د طالبانو ویندوی وايي، موسیقي ته به اجازه نه وي

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۷) د طالبانو ویندوی له یوه پاکستاني تلویزیون سره په مرکه کې په زغرده وویل چې نور په افغانستان کې موسیقي ته اجازه نه شته.

ذبیح الله مجاهد له جیو نیوز سره په مرکه کې د راتلونکي حکومت، د حامد کرزي او عبدالله د نظربندۍ، القاعده، پاکستاني طالبانو او داعش په شمول د ګڼو موضوعاتو په اړه پوښتنو ته ځوابونه وویل.

ښاغلي مجاهد د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي مصالحې د عالي شورا د پخواني ريیس عبدالله عبدالله د نظربندۍ په اړه خپاره شوي خبرونه رد کړل.

خو دا په داسې حال کې ده چې د دې خبر له خپرېدو وروسته ښاغلیو کرزی او عبدالله، چې مخکې به یې د لیدنو- کتنو تصویرونه په ټولنیزو رسنیو کې خپرېدل، نه دي لیدل شوي.

مجاهد، چې پخوا به یې داعش د افغانستان د حکومت او امریکا له لوري جوړه شوې ډله بلله، هیله څرګنده کړه چې په افغانستان کې د اسلامي حکومت له جوړېدو وروسته به دا ډله له جګړې لاس واخلي.

مجاهد د حکومت په جوړېدو کې د ځنډ دلیل د یوه قوي حکومت لپاره مشورې وبللې خو ویې ویل چې په څو ورځو کې به نوی حکومت اعلان شي.

ده هغه اوازې رد کړې چې ګنې طالبان به په تېرو حکومتونو کې ځینې شاملو څېرو ته په نوي حکومت کې د کار موقع ورکړي.

مجاهد وویل، د نوي حکومت غړي به نوې څېرې وي او چا چې په تېرو شلو کلونو کې کار کړی او ځینې خلک ورڅخه خوابدي دي، په نوي حکومت کې به نه وي. خو مجاهد دا هم وویل چې دا کسان به یو مخ له نظره نه غورځول کېږي، مشورې به ورڅخه اخیستل کېږي او داسې بورډونه به جوړېږي چې دوی به هلته خپلې مشورې وړاندې کوي.

د طالبانو له ویندوی څخه د ملا هیبت الله د اوسېدو د ځای پوښتنه وشوه او ورته وویل شول چې ایا نوموړی په کندهار کې دی، ده وویل«هو، په راتلونکو ورځو کې به ښايي لا وضح شي.»

مجاهد د راتلونکي حکومت د څرنګوالي، د هیبت الله اخوندزاده د دایمي استوګنې او په حکومت کې د هغه د رول په اړه بې خبري وښوده او دا یې هم ونه ویل چې کله به د طالبانو مشر په عام محضر کې ځان ښکاره کړي.

ذبیح الله مجاهد د پاکستاني طالبانو مسله په پاکستان پورې تړلې وبلله.

ده د موسیقۍ په اړه وویل، طالبانو د اسلامي حاکمیت لپاره قربانۍ ورکړي او خدای ورسره په دې خاطر مرسته کړې چې اسلامي احکام عملي کړي، څه چې په اسلام کې نه وي هغه ته اجازه نه ورکوي.

د مجاهد په باور موسیقي د اسلام خلاف ده او خلک باید ناجایزه غوښتنه ونه کړي.

له کله چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د افغانستان تلویزیونونه او راډیوګانې موسیقي نه خپروي.

طالبانو د خپل حکومت په تېره دوره کې هم نه یوازې موسیقي ته اجازه نه ورکوله بلکې ښځې یې نه پرېښودې چې کار وکړي یا زده کړې وکړي. همداراز یې تلویزیونونه ماتول خو دا ځل تلویزیون او د ښځو زده کړې د اسلام خلاف نه بولي.

مجاهد دا هم وویل چې په انترنیټ کې به هم موسیقي او هر هغه څه چې د ده په باور د اسلام خلاف وي، فلټر کړي.

ذبیح الله مجاهد له کابل څخه کندهار ته د پلازمېنې د لېږدولو اوازه رد کړه او د ملي بیرغ په اړه وویل چې په دې هکله به نوی حکومت پرېکړه وکړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.