د شکایتونو کمیسیون: له وروستي لېست څخه ایستل شوي کسان د ولسي جرګې لپاره د کاندیدېدو چانس نلري

دآزادی راډیو

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ټینکار کوي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو د کاندیدانو فهرست وروستی دی او د بدلېږي.

دې کمیسیون نژدې دوه اونۍ مخکې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د ګډونوالو کاندیدانو له فهرست څخه د ۳۵ کسانو نومونه حذف کړل او ۴۵ نورو کسانو ته یې خبرداری ورکړ چې که پر دوی لګېدلي تورونه سپين نکړي نو نومونه به یې حذف شي.

د دې پرېکړې په وړاندې سمدستي په کابل او ځینو ولایتونو کې اعتراضونه پیل شول چې تراوسه هم روان دي. خو د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون مرستیالې حمیراحقمل آزادۍ راډیو ته وویل چې د دوی پریکړه نه بدلېږي:

“د شکایتونو د کمیسیون تصمیم نهايي دی او حتی کمیسیون په خپله او هېڅ بله مرجع نشي کولای زموږ تصمیم بدل کړي. زه خلکو ته ډاډ ورکوم چې هغه ۴۵ تنه چې د شکایتونو د کمیسیون له خوا اخطار ورکړل شوی هغو به هم حذفېږي. که د انتخاباتو تر ورځې پورې دوی چې د خلکو کوم حقونه ضایع کړي، د خلکو ځمکې یې غصب کړي او د قتل دعوې (قضیې) چې لري که یې حل او فصل نکړي نو په همدې لاره به ځي او حذف کېږي به.”

هغه ۴۵ تنه چې د شکایتونو د کمیسیون له خوا اخطار ورکړل شوی، دعوې (قضیې) چې لري که یې حل او فصل نکړي نو په همدې لاره به ځي او حذف کېږي
له وروستي فهرست څخه پر حذف شويو کاندیدانو د حقوقي دعوو او خپلسرو وسله والو ډلو د لرلو په ګډون بیلابیل تورونه لګول شوي.

د حذف شویو کاندیدانو پلویانو په کابل او یوشمیر ولایتونو کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دفترونو مخې ته د مدني اعتراضونو په نوم غونډې جوړې کړې خو هلته یې د انتخاباتو دواړو کمیسیونونو او حکومت ته ګواښونه وکړل.

دوی ګواښ کاوه چې که د شکایتونو کمیسیون خپله پریکړه بدله نکړي نو دوی به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي او د انتخاباتو د کمیسیونونو دروازې او لویې لارې به بندې کړي.

د حذف شویو کاندیدانو پلویانو په کابل او یوشمیر ولایتونو کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دفترونو مخې ته د مدني اعتراضونو په نوم غونډې جوړې کړې خو هلته یې د انتخاباتو دواړو کمیسیونونو او حکومت ته ګواښونه وکړل
د حذف شویو کاندیدانو پلویانو په کابل او یوشمیر ولایتونو کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دفترونو مخې ته د مدني اعتراضونو په نوم غونډې جوړې کړې خو هلته یې د انتخاباتو دواړو کمیسیونونو او حکومت ته ګواښونه وکړل
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون مرستیاله مېرمن حقمل وايي چې د څو محدودو حذف شویو کسانو پلویانو د ټولو هېوادوالو امنیت له ګواښ سره مخامخ کړی او زیاتوي چې دا اعتراضونه د دوی د پریکړې رښتینولي ثابتوي:

“دوی خلک تهدیدوي، د انتخاباتو ملي پروسه یې له خنډ او خطر سره مخامخ کړې، لارې بندوي، ملکي کارکوونکي خپلو دفترونو ته له تلو محروموي نو دا ډېرښه ثبوت دی د هغو پریکړو لپاره چې د شکایتونو کمیسیون د دوی په برخه کې کړې ده.”

مېرمن حقمل وايي، د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو له فهرست څخه د ۳۵ کسانو نومونه د کمیسیون د صلاحیتونو په رڼا کې او د قانون له احکامو سره سم ایستل شوي.

د افغانستان د انتخاباتو مسوولین وایې، د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو له فهرست څخه د ۳۵ کسانو نومونه د کمیسیون د صلاحیتونو په رڼا کې او د قانون له احکامو سره سم ایستل شوي
د افغانستان د انتخاباتو مسوولین وایې، د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو له فهرست څخه د ۳۵ کسانو نومونه د کمیسیون د صلاحیتونو په رڼا کې او د قانون له احکامو سره سم ایستل شوي
مېرمن حقمل پر افغان حکومت غږ کوي چې د دې زورواکو مخه ونیسي او مرسته وکړي چې انتخابات په خپل وخت ترسره شي.

د افغانستان حکومت او ولسمشر اشرف غني ویلي چې د ولسي جرګې لپاره انتخابات به هرومرو کېږي خو د سیاسي چارو ځینې څارونکي اندېښمن دي چې د میزان د ۲۸مې نېټې د انتخاباتو پر وړاندې پر تخنیکي ستونزو سربیره سیاسي ستونزې هم لږې نه دي او دا وېره شته چې ترسره نشي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.