د عینک د مسو او د امودریا د تېلو او ګازو په اړه له چینايي شرکتونو سره خبرې روانې دي

 

تاند(دوشنبه، د حوت ۲۳ مه) وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د چین او طالبانو د سرچینو په قول ویلي، چین د طالبانو د اسلامي امارت له چارواکو سره د عینک د مسو او د امو سین د حوزې د تېلو او ګازو د استخراج په اړه خبرې پیل کړي دي.

په راپور کې ویل شوي چین د خپلو کمپینو لپاره، چې ځینې یې په کابل کې دفترونه لري، د لا زیاتو امتیازونو د ترلاسه کولو هڅه کوي.

وال ستریټ ژورنال په عین حال کې لیکلي چې ایران هم د افغانستان په لوېدیځ کې د وسپنې د یوه کان د قرارداد د ترلاسه کولو پر سره له طالبانو سره په خبرو بوخت دی او هیله لري چې له طالبانو سره د خپلو ښو اړیکو له کبله به دې هدف ته ورسېږي.

په راپور کې د دغه کان دقیق ځای نه دی یاد شوی خو باور کېږي چې د حاجي ګک د وسپنې کان وي چې مخکې د هغه په اړه هند له افغانستان سره موافقې ته رسېدلی و خو د ناامنۍ له کبله شا ته شو.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو تایید کړې چې له طالبانو سره د عینک د مسو او د امودریا د تېلو او ګازو د استخراج په اړه له طالبانو سره خبرې پیل شوې دي.

ښاغلي یو ویلي، چین له طالبانو څخه د ښو شرایطو او امتیازونو د ترلاسه کولو په لټه کې دی چې چینايي کمپنیو ته پانګونه ګټه وکړي.

دوو چینايی شرکتونو په ۲۰۰۷ او ۲۰۱۱ کلونو کې د عینک د مسو او د امودریا د تېلو او ګازو قرادادونه وکړل خو تر پایه پورې یې کار پیل نه کړ او افغانستان ته د هغو امتیازونو له ورکولو په شا شول چې په پیل کې یې منلي و؛ لکه د رېلګاډي د پټلۍ او د برښناکوټ جوړول.

د طالبانو د کانونو وزیر شهاب الدین دلاور وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي چې اسلامي امارت په افغانستان کې د لوېدیځو کمپنیو پانګونې ته هم لېوال دی.

ده ویلي چې طالبان په دې خاطر چې امریکايی شرکتونه تر چینايي هغو زیاته تجربه لري، امریکايي شرکتونه غوره ګڼي.

د کانونو په چارو کې د افغانستان د حکومت او د امریکا د دفاع وزارت پخوانی سلاکار نیل رګبي وايي، د افغانستان مس په نړۍ کې ساری نه لري، او له همدې کبله چین د افغانستان مسو ته ډېر لېواله دی.

خو چینايي شرکتونه د امریکا د بندیزونو له کبله په افغانستان کې پانګونه نه شي کولی. همدا دلیل دی چې چینايي شرکتونه په ایران کې، چې د امریکا له لوري پرې بندیزونه لګول شوي، پانګونه نه شي کولی.

دي پرنټ خپرونې هم په دې اړه په یوه راپور کې ویلي، د طالبانو حکومت د افغانستان په سترو طبیعي سرچینو کې نړیوالو کمپنیو ته د پانګونې بلنه ورکړې ده، او اوس له مهمو نفوذ لرونکو هیوادونو سره په خبرو بوخت دي.

د خپرونې پر اساس د طالبانو مشران هڅه کوي چې د خپل حکومت د رسمیت پېژندلو په بدل کې له هیوادونو سره د خپلو طبیعي سرچینو پر سر معامله وکړي او په عین حال کې په افغانستان کې د نغدو پیسو د کموالي مخه پرې ونیسي.

له بلې خوا طالبان هیله لري چې د طبیعي زېرمو په وسیله به افغانانو ته کار پیدا کړي او په دې توګه به په هیواد کې مشروعیت ترلاسه کړي.

د خپرونې پر اساس، افغانستان په نړۍ کې د وسپنې څلورمه ستره زېرمه لري او د امریکا د متحدو ایالتونو د جیالوجیکي سروې له مخې، د افغانستان یوازې د وسپنې او مسو ارزښت ۷۰۰ ملیارد ډالرو ته رسېږي.

همداراز افغانستان له بولوویا وروسته په نړۍ کې تر ټولو ډېر لیتیم لري او له همدې کبله ځینې متخصصان د لیتیمو له کبله د افغانستان شتمني د سعودي عربستان له تېلو سره پرتله کوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.