د طالبانو یو پلاوی نن کابل ته راځي

 

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین کابل ته د طالبانو د یوه پلاوي د سفر خبر تأییدوي او وايي، دا پلاوی چې ۱۵ غړي لري نن جمعه «۱۳۹۹ کال د وري ۰۸» د کابل پر لور خوځېږي.

ښاغلي شاهین تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو پلاوی به له افغان حکومت سره یوازې د بندیانو د خوشې کولو په اړه له تخنیکي پلوه خبرې وکړي.

ښاغلی شاهین زیاتوي: “زموږ یو پلاوی به بګرام ته ځي څو د هغو بندیانو چې خلاصېږي تصدیق او تأیید وکړي. اسلامي امارت یو ۱۵ کسیز پلاوی ټاکلی چې سبا (جمعه) به د سره صلیب د نړیوالې کمېټې (ICRC) په مرسته د کابل پر لور روان شي. د دې پلاوي دنده تخنیکي او د بندیانو خلاصون دی. دا په هېڅ صورت بین‌الافغاني مذاکرات نه‌دي.”

په همدې حال کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت بالاخره تېره شپه له طالبانو سره د مرکچي پلاوي ترکیب اعلان کړ. دا پلاوی ۲۱ غړي لري او د ملي امنیت پخوانی رئیس معصوم ستانکزی یې مشر دی.

۱. معصوم ستانکزی، د پلاوي په رأس کې
۲. فاطمه ګېلاني
۳. نادر نادري
۴. عبدالمتین بېک
۵. فوزیه کوفي
۶. ضرار احمد مقبل
۷. عبدالهادي ارغندېوال
۸. محمد رسول طالب
۹. حبیبه سرابي
۱۰. داکتر غیرت بهیر
۱۱. محمد حفیظ منصور
۱۲. غلام فاروق مجروح
۱۳. مولوي عنایت‌الله بلیغ
۱۴. باتور دوستم
۱۵. کلیم‌الله نقیبي
۱۶. محمد ناطقي
۱۷. جنرال ایوب انصاري
۱۸. شهلا فرید
۱۹. شریفه زرمتي
۲۰. خالد نور
۲۱. داکتر امین احمدي
خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وویل، بین‌الافغاني خبرې به د ۵۰۰۰ طالب بندیانو له خوشې کېدو وروسته پیل شي. ټاکل شوې وه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې موافقې له مخې بین‌الافغاني خبرې د مارچ په ۱۰مه نېټه پیل شي، خو د بندیانو د خوشې کېدو او د حکومت د مرکچي پلاوي د غوره کولو په بهیر کې د ځنډ له کبله دا خبرې تر اوسه ځنډېدلې دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي دي چې د طالبانو ۱۰۰ بندیان به تر سې شنبې ورځې پورې چې د مارچ ۳۱مه ده په مشروط ډول خوشې شي.

نیول شوي طالبان د کابل په پل چرخي زندان کې
په دې اړه نور:
افغان حکومت ۱۰۰ تنه طالب بندیان په مشروط ډول خوشې کوي
په دې اړه د حکومت او طالبانو ترمنځ د چهارشنبې په ورځ د وېډیو کنفرانس له لارې په دوهمه غونډه کې موافقه وشوه. د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل په یو وېډیويي پیغام کې چې پرون خپور شو وویل، طالبانو منلې چې په نږدې راتلونکي کې په هېواد کې دننه له حکومت سره مستقیمې خبرې وکړي.

ښاغلی فیصل زیاتوي: “په پروني وېډیو کنفرانس کې طالبانو ومنله چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي ترڅو د ولسمشر له فرمان سره سم د بندیانو سن، صحي حالت او د کرونا ویروس پر وړاندې د هغو اسیب‌پذیرۍ ته په کتو وروسته له دې چې طالبان او خپله بندیان دا تضمین ورکړي چې بیا به جګړې ته نه‌راګرځي ۱۰۰ تنه بندیان د مارچ تر پایه پورې د بشري خواخوږۍ له مخې خوشې شي.”

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند هم ومنله چې په لومړي ګام کې به د دوی ۱۰۰ بندیان خلاصېږي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د چهارشنبې په ورځ پر ټویټر په یو بیان کې وویل افغان حکومت او طالبانو موافقه کړې ده چې له دواړو خواوو د بندیانو خوشې کېدل به د مارچ له ۳۱مې نېټې څخه پیلېږي.
U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad

@US4AfghanPeace
1/2
نن د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو د تبادلې دوهمه تخنیکي غونډه بیا د ویډیو کنفرانس له لارې وشوه. دواړو غاړو توافق وکړ چې د بندیانو خلاصون به د دواړو خواو لخوا د مارچ پر ۳۱ پیل شي.

933
5:30 AM – Mar 26, 2020
Twitter Ads info and privacy
146 people are talking about this
ښاغلي خلیل‌زاد په دې برخه کې پرمختګ مثبت بللی دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.