د سیا سي نهضتوبهیر په افغانستان کي

 

د سیاسي نهضتوبهیر په افغانستان کي
Political Movements in Afghanistn
وېښ ځلمیان
“جوانان بیدار”
( ۳۰ ) برخه:
د قدرت د لیونو(پاچهانو) په کیسو کي چي موږ ته په تاریخ راپیژندل سوېدی، هلته هیڅ داسي مثبت څه نه تر سترګو کیږي چي لوستکونکي دي د هغوی له ښیګنو یا تجریبو څخه د خپل ولس د ژوند د جوړښت او پر مختګ په چارو کي ګټه وا خیستلای سي. د شاهانو (تاریخ ) مو بیله ګټي د غریب ولس په وینو لړلي کیسې دئ. په ټولو هغو کتابونو کي چي پخوایې پر پوښونو لیکل سوي (تاریخ) دولس د ژوند په هکله هیڅ هم پیدا کولای نسی. همدا شامحمود خپل ورور (زمان) څخه سترګي و کښلې، خپل اول وزیر پاینده محمد یې و واژه، ورورسته د هغه د زوی (فتخ )څخه پزه، غوږونه، لاسونه او پښې بند پر بند پرې سول او بیا یې سره ځیني پرې کړي.
له هغه اوله سره دغو په نوم شاهانو د ټول افغان ولس او ډیره د پښتو او پښتنو سره د ښمني وه. ځکه راباندي مقرر سوي له اوله سره د پارس تر اغیزي لاندي وه، ځکه د تیمورشاه مورنۍ ژبه پښتونه وو، د امیردوست محمد مورنۍ ژبه پښتونه وه. طبی ده چي پښتو ژبه په سیاست، دولت او ښارو کي ورکه وه،پښتو یوه ساده کلیوالي ژبه پاته سول. نو کله چي د وېښوځلمیانو نهضت را جوړیدئ، مخالیفو هغه یو پښتون نهضت باله.
په داسي یوه ټولنه او هیواد کي چي داوسیدونکو ۹۷فیصده وګړی ئې د الهی نعمته( لیک او لوسته( څخه محروم ساتل سوي وي، ډوډۍ وه نه لري، داستوګني ځای نه لري، کار، معاش او عاید نه وي، نو هغه لږ لیک لیکونکي به ئې هم غریب خلګ وي، د ژوند د ټولونعمتو به بې برخي وي. د سیاست، جهان او خپلي ټولني پیژندني په برخه کي چي کتا ب نه وي، د سیاسي مبارزی د و د نه وي. د سیاسي خوځښتوجوړه ونه، دهغوی ساتنه او رهبری خورامشکل کار دئ.
بیا دا زموږ او ستاسي په شان ټولنو کي و دغسي خوځښتوته په لومړی سرکي تر ډېره بریده ځوانان په دې مقصد نه شا میلیدل چي دوی دي واقعا خپله ټولنه او په ټولنه کي د ننه پراته رازونه او ټول تضادونه پیژندلي وي. خپل ځان دي ئې دهغوی د شناخت پر اساس مسؤل ګڼلۍ وي څو په هغه معین ځای کي چي ورته اړتیا وي ځانونه ور واچوي. یاد ي یې ستونزي او په مخکي پراته خنډونه، جنجالونه او پرهغوی د بری لاري ښه پیژندلي وي.
د څو غټو ولایتونو د مرکزو څخه سیوا په کلیو او کلیوالي ژوند کي خو د سیاست او مبارزې خبره ډېره وروسته خبره ده . د ځوان نسل د پاره په لومړی سرکي سیاسي بحثونه، مجلسونه، بانډارونه ډېر خوند ورهم وي. زموږ دوطن( مملکت( په سطحه حکومتونو د خلګو دسالمي روزني او بوختیاد پاره هیڅ قدم نه پورته کاوه. په غټو ښارونو کي وېښ و ځوانانو او خلګو کافي وخت درلو دی، لید نی، مجلسونه، ډ ېرمشکل نه وه. ښارونه واړه د خط وهونکو شمیرکم وو، یو د بله سره پیژند نه په همدې لحاظ مشکله نه وه. نو یوشمیر ځوانان د شناخت، ملګرتوب، خپلوي، سمتي، ژبني او ترخپل منځي رقابتو، سیالیو د سرته رسیدو او پوره کیدو په موخه، ځانو نه تر نورو کوم نه ښول، په سیاسي خوځښتو کي ورګډ سول.
ښاغلی اکاډ میسن محمدانور نومیالی یو شمیر ځوانان چي یوه ورځ مبارز بله ورځ مخالف ته د فیشني مبارزینو نوم ورکړی دی. هو دهرحزب د جوړیدو پر وخت حاکم حکومتونه دهغوی پټي شبکې هم ارام نه وي ناست خپل سړی ور داخله وي. نو زموږ په هیواد کي هم کله چي د وېښوځلمو حرکت شکل نیوئ د د غه پورته سوو مشکلاتو سره مخا مخ وو. کله چي خوځښت شکل ونیوئ، پورته کمیو او کمزوریو غلبه وکړل.
ژر او په اسا نه دښمن وکولای سوای دغه خوځښت د ماتیدو و خوا ته ورټیل وهل سوو. د ځینو شا میلو غړو د فکر سره نه سمون، ځینو د ظالمو حکومتونو څخه د بیري، د ځینوځان غوښتنی، سمتی تمایلات، ژبنی تعصبونه، شخصي بد بینی، سلیقی عاد ات او تر ټولو قوي، فکري ایډیالوژیکي احساسات او علاقه مندی وي چي په دې خوځښت کي راټول ځوانان پر جلا لارو سره تیت سول.
راسي وګورو؛:وایی: چي د سیاست کلمه د سا س د کلمې مصد ردی . سیاست د پولیټکس کلمه چي په لومړی سر کي داروپا په اصطلاح پر ښار د حکومت کولو په معنی پوري محدو ده نه ده او په خپله د کلمی په ذات کي لویه او جهان شموله مانا پر ته ده . بل ډول:د سیاست کلمه د سوس د کلمې څخه راغلې ده . چي مانا ئې ا صلاح کول او ښایسته کول دي.
بیا:سیاست:په ارته مانا سره د خلګو د احوالو، اقتصاد، اجتماعي او علمي اصلاح، دهیواد د کارو تنظیم او اداره، او په هغه پوري مربوط د داخلي او بهرنیو اموراتو مراقبت، د فساد او ظلم مخنیوي او په ټولو ساحوکي د عدالت پر ځایولو مانا ورکوي.
سیاست:دهغو تدابیرونوم دی چي دهغو پواسط خلګ یو د بل سره داصلاح او مصلحت پر لور نژدې کوي، فساد او خرابی د منځه وړی. نو بیاسیاست د یوه حساس ګل په شان هم دی، چي د خپلي و دی دپاره یوڅه چټلی انبارته اړتیا حتمی لري. په سیاست کي همیشه ځینی شیان د باکتریا په ډول وي، چي خپل ځانګړی ژوند لري.
سیاست ” د اقتصاد فشرده ده” په رښتیا او حوصله باید ووایو هغه چي غواړي سیاست ته ورګډ سي د د غه پورته خبرو سره باید ځان بلد کړي، او دغه ټکی په سیاسي ژوند کي په پام کي ولري. په او سنی زما نه کي د سیاست میدان ته باید ملاتړلۍ انسان داخل سي.
وېښ ځلمیان د خپل سا زماني جوړښت پر وخت د ډ یرو پرابلمو سره لاس او ګریوان وه. د نن ورځی نه فقط ۷۱کال مخکي دا خوځښت په وجو د راغلی وو. په کي شا مل غړي ئې تر ډ یره وخته ژوندی وه، ځینویی د وېښوځلمیانو د جوړښت په باب خپل یاد اښتونه هم لیکلی دی.
خو د وېښوځلمیانو ټولومخورو په یوه خوله او یوه نظر لیکلني نه دي کړي، مثلا عبدالهاد ي خان او خواخوږی لیکي چي د وېښوځلمیانو او لنۍ خښته په کندهار کي کیښو د ل سوېده. چي محمد رسول پښتون، کاکامحمدانور خان، قاضی بهرام، غلام جیلانی الکوزی، عبدالهاد ی خان توخی، عبدالصمد کاکړ او عبدالخالق واسعی په دې کي برخه لرل.
مګر پوهاند محمد حسن ضمیرصافی، قیام الدین خادم، غلام حسن صافی، صدیق الله رښتین، محمد ګلاب ننګرهاری اوګلپا چا الفت د وېښوځلمو د بنسټ ټاټوبی د ننګرهار زوړ ښار د خادم صاحب کور۱۳۲۵هجری کال د د لومیاشت بولي.
غبار لیکي:په کال۱۹۴۷م یا۱۳۲۶هجری کي یوحزب په ښکار ه توګه د وېښ زلمیانو په نوم په وجو د راغلی. چي لاندي اشخاص ئې عمده تهداب اېښو دونکي او رهبران وه: عبدالروف خان بینوا، ګل پاچاخان الفت، فیض محمد خان انګار، نورمحمد خان تره کی، غلام حسین خان صافی. دوی په کابل، قند هار او ننګرهار کي وه. داو روستی یاد سوی د وه نفره د عبدالمجید زابلی د ډلی وه.
غبار خپله لیکه او ږدوي : محمد رسول پښتون، عبدالشکورخان رشاد، عبدالهاد ی خان توخي، محمدانورخان اڅکزی، قاضي بهرام خان، غلام جیلانی خان، قاضي عبدالصمد خان، فتح محمد خان خټګر، نورمحمد خان قاضي خیل، محمدابراهیم خان خواخوږی، محمد ناصرخان لعل پوري، صوفی ولي محمد خان، اقامحمد خان کرزی، محمد موسی خان شفیق، غلام محمد خان پوپل، محمد طاهرخان صافی، قیام الدین خان خاد م، ارسلان خان سلیمی، نیک محمد خان پکتانی، صدیق الله خان رښتین،عبدالغزیز، عبدالخالق خان واسعی، محمد علی خان، نوراحمد خان شاکر، محمد رسول خان مسلم، محمد حسین خان ریدی، عبدالرزاق خان فراهی، محمد نورخان اعلم، مولوی عبیدالله خان صافی، ګل شاه خان صافی، ظهورالله خان همد رد، محمد شریف خان قاضی، عبدالمنان خان درد مند، اقای ملیا، عبدالصمد خان ویسا، محمد علی بسر کي او نور. په دې توګه اضافه کوي چي او ل منشي ئې بینوا، اخیرعبدالرزاق فراهی وو”. ص۲۹۳ او ۲۴۰ کي.
لیکونکی: وروستی نوم به داسي درست وي محمد علم بڅرکی.
زما په باور ښاغلی شا محمود حصین د وېښوځلمو د خوځښت، جوړښت، او شکل نیوني په باب ډ یره څیړنه کړي او زیات د اول لاس معلومات ئې راغونډ کړي او وړاندی کړي دی. دا په داسي وخت کي چي زیات د خوځښت غړي ژوندی وه. نو ځکه ما ته تر هری بلی لیکني دښاغلي شاه محمود حصین معلومات د قیق ښکاري.
ښاغلی حصین داسي لیکی:”منظمه اساس اېښو دونکې غونډه په کابل کي ترلمړۍ ناسي د وه کاله وروسته ۱۹۴۹م کال کي بیا د نورمحمد تره کي په کورکي جوړېږي. چي داځل د نور محمد تره کي کورد کابل په علاو الدین کي و. د غو لاندي خلګو په مجلس کي ګډون درلو د:
نورمحمد تره کی، عبدالروف بینوا، ګل پاچاالفت، قیام الدین خاد م، صدیق الله رښتین، فیض محمدانګار،محمدارسلان سلیمی، نیک محمد پکتیانی، ګل شاه صافی، پاینده محمد روهیلی، عبدالقدوس پر هیز، محمد ظاهر، نورمحمد پونده، عبدالکریم نزیهی، لعل محمداحمدی، عبدالصمد پتک، غلام رحمان جرار، محمدولی ځلمی، عبدالهادی خوږمن، شاه مراد او ابوالحسن. وېښو ځلمیانو کوم تعین سوی مشر یامنشی نه لري. ټولی چاری د یوه ګډ مدیره هئیت لخوا پر مخ وړلکید ل.
د دی هئیت په ترکیب کي د غه شخصیتونه وه:ښا غلی نورمحمد تره کی، ښاغلی عبدالروف بینوا، ښاغلی قیام الدین خادم او ښاغلی محمدارسلان سلیمی.
نوموړی څلور نفره په د غه شل کسیزه غونډه کي د مدیره هیئت دپاره انتخاب سول.
وېښوځلموخپل اهداف ا او تشکیلاتی جوړښت سمبال کړي. نوهمد غه د وېښوځلمو د حزب د جوړښت، تهداب ایښو دونکي غونډه بللای سو. ” هو خو د به تر دی ناستي مخکی هم څو ځله په کندهار، ننګرهار او کابل کي اشخاصو او افرادو به مجلسونه، بانډارونه، ناستی، پاستی کړي وي.
پرد غه مسله ء به هم خبری سوی وي، دهمدی لیدنو نتیجه وه چي د یوه متشکل حزب د جوړیدو د پاره ئې لاره هواره کړل اهداف ولیکل سول داخبارلرونکي سول چي مخکی ئې نه لرل. پدې ورستیو ورځوکی ښاغلی شامحمو د حصین د یوه افغان دهغی لیکني په رد کي چي د وېښوځلمیانو دناسم پیژندلو هڅه ئې کړي وه په تفصل سره خوله ماتونکي جواب لیکلی وو. او د وېښوځلمیان رښتوني جریان ئې کښلی دی. ما ئې دلیکنی ځینی برخي دلته راوړي دي.
حصین صاجب لیکي : په خفګان سره سته یوشمیر نور لیکوال چي د خپل ذوق یا ځانګړو اړیکو له مخي هڅي کوي چي د وېښو ځلمیانو دغورځنګ ځانګو ننګرهار وښيی او ارواښاد قیام الدین خادم د دغه خوځښت بنسټ ایښو دونکي را وپیژني.
یوشمیر نورو بیاد اسي هڅي هم کړي چي دهغه غورځنګ په مشرانو کي یوه ځانګړی شخصیت ته د قومی پیوند له مخي داسي کیسه جوړه کړي لکه چي همدغه څوک د وېښو ځلمیانو له قافله سلارانو څخه پورته دغورځنګ یواځنی وتلی مشر وي.
دغه شان هڅي تر ډېره غیري مستندي او په شخصي لیوالتیاوو او یا سیاسي اغراضو ولاړي لیکني دي چي له لوستونکو څخه لاره ورکوی او نه پوهیږي چي د وېښو ځلمیانو غورځنګ، څنګه، چیرته او د چا له خوا رامنځ ته شو، مشران ئې څوک او د دغه غورځنګ په تشکیلاتو کي ئې کومی د ندی در لو دلې.
د خواشینۍ ځای دادئ چي دغو لیکوالو تر ډېره یا خپلو ذهنیو اخیستنو او لیوالتیاوو ته لومړیتوب ورکړی او یا ئې هم له داسي آثارو څخه د خپلی خوښی یوڅه را قیچي کړي چي هغه آثار په خپله هم دسختی پوښتنی وړ دي.
زموږ دزمانې دلیکوالو یوه کمزوري داده چي دپردو یا بهرنیو څیړونکو څیړني ورته د حقیقت یواځنی منبع ښکاري. کله چي د یوه بهرني څیړونکي یوه لیکنه و لولي، دوی فکر کوي چي کمال ته رسیدلی،پوخ مطلب ئې ولوستی، دا نو دتیږي نقش دی، په خوشنی سره دا لیکوال ډیر سويدي.
دغه شان لیکوال د خپلو وطنی څیړونکو آثارو دهغه د شهرت له مخي ګوري. دی ته یې پام نسته یا نه کوي چي همدغه خارجیانو او دغو په نوم نامتو څیړونکو دوېښو ځلمیانو دغړو له مړینی وروسته څه لیکلي دي، ښايی له سختو ناروا اړونو سره مخ وي.
دا هم یوه ښکاره فکري ناروغی ده چي زموږ لیکوال د ورځی په نرخ د خپلو فکري، سیاسي، سازمانی یا منفعتی دریځونو له مخي د پیښو اصلی زمان، مکان، او د وختونو امکاناتو او غوښتنو ته نه ورځی بلکي پرون دنن په تیږه تلي. هغه نن چي ډېر څه ئې پردي دي.
که د ګویته دی خبری ته ور وګرځو چي وایې:” له تاریخ څخه زموږډیره باارزښته برخه هغه ده چي په موږ کي یو شور او شوق را وهڅوي”نو دافغانستان دتاریخ رواني ډېري څیړني نه یواځی دا چي کوم شور او شوق نه هڅوي بلکي له بده مرغه د کینې، کرکي، نفرت، او شخصیت وژني تخمونه کري.
دا دهر چا حق دی چي څوک ئې خوښیږی او څوک ئې نه خوښیږي. خو له دی حق څخه داسي ګټه اخیستل چي د خپلي رواني ناروغۍ لپاره دتاریخ مری غوڅی کړي او وینی ئې وڅکی، چي دا یو نه بښوونکي، خطرناکه او ویروونکی کار دی .
د نامتو مؤرخ آرنولد توین بی په خبره: کله چي یومؤرخ د تاریخی پیښوواکمن نه، بلکي دراپورونو دقیچي او سره نښلولوپه کار اخته وي او د میږی په شان دزمان په کنډوالو کي ځغلی او لید ئې هم له میږی څخه پورته نه وي ( نو دتاریخ به څه حال وي( همدغه دنړیوال شهرت درلو دونکي نامتو تاریخ پوه لیکي چي ” زه سخت هغو تاریخ لیکونکو ته خواشینی یم چي فکر کوي له دولتي څانګو څخه لاسته راغلی لاسوندونه دځمکی د پوړیو دپیژندنی په شان دعینیت شاهدان دي”
زموږ ډېر لیکوال او له بده مرغه دټولنیزو واقعیتونو بی شمیره څیړونکي چي د مهاجرت بیکاریوهمدی لوری ته را ټیلوهلی دی، آن ډېری لري زمانی د ورځی په نرخ له خپل سیاسي، سازمانی او آن قومی او سیمه ییز دریځ له مخي په ډېرو ناروغو معیارونو تلي.
له همدې کبله دغه شان لیکونکي یا څیړونکي چي ډېر ئې هیځ ډول مسلکي تومنه هم نه لري له افراد او ځانګړو شخصیتونو سره دتړاو او یا مخالفت په وجه د واقعیتونو په ناروا اړولو سره ټول تیر تاریخ له پښو را ځړوي.
وګوری د وېښو ځلمیانو د وخت یو وتلی غزل ویونکي ارواښاد نوید دهغه وخت دحالاتو څه انځور ورکوي . دی وايي
ملت ما جمله از پیر وجوان
نیست بریک را ویک مسلک روان
تا طرفدارفیو دالیزم یم ما
بی ره وبیکاره وبیماریم ما
نور بیا
د سیاسي نهضتوبهیر په افغانستان کي
Political Movements in Afghanistan
دوهم ځل مشروطیت “غورځنګ” جوړونه.
(۲۷برخه)
په اماني دوره کي د مشروطیت غوښتونکو غوښتني پوره سوې؟
اول: د انګریزانو له ولکې، دلوی افغانستان د یوې برخي ازادول(اوسنی افغانستان).
دوهم: اوسنی افغانستان په نړۍ کي د یو ازاد هیواد په توګه پیژندل.
دریم: په اوسني افغانستان کي د امیر حبیب الله د حکومت هغه د غلامی او وحشت قوانین لري(لغوه) کړه .
څلرم: دښووني او روزني کارته توجو،دښوونځیو پرانستل ،د جرایدو او اخبار خپرول .
پنځم: د مالیاتي نظام جوړښت، په دولتي اداروکي د کار ویش .
شپږم: دلوی جرګې جوړیدنه د ملي شورا دپاره دقوانینو تصویب.
او وم: د کابیني جوړونه د درو قواو تفکیک او د تفتش د ادارې جوړول.
اتم: دپوسته،تلګراف او تلیفون جوړونه .
نهم: د زده کړو دپاره د یو تعداد شاګر دانو خاریج ته لیږنه .
لسم: د اساسي قانون او یوشمیر نورو مقررانو تصویب.
یولسم: د محمد زو امتیازات( پر کور معاشونه) لغوه کول.
د مشروطته غوښتونکو ټولي غوښتني د امان الله خان په واکداری کي تر سره نه سوې، یوې خواته د کار سمه تجریبه نه وه ځکه شاهي نظام په مشروط شاهي نظام بدل نسوه، د شاه په اختیارتو کي کمی رانغی. د امان الله خان په حکومت کي مشروط غوښتونکي کرار کرار له پامه و غورځول سول، غوړما لان، رشوت خواره او نا لایقه په ځانکړې توګه د مور خپلوان پر واک سول. نو کورنیو ستونزو او بهرنیو لاس وهنو لاس سره یو کړی وه. نه یې پریښول چي د مشروط غوښتنکو غوښتني پوره سي…..
یوه خبره خوسمه او ښکاره ده . هغه دا چي دا ځلی د مشروط غوښتنکو په لیکو کي زیا تو خاریجی او کورنیو جاسو سو لاره مند لی وه. د جاسوسو له جملی څخه چي هلته ئې زیات نفوذ کړي ؤ هغه دانګریزانو لخواتر بیه سوی او دهغوی فوځی افسرمحمد ناد رخان ؤ.
بلي اماني دوري نسبت تیرو استبدادي حکومتونو ته ښه ډیري لاسه راوړني هم لرلې. د مطبوعاتي نظامنامې تر راوتلو وروسته په هیواد کي دغه لاندي دولتي اخبارونه “روزنامي”د چاپه راوتي:
۱-امانیه.
۲-حقیت.
۳-افغان.
۴-ابلاغ.
۵-اتحاد مشرق.
د غه لاندي هفته واره “هفته نامی” نشریدی :
۱-اتفاق اسلام.
۲-ارشاد النسوان.
۳-غازی.
۴-ستارهء افغان.
۵-طلوع افغان.
۶-بیدار.
۷-اصلاح.
په د وهفتوکی :
۱-جریده ء مکتب.
هغه نشری چي په میاشت کي یوځل نشرکیدی :
۱-مجموعی عسکریه.
۲-معارف.
۳-اینه عرفان.
۴-مجموعه.
۵-صحیه.
۶-پښتون ږغ.
البته انس یوه ازاده هفته نامه وه چي د ښاغلی غلام محی الدین انیس لخوا نشریدل. داځل هم د ښمنانو د ولس د نه زده کړو څخه بیا ګټه پورته کړل دهغوی مذهبی احساسات ئې د خپلوهغو اجنټانو پواسط چي په د ولت کي د ننه وه راو پاره ول. دهر ډول ښیګڼو او بیداری د سرته رسیدو او عملی تطبیق مخه ئې ډپ کړل.
په دوهمه مرحله کي یوځل بیا مشروطیت غوښتونکي د( افغان ځوانانو) په نوم سره متحد سول، دوهم مشروطیت دلمړي ځل مشروطه غوښتونکو په شان اهداف لرل. داځل : عبدالرحمن خان لو دین، فیض محمد کاتب،غلام محمد میمنه ګي،محمو د طرزي،اسما سیمه طرزي،ملکه ثرایا طرزي،عبدالهاد ي خان داوي، غلام محمد خان غبار، شاه ولیخان دروازي، شجاع الدوله غوربندی،محمدرحیم شیون ضیائې،میرسیدقاسم، غلامحی الدین افغان،بابا عبدالعزیز،کاکا سید احمد لو دین،ماما محمد ابراهیم ساعت ساز، سردار عبدالرحمن(دماګه رحماني)، سردار عبدالحبیب، مولوی عبدالرف خاکي، محمد حسن راقم، دشهزاد امان الله خان په ګډون.
دریم ځل کله په ۱۹۴۷ م کال ګي هغه وخت چي د ظالم سر دار هاشم خان د صدارت دوره ختمه وه دوېښوځلمیانو نهضت جوړ سوو. (۱۹۴۹) م د محصلیونو و اتحاد ې جوړولوته ته لاره هواره سول. کال کي په( ۱۹۵۰) م کال کي د انګار ملي جریده. په( ۱۹۵۱)م کال کي د وطن حزب او د خلګو او ازه حزبونه جوړ سول.
نوټ:- له تاسي سره دې وي چي کافر مي نه کړي ، یو نظر دی ؛ زما په فکر غازي امان الله خان چي اوسني هیواد (افغانستان) ته څه کړي دي، دا ډیر څه دي ، له هغه څخه له دې نه ډیره توقع کول هم یوه اشتباه ګڼم. دوستان دې خدای خفه نه کړي، یوه پوښتنه لرم، هغه داچي کوم استقلال ؟ هغه استقلال چي تر نیمایې زیاته خاوره او تر نیمي ډیر نفوس (وروڼه ) مو تر استعمار لاندي استعمار ګروته خوشي کړل؟ ایا دا به ښه او ګټمنده نه وای چي ټوله خاوره او ولس سره یو مټی پاته وایې ولو که د انګریزانو مستعمره وایې؟ ځکه موږ ولیدل چي انګریزان ډیر ژر ماته سول، هند ازاد او د هند له بدنې یوه ټوټه او د افغانستان له نیمي تني څخه پاکستان جوړ سوو. او د پاکستان څخه بنګال ازاد او مستقیل هیواد سو. لاکین موږ؟ لاد ادی هغسي پر منځ نیم پراته یوو، لا مو له هغه زخمه ویني رواني دي. لا مو زخم جوړ نه سوو.د یوه وجود تنه چي پر منځ نیمه کی نو هره نیمه تنه به هیڅکله هم د ښادي مخ و نه ګوري. نور بیا

د سیاسي نهضتوبهیر په افغانستان کي
Political Movements in Afghanistan
مشروطیت غوښتونکي نهضت
( ۲۵) برخه:
سید مسعو د پوهنیارپه خپل ( ظهورمشروطیت وقربانیان استبداد در افغانستان )کتا ب کي د ډیرو ملی مبارزینو یادونه ژوندي ساتلي دي،د هغوی څخه د یو شمیر مبارزو لنډي سوانح ئې پیداکړي او لیکلي دي. خوبس نه دي.
کتابونه ښي چي د دې سازمان په حلقو کي۳۰۰ درې سوه ځلمي سره راجمع سوي وه. یعني ۱۱۰ یوسل او سل کاله د نن څخه مخکي. هغه هم زموږ په وطن افغانستان کي. فکرکوم هغه وخت به د شاهي دربار څخه وتلي نور خط لوستونکي پاته نه وه چي دې بهیرته ورګډ سوی وای. پدي چی دټول هیواد دوګړو شمیر لسو میلیونو ته نه رسیدئ او خط لو ستونکي نفوس په فیصدي کي نه راتلل. ممکن دټول هیواد په کچه به تر زرو تنو پورته خط لوستونکي موږ نه لرل. چي د یوه مملکت په سطحه داشمیره هیڅ ده.
نوټ:
۱: – محترم سید مسعو د پوهنیار صاحب د خپل ظهور مشروطیت وقربانیان استبداد ر افغانستان په ۶۴صفحه کي د محمدایوب خان پوپلزائې کندهار ي: تر عنوان لاندي لیکي پسر تاج محمد خان پوپلزائی ساکن کوچه یحیی خان بازار کابل در کندهار است. تاج محمد خان مذکر باسردار ایوب خان به ند فرار کرده بعدازچند سال واپس بو وطن مراجعت کرد .
د محترم محمد ناد ر ایوبي کندهاری دیاد اشتونو په حواله؛ ښاغی ایوبي د تاج محمد خان د لمسیانو څخه د ئ هغه داسي لیکي دي:
رښتیاد میوند د دشتي تر فتحي وروسته غازیانو اماده ګي نیول چي کندهار ښارفتحه کي. ځکه د جنګ اصلي مقصد خو د کندهار د ښار ازادول وه، نه د میوند سپیره د ښته. پدغه وخت کي د کندهارښار څخه و سردار محمد ایوب خان ته یوه زړه ښځه راغلل. دغه زړه مکاره جاسوسه ښځه د کندهار د ښاره څخه دامیرعبدالرحمن خان د طرفدارانو او انګریزانو لخواراواستول سول سوې وه. دقیقه معلومه وای ښځي د انګریزانو پیغام سردار محمدایوب خان راوړی وو.
چي انګریزانو درې ورځي مهلت وغوښتئ چي پرکندهار ښا باندي حمله ونه کړی. انګریزان په دغه درو ورځو کي خپله ښار تاسي ته پریږدي. سردارایوب خان د ښځی غوښتنه چي په واقیعت کي د انګریزانو غوښتنه وه ومنل. غازیان ئې پر کندهار ښار باندي د حملې څخه راوګرځول.
د سردار ایوب پر دې هوکړه او له جنګه د غازیانو را ګرځول ټول غازیان خفه سول پرخپل سر هر څوک چي دهر لوري د ازادی او غزا لپاره راغلی وو پر هغه خوا بیرته ولاړل. سردار ایوب خپل هم دایران پر لور وتښتیدی.
د میوند د جنګ د قوماندانانو څخه یوتاج محمد خان و چي پرخپل ګورباندي په غورک کي پا ته ؤ د عبدالرحمن خان قواؤ غوښتل چي تاج محمد خان ګرفتار کړي،څو تاج محمد خان د خپل ورور محمدایوب خان سره یوځای کویټۍ ته وتښتیدئ. تاج محمد خان هیڅ کله بیرته هیواد ته ندي راستون سوی بلکي د کویټی مربوط د پښین په علاقه کي وفات او هلته ښخ سوو. د تاج محمد خان تر مرګ وروسته دتاج محمد خان ورور محمدایوب خان هیواد ته راغلی او دامیر حبیب الله خان په سروشانوکي ئې وظیفه لرل.
لیکونکی: دا هم زموږ د تاریخ د نورو ګونګو نقطو په شان یوه ګونه نقط ده؟ ولي سردار محمد ایوب د ټولو غازیانو د غوښتنو خلاف د میوند په وچه دښت کي جګړه و درول؟ او غازیان یې د کندهار ښار د نیولو څخه راوګرځل؟ د جنګ اصلي هدف خو د کندهار فتحه وه نه د میوند سوزانده د ښتي؟
ولي سردارمحمد ایوب د یوې زړې مکاري ښځي راتګ ته په دونه ارزښت قایل سوو،چي د ټولو غازیانو او شهیدانو ارمانو ته یې شا کړل. ماته یې ومنل،جنګ یې پریښود او له میدانه و تښتیدئ؟
دا پیښه او د شمال څخه دامیر عبدالرحمن خان دراتلو پیښه د انګریزانو او خپلو نوکرانو تر منځ یو شفر نه وو؟ یو ځل انګریزانو د ښځي پلاس و وطن پلو رونکي عبدالرحمن خان خط استولی وه چي راځه پاچا سوې، بیا یې محمد ایوب خان ته د هغوی د کورنۍ دبلي زړه ښځي پر لاس خط ولیږی چي جنګ بس کړه، دا دواړي پیښي یو شان وې او دواړي ښځي د دوی د کورنیوڅخه وې او د انګریزانو جاسوساني وي.
۲:- بیا سید مسعو د پوهنیار په ۲۱۳صفحه کي د محتر م فیض محمدانګار صاحب په باب معلومات لیکلي دي : انګار صاحب ۱۳۵۳-۱۳۵۴کال د کب د میاشتي پر او ومه وفات سوو. تر کمه چي ما انګار صاحب محترم پیژند ئ په ۱۳۵۷ هجری کال کي د میزان د میا شتی په ورستیو کي لا ژوندی ؤ ما په کندهار کي ورسره ملاقات وکی. پس ۱۳۵۳-۱۳۵۴کال کي نه دی وفات سوی.
راځو خپلي خبري ته ،افسوس چي نه یوازی د یوی ناپوهه کورنۍ بلکي د پردو نوکري کورنۍ واک وو، دهغی کورنۍ دهغه وخت مشر شاه حبیب الله(امیر حبیب الله) مستبد واک چلیدی هغه ظالم ټول منور انسانان وځپل. دهیواد پر مختګ خو د علم او پوهي سره کلک تړلی وي چي دا خبره نو د حکومتونو او حاکمه طبقوپه ماهیت پوري اړه لري.
هغه څه چي مبارزې، چټکوي هغه اقتصاد دي پرمختګ او دولس د پوهي د سطحي لوړ والی دئ . په خفګان زموږ په ملک کي د پوهی سره دښمن موږ ناپوو د واک غاصیبوشاهان لرل. ډیر د ازادۍ او د ولس د بیدارۍ تحریکونه راپیدا سوي او جوړ کړل سوي او خفه سوي به وي.
د ولس د کمزوی، نه زده کړو څخه دغو ظالمو د ځان او خپل حاکمیت د ساتلوپه منظور همیشه ناوړه استفاده کړیده. تل ئې په بلاو او یوه چټلو انسان باندي د مذهب کالي اغوستي وي.
وائی په جهان کي د سیاسي پیښی او بد لونونه د یوی خوا، د سید جمال دین افغان د مسلمانانو د یوالی په نوم تحریک، دهندی ښوونکو سره د شاګردانو لیدنی او تماسونه داټولو سره لاس یوکړی. چي سیاسي مبارزی یو سازمانی شکل ونیوی. مرامنامه یا هدف ئې په لیکلی توګه پیداکړی، هد ف ته درسیدواصول ئې وړاندی کړل
پوهنیار سید مسعو د د اولومشروطه غښتونکو شمیر۵۲ تنه.
ښاغلی غلام محمد غباریی شمیر۴۵ تنه.
ښاغلی عبدالحی حبیبی ئې شمیر۴۱ ښو د لی دی .
په کال۱۹۰۶ م ئې اساس د میرسید قاسم په سراچه،شوربازار کي کیښو د ل سوی دی. د لمړی مشروط غوښتونکو د غړو پوره لیست خو نسته مګر یو شمیر چي ئې معلوم دی هغه دا کسان وه :
۱:- مولوی محمد سرورخان واصف الکوزی کندهاري.
۲:- میر سید قاسم خان لغمانی.
۳:- مولوی واسیع کندهاري.
۴:- بابا عبدالعزیز الکوزی کندهاري.
۵:- اخند زاده محمداکبر اسحاق زی کندهاري.
۶:- کاکاسیداحمد لو دین کندهاري.
۷:- سعدالله خان الکوزی کندهاري.
۸:-مولوی عبدالرب کندهاري.
۹:- محمدایوب خان کندهاري.
۱۰:- عبدالرحمن خان کندهاري.
۱۱:- عبدالحبیب خان کندهاري.
۱۲:- عبدالقیوم خان کندهاري.
۱۳:- عبدالرحمن خان کندهاري.
۱۳:- محمدانور بسل کندهاري.
۱۴:- میرزا محمد حسین اڅکزایی.
۱۵:- میرزا محمد حسین راقم.
۱۶:- شیرعلی بارکزی.
۱۷:- محمداسلم خان سیغانی.
۱۸:-محمدولی خان دروازی.
۱۸:- غلامحمد خان رسام.
۱۹:- محمد عثمان پروانی.
۲۰:- محمد عظم برګید .
۲۱:- میرزمان خان بد حشانی.
۲۲:-تاج محمد خان بلوڅ.
۲۳عبدالوهاب کرنیل بلخ.
۲۴:- مولان خان.
۲۵:- جوهرشاه غوربندی .
۲۶:- پا چا میر لوګری.
۲۷:- میرزا عبدارزاق کابلی.
۲۸:- حافظ عبدالقیوم کابلی.
۲۹:- مولوین جف علی. پنچابی
۳۰:- مولوی محمد چراغ. پنچابی
۳۱:-احمد قلی خان قزلباش.
۳۲:- مولوی محمد مظفر خان مروت.
۳۳:- عبدالعزیز لنګری.
۳۴:- محمداکبر یوسفی.
۳۵:- غیا ث الدین خان کابلی.
۳۶:- ملا عبدالحق ارغندیوال.
۳۷:- لعل محمد خان کابلی.
۳۸:- نظام الدین خان ارغندیوال.
۳۹:- منهاج الدین شینواری.
۴۰:- امرالدین هندی مهاجر.
۴۱:- ملوی محمد حسن. پنچابی
۴۲:- ډاکتر عبدالغنی خان پنجابی
۴۳:- شجاع الداله غوربندی .
۴۴:- عبدالحق.
۴۵:- صاحب زاده مجد دی عبدالله.
۴۶:- مولوی غلامحی الدین خان افغان.
۴۷:- فیض محمد کاتب هزاره.
۴۸:- محمدابراهم ساعت ساز.
۴۹:- حبیب الله ظرزی.
۵۰:-محمد عثمان پروانی.
۵۱:- میرزا محمد حسین اڅکزای. پای

د سیاسي نهضتوبهیر په افغانستان کي
Political Movements in Afghanistan
مشروطیت غوښتونکي نهضت
( ۲۴۴) برخه:

نو ګرانو وستانو!
اول: مشروطیت غوښتونکي په افغاني ټولنه کي په رښتیا یو فعال منظم سیاسي خوځښت ؤ. شهیدان یې د افغاني جنبش یا هر سیا سي جوړښت مشترک میراث دئ. دوی او د دوی قربانی او مبارزې دهیرولو نه دي هیله لرم زموږ دوطن راتلونکي نسلونه د دوی پر ژوند او مبارزو ښه څیړني وکړي او یاد یې تل ژوندی وساتي.
دوهم : د دې خوځښت تکړه بنیاد جوړونکي هر یو الله ج بخښلی شهید سرور خان(الکوزی) چي په توپ کي والوزول سوو، او خدای بخښلي د قدر وړ شخصیت سید محمد قاسم خان یا میرصاحب ؤچي د خپلو هم کتاره یارانو سره نژدې (۱۱) یولس کاله په زندان کي وساتل سول.
په خواشینی سره دا جملې لیکم چي ما و نه لیدل څوک، حتا چي زموږ ښو لیکوالو دي هم د نوموړو شهیدانو د قربانۍ ورځ یاده کړې وي. ایا دي یې د هغوی د شهادت د ورځي په ویاړ یو نمانځل غونډه را بللې وي؟ زه وایم بلې د مولوی صاحب سرورخان واصف ا او ملګرو پر ژوند، مبارزو د هغو د یاد ساتلو او پر قاتیلینو یې د نفرت ویلو ورځ باید ولرو. په خفګان سره چي زموږ لیکوال تر او سه هم د دوی یاد نه کوي، پدې چي د فاسدو سلطنتونو پاته شوني کړی به بیا خفه سي. که چیري په دغه شمیره(۴۳) تنه مشروطه غوښتونکو اعدام دقیقه او (۳۸) تنه بندیان سوي وي نو پس ټول لیکوال لیکي چي د اول مشروطه غوښتونکو ټول شمیر(۳۰۰) تنه وو. د فیصدی له مخکي دا خورا لوړ ارقام دي په یوه (300) نفري نهضت کي.
ښاغلو هر یوه،عبدالحی حبیبی،احمد علی کهزاد غلام محمد غبار،فیض محمد کاتب،عبدالحمید مبارز، محمد صدیق فرهنګ، عبدالشکوررشاد ،محمدابراهم عطای، سید مسعو د پوهنیاراو یوشمیر ژوندیو دوستانو مطابق د حالاتو ورباندي لیکني کړیدي دهغوی څخه یادونه یې کړیده. زه څوک نه ملامتوم په رښتیا هم دغه پورته لیکوالو د سلطنتونو له ډاره تر دغه زیات پر دې مبارزینو لیکلای نسوای. نو ځکه دوی یوازي د یوې کیسې (داستان) په شکل دهغوی د نومونو په لیکلو سره اکتفأ کړې ده.
مګرنوی ځوان لیکوال، محقیقنینو او منورینو ته په کار داده چي په تفصل سره د دغو او نورو دقلمونو د څوکو څخه د پاتو رښتینو مبارزینو خاطرات ولیکي، یاد یې ژوندی وساتی. ښه لاره داده چي یوازي دتیرو لیکوالو پر لیکنو تکیه و نه کړي، بلکي د هغو د کورنیو سره په تماس کي سي، دهغو د خولو روایتونه واوري او ممکن خطی نسخې او اسناد پیدا کړي چي تر او سه چاپ سوې نه وي او نه د چا لاسته ورغلي وي.
مطلب مي دادئ چي د وطنپالو مبارزینو (مشروط غوښتونکو) د مبارزو یاد ځوان نسل ته د سیاست په ډګر کي یوه ارزښناکه توښه ده. بیا چي د وخت د مطلقه شاهي کورنۍ هغه ظلمونه او نارواوي چي د ټول ولس په خاصه د مبارزینو په وړاندي یې کړیدي هر اړخیزه و لیکل سي. دا به نو یوه په زړ پوري افغاني تاریخ سي.
پس لا زم ده چي هرکال یا لا اقل په درو کلو کي د (مشروطیت د قربانیانو) په یاد یوه لویه غونډه جوړي کړي. نور نومولوی صاحب سرورخان واصف او ملګرو یې څه کړي وای؟ هغه وخت خو د مبارزې پر مختللۍ او مترقي شعار همدغه د مشروطیت شعارو، تردې اضافه دوی څه کولای نسوای. څه چي یې و کړل هغه، پدې لاره کي د ځانونو قربان کول وه. تر دې زیات یې څه کړي وای چي ستاسي به په یاد کي پا ته وای؟

پدې راز باید ځانونه او ولسونه اګاه او خبر کي چي په کوم سبب د د ونه لویو مبارزینو یاد له پامه غور ځول سوی دئ؟ ښکاره خبره ده چي خائینو واکدارانو او دهغوی پاته شوني خفه کیدل، ځکه د هغوی د یاد په غونډو کي باید دشهیدانو قدرداني او قاتلینو غند نه وشي. چي تر او سه یې هم یاد څوک نه کوي.نوربیا

نور بیا

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.