د سیاسي نهضتوبهیر په افغانستان کي

 

وېښ ځلمیان
“جوانان بیدار”
( ۳۱) برخه
د هري هغي ټولني چي اقتصاد کمزوری وي، مانا د ژوند سطحه ټیټه وي د خلګو د پوهي کچه هم ټیټه وي هر څه په د اقتصاد پوري تړلي دي. د هر هغه هیواد مشرران( پاچهان) چي د پوهي او علمه څخه بې خبره وي، هغو نه دوی بد اخلاقه او ظالمان وي، سر بیره پر دې بدو صفاتو چي لري، د خپل واک د غزولو او ټیګولو لپاره پردو ته د غلامي لاس وږده وي. له پخوا څخه پر افغان خاوره ډیر ځله پاچهانو د پردو په مټ حکومتونه کړې دي، زموږ د هر خوابدي او مرور(شاهزاده ) د پټي او ارامی ځایونه په فارس او یا د انګریز میلمستون وو. ډیر د دوی به په (لودیانه او راولپنډی) کي د انګرانو سره پټیدل،هلته دوی ته د جاسوسی زده کړه(تربیه ) ور کول کیدل، بیا خاریجي افغان د ښمنو پیسې ، وسلې او سړي ور کول د خپل ورور سره بې جنګول، هغه لړی تر دا اوسه زموږ په هیواد کي روانه ده. نو پدغسي حالاتو کي راګیر روڼ اندو ته مبارزه، د داسي لوی او مکار د ښمن په وړاندي طبعي خبره ده مشکلات لري. بیرته مو خبره پر افغان ویښو ځلمیانو ده.
د وېښو ځلمیانو لومړنۍ هڅي ښي وې چي دهیواد له ګوټ ګوټ څخه د بیلابیلو ملي ټولنیزو، استبداد ضد بدلون غوښتونکو اوازونه را پورته شول. دغه اوازونه د دبینوا صاحب په نوښت د یوه کتاب په بڼه چاپ او خپاره شول .
د دغه کتاب نوم هم وېښ ځلمیان و او دڅه ناڅه ۴۳ د وخت د وتلو لیکوالو پښتو او دري مقالی ئې په کي را ټولي کړي وی. ویلای شو چي د لومړی ځل لپاره د لیکنو په دغه درانه ټوک کي د هیواد د ښځینه لیکوالو طرحي او غوښتني هم را پورته شوی.
دا چي کابل دهیواد پایتخت او دهغه وخت د ملی ټولنیزو آګاه شخصیتون د پراخه لیدنی کتنی یو مناسب ټاټوبی و و له همدې کبله د ويښو ځلمیانو لومړۍ ناستي ولاړي او د هغوی د افکارو راڅرګندیدلو او وروسته د دغه خوځښت بنسټ ایښو دونکې کنګره هم په همدې ښار کي را جوړه شوه نه په کندهار، نه په ننګرهار او نه هم په پکتیا ،مزار او یا فاریاب کي.
ښه او منطقي خبره داده چي ووایو دهیواد له ګوټ ګوټ څخه داستبداد ضد دوخت روڼ فکره را پورته شوي په یوه اواز په کابل کي را غوټه شو.
دا خبره هم د یادولو وړ ده چي د وېښو ځلمیانو د خوځښت د مشرتابه ویاړ دغه یا هغه شخصیت ته ورکول ډېره لویه خبره نه ده او تاریخ ته کومه خاصه تومنه نه وربښی، بلکي د سیاسي سازمانی خوځښتونو په بهیر دغه خوځښت او ترسره شوي کړني ئې د تاریخ یو ژوندی فصل جوړوي.
باید په ټولو کي د دغه “ملی د موکراتیک » یا «بورژوا دموکراتیک ” ډوله خوځښت آرمانونو ته وکتل شي. دغه خوځښت په ټول هیواد کي له دري یا څلورسوو څخه زیات غړي نه لرل. په هره سیمه کي دغه خوځښت ته د خپلو ذهنی لیوالتیاوو له مخي مشران او بنسټ ایښو دونکي ټاکل او د خوځښټ ټول ویاړ هغوی ته وربښل د خوځښت ټولنیزی پانګی ته سخت زیان رسوي.
دا هغه خواشینوونکي عادت دی چي موږ بتان تراشو او یا د یوبل چا د حق تر پښو لاندي کولو هڅه کوو، او نه یواځی خپله د خپلي خوښي شخص ته په ګونډو کیږو بلکی تمه لرو چي نور هم زموږ د ناروغو ذهنیتونو تراشل شوو بتانو ته په ګونډو شي.
د پیل خبره مو داده چي د ويشو ځلمیانو استبدادی ضد، بدلون غوښتونکي ملي غورځنګ څنګه او له کومه ځایه راپیل شو، مشران ئې څوک وو او تشکیلاتی جوړښت ئې څنګه بڼه نیولی وه.
د محمد علم بڅر کي د څیړنی او لیکني له مخي هم داسي بریښی چي محمد رسول پښتون څه د پردی شاته پټ پټانه هم درلوده او په دې کار ئې د وېښو ځلمیانو ځوانه برخه ورنه ناراضه هم وه. بڅر کي داهم ښيی چي د”اخوت” په نامه څه هم تر ډېره دپښتون غوښتنه وه.
بڅر کي لیکي “دمحمد رسول پښتون او حاجی خدای دوست کړه وړه په حزب کي د ډیرو غړو دانتقاد وړ وو، ښايی دغه وجه وه چي دوی حزبي کار و بار پټ ساته”وېښ ځلمیان، بڅر کي محمد علم ۵۷ مخ
همدغه لیکوال لیکي: محمد رسول پښتون د”اخوت” دنظر يی غوښتونکي وو او د ګوند د جوړوونکو له ډلی څځه و. زه دپښتون صاحب په حرکاتو او تحریکاتومشتبه وم او دی هم را باندي پوهیده چي زه ئې څارنه کوم.
په دې لحاظ ئې حزبي مسألی له ماپټی ساتلی له ما څه چي له ډېرو کسانو څخه ئې پټي وي چي د دې پټ پټانی په وجه جمعیت کي د کیڼ لاس اړخ پیداشو که دې سلسلې د وام پیدا کړي وای نو یقیناً به جمعیت په ځوان او زاړه سره ویشل شوی وای» همغه اثر ۶۰مخ
محمد علم بڅر کي یوی عجیبی پیښی ته هم اشاره کوي هغه دا چي وايی فضل محمد خان او پروانی نائب الحکومه عبدالغنی خان ګردیزی ورغواړی او دوی ته وايی چي تاسو د واړه ووايی چي موږ ولیدل چي پرون حاجي محمد انور خان اڅکزی او مولوی بهرام دشپی په د وو یادرو بجو د پاکستان له کنسلګرۍ څخه را ووتل. بڅر کي لیکي چي دغه تهمت فضل محمد خان ډېر زورولی و او خپل وجدان ته ملامت او په خپلو کړو پښیمانه و او داخبره ئې خپله رسوا کړه. له دی کیسی څځه ښکاری چي د وېښوځلمیانو دقندهار په ډله کي دغنی خان ګردیزی قلعه بیګی تیره توره ډېره محمد انور خان او قاضی بهرام ته متوجه وه.
محمد ولي ځلمی په خپل اثر”داستبداد او مطلقیت په مقابل کي دځینو افغانانوملی مبارزي” کي لومړی لیکي چی:دغه( وېښ ځلمیان(لومړی یوه فرهنګي او په راوروسته کي یوه سیاسي ټولنه وه» ۲۶۸ مخ.
حکومت د داسي اصلاحي او ملي ټولنو دجوړولو سره علاقه مندی ښکاره کوله . د دغی ټولني مهم غړي وخت او ناوخت در بار او (پاچا( خپل حضورته منل د تقدیرولو او نازولو علاوه ئې په ځینو دولتي او ملی چارو کي مشوره او مرسته ځینی غوښته” .
دوی “دکندهاربرخه ” په یوه د کان کي راټولیدل، رسول پښتون، حبیبي، مولوی حاجي عطامحمد، خدای دوست، محمد علی سترنجباز، دده خواجه حضرتانو رفیع الله آغا، محمد یوسف آغا، قاضی عبدالصمد خان او نور هرکله نه حاضریدل. ” ۲۶۸-۲۶۹ مخونه له دی یادوني وروسته ولي ځلمی دنړیوالو حالاتو او پر افغانستان دهغوی په اغیزو څو لنډی جملی لري او بیا لیکی: “دهیواد یو شمیر ځلمیانو چي د وېښو ځلمیانو په نامه ئې اخبارونو او مجلو کي شهرت درلو د”.
د۱۳۲۷ هه ش کال دجوزاد میاشتی په او ومه د وېښو ځلمیانو دتدارک د کمیسیون دلارښوني له مخي د کندهار، ننګرهار او کابل یو شمیر ادبی او عرفانی ملګرو لکه عبدالروُف بینوا، فیض محمد انګار، نور محمد تره کي، قیام الدین خاد م، صدیق الله ریشتین، ګا پاچا الفت، نیک محمد پکتیانی، محمد ارسلان سلیمی، عبدالقدوس پرهیز، ابوالحسن هزاره، پاینده محمد روهیلي، عطا محمد شیر زوی، محمد طاهرتائب، او ځینو نورو ليکوالانو چي شمیر ئې د وه ویشت تنو ته رسیدی ددارالامان په افشاروکی دعبدالمجید زابلی دنوی پروژی په یوه سالون کي د ماسپښین په د وو بجو دوېښو ځلمیانو دجوړولو(تأسیس( او دبیلا بیلو ولایتونو دنمایندګانو درا ټولولو طرحه وړاندی کړه.
دغی غونډی ته لومړی دري طرحی وړاندی سوې، چي یوه ئې د عبدالرؤف بینوا او نور محمد تره کي، بله ئې دقیام الدین خادم، او دریمه دصدیق الله ریشتین په حمایه وه.
لومړۍ ئې مترقی او عصري،، د وهمه ملي او وطني، دریمی ئې مذهبی او کلتوری رنګ درلو د» ۲۶۹ مخ
د محمد ولي ځلمی له پورته څرګندونو څخه ښکاری چي د ويښو ځلمیانو د خوځښت عمده مرکز کابل او ډېر فعالین او وتلی لیکوال ئې هم په کابل کي وو. همدغه په کابل کي را ټول شوی وتلی مشران په دري ګونو طرحوکی ځان ښيی او په دې برخه کي د محمد رسول پښتون نوم نه تر سترګو کیږي. هغه به د کندهار په کړۍ کي د اوچت نقش درلو دونکي وو، خو د وېښو ځلمیانو د کنګرې په لست کي ئې نوم نه ښکاري. نوربیا

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.