د طالبانو ترهگره ډله باید په امریکا کې پل کښینږدي – د کانگرس غړي

دامریکا ږغ

وروسته له هغې چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ په کمپ ډیویډ کې د طالبانو له مشرانو او د افغانستان د جمهور رئیس سره د سولې د مذاکراتو د طرحې د فسخه کولو نه پرده پورته کړه، دغه طرحه د امریکا د کانگرس د یو شمیر غړو له سخت غبرگون سره مخامخ شوه.

د امریکا د کانگرس د استازو د مجلس غړي ادم کزینگر، چې په عراق او افغانستان کې یې د امریکا په پوځي ماموریتونو کې دنده ترسره کړې په خپل ټویټر لیکلي: “د یو ترهگر سازمان مشران چې د سپتمبر د ١١ تروریستي بریدونه یې ندي غندلي او خپلو شر اچوونکو اعمالو ته دوام ورکوي هیڅکله باید زمونږ په باعظمته هیواد کې پښه کښینږدي”.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، پرون د سپتمبر په اتمه (وږي ١٧) وویل چې جمهور رئیس ټرمپ د طالبانو له مشرانو سره د سولې د مذاکراتو د فسخه کولو په اړه سم تصمیم نیولی دی.

هغه وویل: “په کمپ ډیویډ کې د طالب مشرانو سره د سولې د مذاکراتو فسخه کول، په افغانستان کې (ددغه) ترهگرې ډلې د بریدونو په دلیل یې سم تصمیم نیولی دی”.

په همدې ډول د امریکا د کانگرس بلې غړې لیز چیني په خپل ټویټر لیکلي دي چې طالبان د القاعده تروریستي ډلې ملاتړي دي.

هغې لیکلي: “کمپ ډیویډ هغه ځای دی چې د امریکا مشرانو د سپتمبر د ١١ د حملې وروسته چې د طالبانو په ملاتړ د القاعده له خوا وشوه او درې زره امریکایان په کې مړه شول، د هغې په وړاندې د متقابل ځواب طرحه جوړه کړه. د طالبانو هیڅ غړی باید هیڅکله هم هلته پل کښینږدي”.

د دموکرات گوند غړي وان کسترو چې جمهوري ریاست ته نوماند دی هم د طالبانو ډله “ترهگره” گڼلې ده.

هغه وویل: “لا هم غواړم پوه شم چې واقعاً، کمپ ډیویډ ته سفر کول طرحه شوي وو. دا ډیره د حیرانتیا خبره ده چې ددې په شان یوه ترهگره ډله کمپ ډیویډ ته وبلل شي.”

کمپ ډیویډ د امریکا د جمهور رئیس تفریح ځای دی چې د مریلند ایالت ته نژدې موقعیت لري او د امریکا د سمندري ځواکونو له خوا اداره کیږي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات د نژدې یو کال راهیسې د قطر په مرکز دوحه کې روان وو.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد تیره اونۍ وویل چې د هغې پلاوي د موافقې یوه مسوده بشپړه کړې چې که جمهور رئیس ټرمپ یې تصویب کړي له مخې به یې د ١٣٥ ورځو په ترڅ کې په افغانستان کې د پنځو پوځي اډو نه پنځه زره امریکایي عسکر ووځي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې ښاغلي خلیلزاد ته ویل شوي چې بیرته امریکا ته راشي.

ښاغلي پمپیو ویلي دي چې که طالبان خپلو بردیونو ته دوام ورکړي پر دغې ډلې باندې به پوځي فشارونه بیا له سره پیل شي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.