د غزني د قرباغ د ملکیانو د وژلو په تور څلور تنه نیول شوي

 

دامریکا غږ

د غزني ولایتي چارواکي وايي، چې امنیتي ادارو ددغه ولایت د قرباغ ولسوالۍ کې د دوو ملکي وګړو د وژل کیدو او دوو نورو د تښتولو د پېښې په تړاوو د یوه محلي پولیس په ګډون څلور تنه نیولي دي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري له امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې وویل” په وروستۍ یوه اوونۍ کې د غزني د محلي ادارې او امنیتي ځواکونو په هڅو، په غزني کې درې او یو محلي پولیس په کابل کې د غزني د قرباغ ولسوالۍ د شیر اباد د قضیې په تور نیولي دي”.

ښاغلي نوري زیاته کړه چې د کورنیو چارو د وزارت د ارشد امنیتي مرستیال جنرال مراد علي مراد په مشرۍ یو پلاوی تېره ورځ غزني ته تللی وو او د قرباغ ولسوالۍ نه یې هم لیدنه کړې ده.

چارواکي وايي، چې د غزني د قرباغ د تېرې اوونۍ د پېښې ټول عاملین چې د دغې ولسوالۍ دوه کلي یې سره په شخړه کې واچول ونیسي او محکمې ته به یې کش کړي.

د تېرې اوونۍ د جمعې په شپه غیرې مسؤلو وسله والو د غزني د قرباغ د شیر اباد کلي د یوه اوسیدونکي په کور حمله کړې ده، دوه تنه یې وژلي او دوه نور یې له ځان سره بیولي دي.

دا پیښه د دوو کلیو ترمنځ د اوبو د ملکیت په سر د شخړې له امله پیښه شوې ده.

له دې پېښې وروسته د شیراباد د کلي په سلګونو اوسېدونکو په لاریون لاس پورې کړ او د کابل – کندهار لویه لاره یې د پنځو ورځو لپاره د ترافیکو په مخ تړلی وه.

له پنځو ورځو لاریونونو وروسته ولسمشر غني معترضینو سره په ټیلیفون خبرې وکړې او هغوی ته یې وویل چې دې قضیې ته به په بشپړه توګه رسیده ګي کوي.

اوس د جنرال مراد علي مراد په مشرۍ یو پلاوی په سیمه کې د پېښې په څېړنه بوخت دی.

د غزني د قره باغ د ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو لا هم د غزني ښار سره نږدې خیمې وهلي او وايي، که د روانې اونۍ په اوږدو کې دې مسلې ته د حل لار ونه لټول شي، نو دوی به بیا دا لار د ترافیکو پرمخ وتړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.