د عبدالرشید دوستم دفتر د الوتکې د مخنیوي خبر رد کړ

 

دآزادی راډیو

د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم دفتر هغه راپورونه ردکړل چې ګواکي ښاغلی دوستم په هغه الوتکه کې و چې د مزارشریف په هوايي ډګرکې نن ورته د کېناستو اجازه ورنه کړل شوه.

دغه دفتر په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې ښاغلی دوستم د ترکیې په انقره کې دی او په څو راتلونکو ورځو کې وطن ته د بېرته راتلو نیت نه لري.

له دې مخکې د حکومت یوې سرچینې د خپل نوم او هویت د نه ښودلو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل، یوه مشکوکه الوتکه چې ګومان کېده د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم به پکې و او غوښتل یې د مزار شریف په هوايي ډګر کې کېنې ورته اجازه ورنه کړل شوه او ترکمنستان ته ولاړه.

بلخوا د بلخ د والي ویاند منیراحمد فرهاد تائید کړه چې یوې الوتکې قصد درلود د بلخ په هوایي ډګرکې کېني خو د تخنیکي ستونزو له امله یې ناسته ونشو کړای او لومړی ترکمنستان او له هغه ځایه ترکیې ته ولاړه.

هغه زیاته کړه چې په دې الوتکه کې ترکان وو چې د یوې پروژې د پرانیستلو لپاره مزارشریف ته راتلل.

پخواني معلومات
یوه باوري سرچینه وايي، یوه مشکوکه الوتکه چې ګومان کېږي د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم په‌کې و او غوښتل یې د مزار شریف په هوايي ډګر کې کېني په ترکمنستان کې ناسته ده.

د حکومت یوې سرچینې د خپل نوم او هویت د نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، افغان چارواکو ته په دې اړه چې دا مشکوکه الوتکه له ترکیې څخه مزار شریف ته روانه شوې خبر رسېدلی و.

د سرچینې په وینا د الوتکې پیلوټ ته وویل شول چې د حقیقت د روښانه کېدو لپاره دې د مزار شریف پر ځای په کابل کې کېني، خو الوتکه کابل ته نه بلکې د ترکمنستان خوا ته ولاړه او کېناسته.

د ښاغلي دوستم د ملي جنبش ګوند سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.