د عامې روغتیا او حج او اوقافو وزارتونه: د اختر په ورځو کې په کورونو کې پاتې شئ

 

دآزادی رائډیو

د افغانستان عامې روغتیا او حج او اوقافو وزارتونو د اختر ورځو کې د قرنطین په مراعت کولو ټینګار کوي.

دواړه وزارتونه ټینګار کوي چې د اختر ورځو کې به ګرځ‌بندیز سخت شي او له خلکو یې وغوښتل چې د اختر درې ورځو کې دې له کورونو نه‌وځي.

د عامې روغتیا وزارت وزیر فېروزالدین فېروز د حج او اوقافو وزارت سره په ګډه ناسته کې چې د کرونا او اختر په اړه جوړه شوې وه، وویل چې د خلکو له‌خوا د قرنطین ماتېدو سره د ‘کووېډ-۱۹’ پېښو شمېر زیات شوی، نو خلک دې د اختر خوشحالۍ خپلو کورونو کې ونمانځي.
ښاغلی فېروز زیاتوي: “غوښتنه او سپارښتنه مې همدا ده چې د اختر درې ورځو کې دې له کورونو نه‌راوځي، په بریالي توګه د روژې میاشتې سرته رسېدو نمانځنه دې خپلو کورونو کې له کورنیو سره وکړي، د ټیلیفون او برېښنایي خدمتونو له لارې د خپلو خپلوانو احوال واخلئ، خو له تګ څخه ډډه وکړئ.”

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت له‌خوا تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس څه د پاڅه زر پېښې ازمویل شوي چې له دې ډلې ۵۴۲یې مثبتې دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویلي په افغانستان کې په ‘کووېډ-۱۹’ اخته کسانو شمېر په ټوله کې ۹،۲۱۶ ته ورسېد، د وزارت د شمېرو له مخې تر دې دمه ۲۰۵ تنه مړه شوي او ۹۹۳ نور له کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

بل‌خوا د افغانستان حج او اوقافو وزارت سرپرست وزیر عبدالحکیم منیب د اختر په لمانځه کې له خلکو وغوښتل چې روغتیایي سپارښتنې مراعت کړي.

ښاغلي منیب د جګړې ښکېلو خواوو هم وغوښتل چې د روژې او اختر لپاره دې اوربند وکړي او بین‌الافغاني خبرې دې ژر تر ژره پیل شي.

د اغلی منیب وايي: “زه په ټولو مخالفینو، افغان حکومت او ښکېلو خواوو غږ کوم چې د روژې میاشتې او د اختر شپې ورځو ته د احترام په خاطر، د خدای د رضا او په خلکو د رحم په خاطر دې اوربند وکړي او بین‌الافغاني خبرې دې پیل کړي.”

د افغانستان عامې روغتیا وزیر هم په دولتي ځواکونو او مخالفینو غږ وکړ چې له روغتونونو او روغتیایي مرکزونو څخه دې د جنګ سنګر په توګه ګټه نه‌اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا وبا خپرېدو سربېره هم ډېری خلکو قرنطین مات کړی، خو حکومت وايي چې د ګرځ‌بندیز د کمولو لپاره‌یې ځانګړې طرحه جوړه کړې چې وروسته له اختره به پلې شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.