د سیاسي نهضتوبهیر په افغانستان کي

 

عبدالقیوم

(حزب ملي (کلوپ ملی )

یا سرکاري حزب

( ۳۱) برخه

په ۱۳۴۳ هـ، ش کال کي؛ لوی جرګې تر لس ورځنیو ناستو وروسته اساسي قانون تصو یب کړ. په هغه کي د مطبوعاتو د ازادۍ او سیاسي احزابو د جوړېدو ذکر راغلۍ وه. لا اساسي قانون توشیح سوی نه وو چي یو شمېر فعالو روڼ اندو د اخبارونو اجازه په لاس راوړل د هغه په چاپ کولو او وېشلو یې شروع وکړل حتا د سیاسي احزابو په جوړولو یې هم لاس پوري کړئ. د افغان روڼ اندو داسي علاقه، تنده، مینه، له مطبوعاتوو، نشراتواو په سیاست کي ونډي اخیستلو سره شاهي کورنۍ سخته و ډا رول. دا هغه زمانه وه چي د باندنی نړۍ په ښکاره توګه پر دو برخو تقسېم وو.

۱ـ سوسیالیستي، دموکراتیک او د هغوی طرفدار هیوادونه وه.

۲— پانګواله (سرمایه داري) ، مېراثي شاهي او دیکتاتور هیوادونه او د هغوی تر نفوذ یا اثرلاندي هیوادونه وه.

د نړۍ د دغو نظامونو او یا نظامي سیستمونو تر منځ وېش یوازي د حکومتونود شکلی جوړښتونو توپیر نه وه، او نه دا هیوادونه د مذهب او دین له مخي سره یو او جلا وه، بلکي په ژوره توګه هر یو یې د یوه ځانګړي اقتصادي سیستم لرونکي وه. هلته د ثروت د (ګټو او وېش) خبره وه، نو ځکه یې دوی سره ویشلي وه د دوی هرڅه یو د بل په تقابل کي قرار لاره. د دوی دغه تفاوت، دوی دې ته اړ کړي وه چي هر یو د خپل توان تر حده د وروسته پاته هیوادونو په ټولو چارو په خاصه (اقتصادي او سیاسي ) برخوکي لاس وهني وکړي.

د بله لوري د وړو هیوادونو دولتونو او سیاسي حلقو هم نسوای کولاي چي په یوازي سره بېله هیڅ شانته اړیکو لرو دي ژوندي پاته سي، نو په افغانستان کي هم هر نوي خوځښت چي ظهورکاوه، په طبعي توګه هغوی به له یوه د دغو پورته یاد کړل سوو سیستمونو د تجاریبو څخه ګټه اخیستل د هغو په رڼا کي به یې قدم پورته کاوه. هغه وو چي په خپله ټولنه کي دوی دراستي او چپي اړخه ګوندونو په نومونو و نومول سول.

ټولو هغو ګوندونو چي د خپل هیواد ترقی، پرمختګ او بد لون ته یې لمړي توب ورکاوه، هغوی ځانونه دموکرات بلل مګر مقابل لوري دوی د چپو او کمونستانو په نوم تخریبول، یا به یی د هغوی د نفوذ د مخنیوي او کمزوري ساتلو په غرض هم شکله ګوندونه ورته را جوړول، چي خلګو لاره ورکه کړي. او یا یې د دین، مذهب په پوښ کي پیچلي داسي ګوندونه او تنظیمونه جوړول څو د بادارو او واکدارو د ګټو په دفاع کي و دریږي، زموږ په ټولنه کي تاسو هر څه په سترګو ولیدل.

هغو چي پاکه مبارزه کول، د یوې داسي ټولني جوړېد لوته ئې لاره هوارول چي په هغه کي یو انسان و بل انسان ته دغلام او مزدور په سترګه نه، بلکي د خپل ورور په سترګه و ګوري. خود مقابل لوري له خوا به دوی په کفر تورن کېدل. سره له دې چي دغه شعار یو اسلامي شعار وو. نو ازاد مطبوعات هغه وو چي د حکومتي مطبوعاتو په اړخ کي یې خپروني لرلې او پر ورځني، سیاسي، اقتصادي، فرهنګ او ټولنیزو مسئلو سر بېره یې د دولت پرچارواکو انتقادونه کول، په واقیعیت کي دازادو مطبوعاتو هري جرېدې د یوې سیاسي ډلي د ژبي حیثیت لاره.

شاهي کورنۍ د دوی نشرات نه سوای زغملای، هغه وه چي سردار محمد داودخان دا ټول نشرات یو په بل پسي بند، مسئولین او پلویان یې زندانو ته واچول. خپل یو ګوند یې د ملي کلوپ په نوم را و اېستۍ. دغه حرکت محمد صدیق فرهنګ د کلوپ ملي په نوم، غلام محمد غبارد حزب ملي په نوم او محمدابراهیم عطایئ یې هم په کلوپ ملي سره معرفي کوي. د درو واړو خبره یوه ده، درې واړه لیکي: کله چي د ویښوزلمیانو د حزب مخي ته پاچا (محمد ظاهر) او صد راعظم ( شامحمود) و درېدل، د سیاسي فعالیت حق ئې ورسلب کړئ،

د دا نورو را غوړېدلو جرېدو، اخبارونه او ګوندونه او د هغوی د سیاسي فعالیتونو مخه (سردار محمد داود) خان ونیول. دا هغه کلونه دې چي په هلمند ولایت امریکایي کمپنۍ د کجګي پر بند جوړولو کار کاوه، د هلمند پر مرکز لشګر کاه ښهر باندي امریکا یانو کار کاوه، د کابل او کندهار سړک یې جوړوی، روسان په بلخ، شبرغان کي پر کود برق او تفحصاتو، او جلا اباد کي د زیتونو پر فارم باندي کارونه کول، له کندهاره تر هرات او تور غنډي پر سړک په کار لګیاوه. چینایان په پروان کي د کانال او بند په جوړېدو، المانیان په پکتیا ولایت کي، فرانسویان په ټول افغانستان کندني او پلټني کولې.

په دې وخت کي د شاهي کورنۍ اصلي وارثینو(انګریزان) او عربي هیوادونو د خپلو ټنبلو همکارانو غلطیو ته متوجې سول، چي په هیواد کي د ټولو روڼ اندو ټکول، بندي کول د اخبارونو نه شتون هغو افغانستان ته له شرقي او غربي هیوادونو څخه راغلو کاګرو او سیاسي نماینده ګیو ته خوند نه ور کوي. د دوی په کم فکرچي بهرنیان تېر باسي، چي په دې هیواد کي سیاست او سیاسي فعالیتونه سته، یوه داسي کمزوري کار ته یې لاس واچاوه. هغه داسي چي شاهی کورنۍ خپل یو شمېر کمزي ماهرین لکه: سردارمحمد داوو د خان، سردارنعیم خان، مجید زابلی، سردارفیض محمد خان زکریا او علی محمد خان بد خشانی دوی وګمارل چي خپل ځوانان مصروف وساتی او بهرنیان تېرسي..

سردارمحمد داوو د خان چي په دغه وخت کي د ملي د فاع وزیز او د کورنیو چارو وزارت سر ګروپ هم وو د دغه حزب( ملي کلوپ) مشرې په خپله کوله. او د څو نورو په حکومت کي شا میلوغټو چوکیو لرونکو سړو پرلاس یې دغه حزب را جوړکړی. دا چي ولس یې په جوړه ونه کښی برخه نه لرل ویې نه سوای کولای په خلګو کي ځای پیداکړي.

ښاغلئ غلام د ستګېر پنجشېری په دې باب په خپل کتا ب “ ظهور و زوال حزب دموکراتیک خلق” په۱۱۹ص کي لیکی: ” شمس الدین خان مجروح ازطریق صدای امریکا و پروګرام تاریخ شفاهی قرن بیستم (بي بي سي) ، در سال ۱۹۹۸م بوضاحت کامل اعتراف کرد که اورهبرکلوپ ملي بو ده است”.

څنګه چي سردارمحمد داوو د خان د صدارت چوکۍ ترلاسه کړل، نور د حزب کلوپ ملي یا حزب ملي او از چپ سو. باورنه لرم چي د ملي کلوپ مشری دی سردارمحمد داود خان بل چا ته خوشي کړې وي. ځکه سردارمحمد داود خان داسي شخصیت نه وو چي د بل تر مشرۍ لاندي دي په کوم حزب او حرکت کي ولاړ او ملګرۍ سوئ وای. سردار محمد داود خان یو کم سواده مغرور، ځان خوښونکی شهزاده وه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.