د طالبانو د قطر د دفتر نوي مشر له امریکا سره د خبرو لپاره د مرکچیانو شمېر زیات کړ
تاند- ټاکل شوې ده چې د فبرورۍ په ۲۵ نېټه د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوی د طالبانو له پلاوي سره خبرې وکړي.
دا پلاوی د طالبانو د قطر د دفتر نوي ريیس ملاعبدالغني برادر ټاکلی دی.
د طالبانو د قطر د دفتر سرچینې وايي چې د دې دفتر نوي مشر ملا عبدالغني برادر له امریکا سره د خبرو لپاره په خپل مرکچي پلاوي کې بدلون راوستی دی.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو د مرکچي پلاوي د نومونو لیست خپور کړی دی.
له زلمي خلیلزاد سره د طالبانو د قطر د خبرو په تېر پړاو کې د طالبانو د مرکچیانو شمېر ۸ تنه وو خو دا ځل طالبانو د خپل پلاوي شمېر ۱۴ تنو ته زیات کړی دی او د هغو په منځ کې انس حقاني هم شامل دی چې د امریکا په تور لیست کې شامل دی.
د مجاهد له لوري په خپور شوي لیست کې دا کسان شامل دي:
۱- د مرکچي پلاوي مشر شېرمحمد عباس ستانکزی
۲- مولوي ضیاالدین مدني
۳- مولوي عبدالسلام حنفي
۴- شهاب الدین دلاور
۵- ملا عبداللطیف منصور
۶- عبدالمنان عمري
۷- امیرخان متقي
۸- ملا محمدفاضل مظلوم
۹- ملا خیرالله خیرخواه
۱۰- مولوي مطیع الحق
۱۱- ملا محمد انس حقاني
۱۲- ملانورالله نوري
۱۳- مولوي محمدنبي عمري
۱۴- ملاعبدالحق وثیق
د تېر ځل د خبرو په پای کې دواړو خواوو په خپلو خبرو کې د پرمختګ زېري ورکړل خو ویې ویل چې هر څه لا په ابتدايي پړاو کې دي.
ګومان کېږي چې دا ځل به طالبان له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو د مهالوېش پر اعلانولو ټینګار وکړي او امریکا به له طالبانو وغواړي چې اوربند وکړي او د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته کښېني.
نظرات بسته شده است.