پولادو مړوندونه
دا به کله لاره وځي د راڼه جهان پر لوری
دا به کله پخلا کېږي رټل شوی ارمانونه

يادونه او درمندونه،١٤١مخ

د لايق شعر په پښتو ژبې او ادب کې، هغه معنوي رڼا ده چې د ژبې او فرهنګ تيارې خواوى رڼاکوى. د يوه پوهان په وينا، شعر يو ډول هغه ذهني هڅې او هلې ځلې دي چې ځينې کسان هغه د خداي پيرزوينه ګڼي او دا پيرزوينه خداى پر لايق پيرزو کړى او لايق يې په څه مينې او خواخوږۍ پر خپلو همژبو او د شعر پر مينه والو پيرزو کوى.

د يو چا خبره د هغه شعر، د هغې چېنې اوبو ته ورته دی چې هرې شاړې مځکې ته ورسېږي، آبادېږي.

له هر آوازه سيلاوونه وزى
له هره شعره زلزلې خوځى
له هرې چغې د مردانو سره
د ژوند او هيلو قافلې خوځى

كيږدۍ، ٧٥ مخ

– د هغه په شعر کې هغه اندېښنې نغښتي دي چې د روح تنده پرې ماتېږي.

ستا په سندرو اوس کامونه خوځي
گوره چې غلى نه شى، هېر نه شې
زه د آسمان لوبه بدله وينم
گوره له خپله هوډه تېر نه شې

كيږدۍ،٧٥ مخ

-که د ايرانۍ شاعري -فروغ فرخ زاد دا خبره ومنو چې وايي:

په شعر کې هره کلمه، خپله غريزه لري، که شاعر وکولاې شي، د دغې غريزې د اقناع لپاره هم آهنګي پيدا کړي، شعر او ښکلا ترې جوړېږي. د لايق شعر د رڼا، ښکلا، مينې او انسانى تکل غريزه ده:

ما وى د تالندو په چيغو کې به
د آزاديو سرود وغږوې
ما وې د نوى پېر بادونو ته به
خپلې ډبرې څڼې ونڅوې

* * *

ما وې د مړو هديرو باندې به
نوې ژوندون، نوى دوران خوروى
ما وې په خاوره د کوشان باندې به
نوی جهان نوی انسان جوړی

د چونغر نوى ليکل شوى ٢٨مه ترانه

– شعر بايد د هڅوونکو، عاطفو توان ولري. او د استاد شپون خبره چې د لايق شعر څه کوى چې، تشې خبرې يې هم په دې گاڼه،گاڼل شوى دى:

کله چې وريځې ستا له تړو څخه
را اوچتېږى قافلې تړي
سترگې زما د بدرگو لپاره
د مرغلرو سلسلې تړي

چونغر،٩٣ مخ

– شعر په انسان کې د کلمو را ژوندي کول او د وزن په جامه کې د هغو مروړل دي. هر هغه څوک چې دغه توان و نه لري د کلمو د سپکاوي او يا هم د هغو د مرګ سبب کېږي. خو لايق د دې کار او چارې استاد دى. د سارى په توگه د جنگ، شور، پولادو او اور کلمې زموږ په شعر کې په زرهاوو ځله کارول شوى، خو دلته بل احساس او بله جذبه لري:

که ته د تېرو خاطرو پلار يې
يا ستا په غېږ کې زمانې دی ويدې
زما د شعر په ناپايه سيند کې
د ژوند د فکر زلزلې دی ويدې

چونغر، ٩٦ مخ

ښه شاعر تل په يو څه پسې ګرځي، په يو ارمان پسې او په يوخيال پسې، خو ښه شاعر غواړي هغه په تخيل وګاڼي او بيا د نظم جامې ور واغوندي:

ستا په هره کرشمه کې، نوی سوز او نوی ساز دی
نوي درد دي، نوي شور دی، نوی طرز او نوی راز دی
نه دې رم تېرو ته ور ته، نه دې چم هغسې شان دی
نه دې هغه وړ انجام دی، نه دې هغه وړ آغاز دی

چونغر،٤٣ مخ

-کله چې د شاعر تخيل، د هغه د تفکر په ملگرتيا، په توروکې د انځورېدو له لارې، مادى بڼه پيدا کوى، له هغه نه شعر جوړېږى.

دا خاطرې او زلزلې به څه وى
که نوى سوز او نوى شور نه لرى
د ډيوې تش خالى لوگى څه په کار
که د پتنگ لپاره اور نه لرى

چونغر، ٩٦ مخ

څومره چې دغه تخيل پياوړى وي، له لمسون نه ډک وي، او څومره چې دغه تخيل هستي ولري، په هماغه اندازه به شعر ښکلى وي.

ملا باندې يې ځوړنده د څڼو توره توره
شونډو نه يې سره برېښنا خوره د خونکارۍ
تى يې په زانگو د اوسېلو کې ښکته پورته
هسې خوځېدل لکه په موج جوړه هيلۍ
غېږ يې پرانستلې لکه گل د سبا باد ته
خوله يې له خندا نه ډکه کړې وه مستۍ
سترگو ته يې ميو و ورکړى رنگ د وينو
لږ را غونډې شوې، تنگې شوې، خندنۍ
راغلله ورو ورو لکه دانه بېړۍ ساحل ته
تللې له خپل ځانه مستانه او لېونۍ
ورانه له خندا شوه، وې يې گوره لېونيه
نه به تل ځوانى وى، نه شراب او نه شهۍ
وتړه کتاب، شيشه راواخله د شرابو
ځغلى زه يې وينم، يو په بل پسې گړۍ
نيسه مې په غېږ کې، هسې نه چې خوب مې يوسي
وړى را نه واک دى، د شرابو بېخودۍ
ما په شرمېدلى آواز وويل، افسوس دى
نه لرم توفيق ستا د لبانو د گرمۍ
زه د وچو دښتو لمر وهلى پوونده يمه
چېرې وچ اغزى، چېرې د گل تازه غوټۍ
شرم را ته برېښي چې د ى خوله په شونډو کېږدم
څارى مې د ولس سترگې، لا يوه گوله ډوډۍ
زه لا روږدى نه يم په محفل د ښاپېرو کې
خېژې مې له زړه نه، لا فرياد د غريبۍ

يادونه او درمندونه، ٩٤ مخ

«ښکلا، د تفکر په مرسته، د منطقى، ذوقى اړيکو هم آهنگى ده.»٢ که له همدغو مفاهيمو نه هم آهنگى را منځ ته شى او دا هم آهنگى په تورو کې ونغښتل شى، شعر خپله ښکلا څو ځله زياته وى. د ښکلا، تفکر او ذوق دغه اندازونه د لايق په شعر کې څپې څپې خورې دى.

دغه ښکلى مفاهيم، په دغه شان نازکو اداگانو کې په ښکلو شعرونو بدلېږى. له همدي کبله، ویلې شو چې شعر د انسانى روح ژبه ده.

مهمه نه ده چې شعر کوم ډول اندېښنې انځوروى، هغه کيڼى (انديښنې) دى که (ښۍ)، هغه نوى دى که لرغونى او پخوانۍ، خو اصله خبره داده چې هغه انسانى وى. يعنى د اشرف المخلوقات له شان سره برابرې وى. د انسانى مينې، د انسانى درد، د انسانى رنځ، د انسانى آزادۍ او يا انسانى وير او يا خوښۍ انځورگرې وى.

تورى اوکلمات، ترکيب او جمله او په پاى کې هم آهنگى، توازن، تصوير، وزن، تخيل، احساس، اندېښنه، سندريزوالى، انځوروالى، بيان او وينا، د شعر د شعروالى لومړنۍ نښې دى.٣

دا ياد شوي لفظى او معنوى صنعتونه، د لايق د شعر ښکلاوى دى.

غرونو باندې پلنې شولى وريځې د نيسان
ځمکې باندې اورى مرغلرې د باران
مست شول بيا چړونه په نغمو کې د زرکانو
خوځى کتارونه بيا د زاڼو په آسمان
هره ترانه چې د درياب له څپو وزى
پوکى په بې ځانه دنياګۍ کې نوى ځان
خاندى په ډبرو څراغونه د خاټول
وزي له سپېرو خاورو گلونه د ريحان
سپين گلان په شنه مرغه کې بريښى زما له سترگو
شپه کې د مستۍ په شنه آسمان کې کهکشان
هر څاڅکى د وينو مې لمن لمن گلونه شول
رگ رگ کې مې خوځى، د شعرونو بلبلان
وريځې چې کتارې شى، د غرو په ديوالونو
ته وايي چې خوځى په افق کې سپين اوښان
شور چې شى د تالندې، غوږو ته هسې رسى
ځغلى چې آسمان کې، يرغلگر جنگى آسان
سم سول په سارا باندې د گلو چپاوونه
وخاته په تړو د ريدى گلو سپايان

يادونه او درمندونه،١٢٨ مخ

لايق د دغو ټکو په هنرى انځورگرۍ کې د لوى مهارت په درلودلو سره د ښکلا، د رنځونو، د دردونو، د اټکلونو، د را وېښېدو، د مينې او احساس شاعر دى.

اعراب، شعر د ټولو هنرونو روح او باطن بولى. هغوى له پخوانو زمانو راهيسې وايي چې ښه شاعر د قرآن عظيم الشان له برکته او پر ده د روح القدس له الهامه نه، ښه شاعر دى. روح القدس هغه عارفانه الهام او د زړه وحى ده چې پر شاعر له لوړې پېرزو کېږى، البته د «چونغر» او د «يادونو او درمندونه» په ځينو بيتونو کې، دغه راز نښې له ورايه څرگندېږى.

هوراس، لا له ميلاده اته پېړۍ مخکې شعر د محاکاتو يا تقليد زېږنده باله. ابوالمعانى بېدل خو شعر د کلماتو نه جوړ قيامت بولى او وايي:

بيدل سخنم کارگه حشر معانى است
چون غلغله صور، قيامت کلماتم (٤)

لايق، د يوه متفکر په توگه شعر ليکي، هغه شعر نه جوړوى، هغه شعر ته په منډې قافيې او رديفونه، نه ليکى، هغه د يوه ښه انځورگر په توگه، هغه انځوروى.

ښه مضمون، او د ښو کلماتو غوره کول، هغه نورې ځانگړتياوې دى چې د لايق او د نورو شاعرانو د شعرونو تر منځ د بيلتون کرښه باسي.

د دې ټولو ځانگړتياوو بيان د دې لپاره وشو چې څرگنده کړو لايق په خپله شاعري کې د دې ټولو ساتنه او يادونه په خورا شاعرانه توگه کړى ده.

ځينى کره کتونکى د لايق په شعر کې د تاريخى اسطورو لږوالى ته اشاره کوى. په دې برخه کې بايد وويل شي چې بر عکس د لايق شعر په ځان کې تر ټولو نورو نه زياتې اسطورى را مروړلى دي. که د هغه په شعر کې د شيرين و فرهاد، يا د ليلا و مجنون او پرومتې اساتير نه ليدل کېږى، پروا نه لرى، د هغه شعر له ازلى او فطرى اساتيرو ډک دى. د لايق په شعر کې را غلى اسطورى په انسانى فطرت کې نغښتې اسطورى دى. دا اساتير هم مهاله د شاعر د فطرت اساتير هم دى او په هغو کې د لايق فطرت هم را سپړل کېږى. د هغه اساتېر د هغه خداى، مور، مينه، وطن، لمر، غر، وريځې… او نور دى. که اسطوره، د يوه ملت له افسانوى ژوند نه هغه را اخيستل شوى مفاهيم دى، چې تاريخ ته ورگډ شوى دى، نو کولى شو ووايو چې د چونغر، زياتره شعرونه په خپله د انسانى اساتيرو غوره بېلگې دى:
شور چې شى د تالندې غوږو ته هسې رسي
ځغلى چې آسمان کې يرغلگر جنگى آسان
سم شول په سارا باندې د گلو چپاوونه
وخاته په تړو د ريدى گلو سپايان
غشى د لمر اورى، له حصاره د وريځو
شنې زرغونې واخيست له رستم څخه کمان
ويلى الماس څاڅى، د تاکو له غوڅو څانگو
گلو ته نذرونه د شرابو وړى رزان

يادونه او درمندونه، ١٢٨ مخ

د هغه شعر، د دغو او نورو اسطورو په وړاندې د هغه د احساس زېږنده دى. د هغه ټولې اندېښنې، احساسات، درد، تفکر او خيالات د ښکلو تصويرونو په بڼه د هغه په شعر کې دغه اساتير انځوروى. په دغه تصويرونوکې د وطن هغه خورا زيات او ښکلى راځى:

سوځي مې هډونه، يو علاج زما د دردو وکه
يو ښکلى تعبير، زما د سرکشو ارمانو وکه
زما له فريادو سره ملگرى که نغمه خپله
ويښ که دغه قوم يو تدبير د پښتنو وکه
دې جامدو غرو ته حرکت ورکه، قوت ورکه
زموږ سره ملگرى شه، ملاتړ د زلزلو وکه

چونغر، ٧٣ مخ

د لايق د ښه شعر يوه ښه ځانگړتيا دا ده چې د هغه د شعر روح، نه يوازى د زمان، وخت او د هغه د هممهاله لوستونکو د روح سره هم آهنگ او هم آواز دى بلکې د کلونو گوزارونه هغه د را تلونکو لپاره لا پسې پخوى او لا يې خوندور کوى:

دا له موږه سره څه کوى گردون
دا ملگرى د پستانو، دغه دون
له غروره مى سر کوز نشو فلک ته
څومره لوړ دى، دا زما د خودۍ يون
دا افسوس دى چې خپل ورور راسره نه ځى
دا جاهل، په ځان ناپوه، دغه جبون
ګني ما به دا تاريخ و اړولى
په تقدير به مې وهلى و شبخون
که آسمان هر څو څپېړي په مخ را کړې
تسليم نشو دا زما زلمى جنون
يو زمان به د دې خلکو په سوک مات شى
هغه سر چې جگ آسمان ته و پرون

يادونه او درمندونه، ٧مخ

دا شعر په ١٣٤٣ کال کې ليکل شوى دى او اوس هم د هغه ټولې شعرى ځانگړتياوى او ان د هغه سياسى مفاهيم په خپل قوت سره پاتي دى.

د لايق يوه بله ځانګړتيا چې ډېر لږ شاعران هغه ته پاملرنه کوى دا ده چې هغه، د متضادو معناوو لرونکو کلمات داسې څنگ په څنگ ږدى او يا اميل کوى چې بې سارې زړه راښکون او تلوسه رامنځ ته کوى. په دغه بهير کې کله ناکله مفاهيم بدلېږى، کله نا کله د ځينو کلماتو لويوالى ماتېږى او کله هم د ځينو مفاهيمو او کلمو د وړو معناوو ارزښت لويېږى. دغه راز د ځينو ناوړه مفاهيمو سپېڅلى کول او د ځينوسپېڅلو هغو ناوړه او ان ناولى کول هم د ښه شعر په ځانگړتياوى کې راځى.

ځينى په ټول ژوند کې مټې دومره وکړى چې څه شاړه، آباده کړى، خو لايق نه يوازى دا چې د خپلې ژبې شاړه ځمکه آباده کړه، بلکې هغه يې باغ هم کړه، په هغه کې يې گلا ن هم کېښودل، هغه د دغه باغ بلبل هم شو، هغه پر دغو باغونو د ترانو، غزلو او قصيدو په نامه د رڼو اوبو چينې هم سپرې کړى دي.

-که په ښکلا پېژندنه کې انډول، تناسب او له هغو سره مل زړه را ښکنى او کشش لومړنى اصلونه دى نو په شعر کې د ښکلاييزې بڼي تر څنگ، بديع، بيان او معانى د ښکلا د انځورونو لارې برابروى. البته، بيان بيا د تشبيه، کنايې او اسطورو په مرسته هغه لا پسې پياوړى کوى.

که په دې برخه کې د خپلوسپړنو لړۍ اوږده کړو د ويناوو زړه را ښکون، ښکلى او نادرې تشبه گانې، د ولسى ويناوو او خبرو او اصطلاحاتو کارونه هغه نور فنون دى چې لايق خپل تخليات د هغوپه رنگينۍ، رنگينوى.

د کلماتو يا تورو سندريزوالى او تکرار هغه بل فن دى چې د لايق په شعر کې يې غوره ځاى پيدا کړى دى.

نور بيا

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.