د غزني چارواکي: پر ښار د طالبانو پراخې حملې تر ډېره په شا تمبول شوي

دآزادی راډیو

د غزني ولایت چارواکي وايي چې پر دې ښار د وسله والو طالبانو پراخې حملې یې تر ډېره په شا تمبولي دي او په دې ترڅ کې…

لنډيز
د غزني ولایت چارواکي وايي چې پر دې ښار د وسله والو طالبانو پراخې حملې یې تر ډېره په شا تمبولي دي او په دې ترڅ کې د ناټو په مشرۍ نړیوال ائتلاف هوايي بریدونه هم کړي دي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې یوازې د ښار په یوه څنډه کې وسله وال تراوسه هم مقاومت کوي او نور ښار تصفیه شوی دی.

ښاغلي نوري د ازادي راډیو له خبریال احمدتکل سره د مرکې په پیل کې هغه اندیښنې رد کړې چې ګنې غزني د سقوط له ګواښ سره مخامخ دی.

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

مرکه

پخواني معلومات
د غزني ولایتي شورا وايي چې لا هم په دې ښار کې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې جریان لري او دواړو غاړو ته مرګ ژوبله هم رسېدلې ده.

راپورونه وايي چې تېره شپه د غزني په ښار له څلورو خواو وسله والو مخالفینو ډله ییزې حملې وکړې چې د ولایتي شورا په وینا لا هم جریان لري.

د دې شورا له مرستیال امان الله کامراني سره د غزني د وروستي وضعیت په اړه د ازادي راډیو خبریال اکرام الله اکرام مرکه کړې ده چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

مرکه

پخواني معلومات
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پر غزني د وسله والو مخالفینو حمله پای ته ورسېده.

تېره شپه وسله والو مخالفینو پر غزني ښار له څلورو خواو ډله ییز بریدونه وکړل.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل:

“دقیقاً په دوه -درېیو ځایو کې لا هم دښمن شته، خو ترڅو شېبو او یوساعت وروسته به د غزني ښار له مخالفینو وژغورل شي.”

د غزني د ولایتي شورا غړي وايي که حکومت ددې ولایت د امنیتي تهدیداتو په اړه جدي اقدام ونکړي دا ولایت به مخالفان ونیسي.

پخواني معلومات
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، په څو شېبو کې به په غزني ولايت کې د وسله والو پيل شوې ډله ييزې حملې پاى ته ورسېږي.

د دولت وسله والو مخالفینو تېره شپه د غزني ولايت له څو استقامتونو پر پوځي مرکزونو حملې پيل کړې.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي ازادي راډيو ته وويل:

“په دوه درېيو نقطو کې د دښمن حضور شته. تر راتلونکو ساعتونو پورې به غزني ښار د دښمن له حضور څخه تصفيه شي.”

د غزني د ولايتي شورا ځينو غړو ويلي، که حکومت د روانو امنيتي تهديداتو په وړاندې جدي اقدام ونه کړي، دغه ښار به د وسله والو لاس ته ورشي.

پخواني معلومات
د تېرې شپې شاوخوا ۱۲ بجو څخه د سهار تر شپږ نیمو بجو پورې د غزني ولایت په مرکز کې د وسله والو طالبانو او امنیتي سرتېرو ترمنځ جګړه روانه ده او اوس هم خال خال ډزې دوام لري چې د امنیتي سرتېرو او وسله والو طالبانو ترڅنګ ولسي خلکو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني ولایت ویاند محمد عارف نوري ازادي راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو له څو لورو پر غزني ښار بریدونه وکړل چې له سخت مقاومت سره مخ شول.

نوري وايي، په دغه برید کې اووه تنه امنیتي سرتیري هم ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو د غزني «پي.ار. ټي» چې د امنیتي ځواکونو قرارګاه ده او د ښاري کمربند ځینو پوستو ته یې اور اچولی دی، خو تر اوسه پورې د نورو مالي او ځاني زیاتونو په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.