د سیاسي نهضتوبهیر په افغانستان کي

 

 

عبدالقیوم معلم
د سیاسي نهضتوبهیر په افغانستان کي
Political Movements in Afghanistan
د افغان ملت ګوند :
1344/17/ حوت(۴۶) برخه:
۱۳۵۸ هـ کال په (۱۱) فرقه کي د افغان ملتیانو له خوا یوه توطیه وسوه.پدې توطیه کي (۱۳) تنه د فرقې د قوماندان په شمول ووژل سول. د شیر زادو د ولسوالی اوسیدونکي ګلاب سید چي ژوندی و نیول سوو، دا کیسه په محبس کي بندیانو ته کوي، دی وایي: زموږ د ټولی قوماندان خلقی ؤ، د بلوک قوماندان مو افغان ملتی، د ټولی قوماندان نه پوهیدی چي هغه له چا سره اړیکي لري. د بلوک قوماندان موږ ته وویل نن موږ یوه سخته وظیفه لرو، باید اماده شئ. نوموړۍ د ټولې قوماندان ته ورغی او ورته ویې ویل: د فرقې قوماندان(والي بحرام الدین ) چیري ځي ماته اجازه راکړه چي یو څومیله وسله د سلاکوټ نه واخلم، داچي دټولی قوماندان پر ده ډیر باور لاره اجازه یې ورکړل.
هغه وو چي د بلوک قوماندان خپل ټول سربازان مسلاح کړل. زه او زما ملګري چی د فرقې د قوماندان په دروازه کي پیرداران وو، موږد فرقې د مخکني قوماندان (یونس خان) د اعتماد وړ کسان وو. بهرام خان فرقې ته خپل د باور کسان نه وه را وستي موږ ټول پر خپل ځای پاته وو، پر موږ یې باور کړی وو. موږ ته د ًقوماندان(بهرام خان) دوژلو وظیفه را کړل سوې وه، ګلاب سید وایي کله چي زه بهرام قوماندان ته ور نژدې سوم دی پکار مصروف وو، چي یې پام سو ویې وویل بچیه خیرت دئ؟ ما ورته بد وویل په کلاشنکوف مي تهدید کړه، نوموړي فوراً وسلې ته لاس کی او په یو ټوپ تر کړکي و غور ځید او خپل د شعبې شاته زهری پوش ته یې د رسیدو تلاښ کاوه چي ما څو مرمی و وېشت او مړ مي کی. نورو ټول افسران چي د ډوډۍ په خونه کي پر ډوډۍ ناست وه ووژل.د ژوند خاطرات محمد اقا شیرزاد ص(۸۰)
لنډه یادونه:
د محمد امین واکمن د پورته لیکني څخه واضح کیږي، د افغان ملت ګوند او غړو یې چي باید مدني او سیاسي مبارزه یې کړې وای، دوی هم د (ای،اس،ای) په ملاتړ کودتا ئې عمل کړېدئ، خلګ یې وژلي دي، ترور یې کړی دئ د ګوند مشر یې دغه وژني او کود تاګاني د ځان لپاره افتخار ګڼي. چي نه باید داسي یې کړي او لیکلي وای. ځکه د جنګ او جګړو دوخت ګرم بازار مخ پر سړېدو دی، دا شان اعمال سرته رسول به هر وخت افتخارات و نه ګڼل سي.
هلته په پیښاور کي یو ځل د حداد او محمد امین واکمن ترمنځ اختلاف زیات سو، محمد امین واکمن ئې د مشرتوبه لیري کي. په ۱۳۶۱ لمریز کي حداد ځان داستقلال د ډلی په نوم اعلان او اخبار ئې راوایستۍ او نوریی مخریبین وبلل.
د غلام محمد فرهاد تر مرګ وروسته یوشمیرمرور، افغان میلتیان وه خان غفارخان ته د پښتنوپه نوم ورغله او دهغه څخه ئې د دوی د یوځایوالی مرسته وغوښتل. غفارخان دوی سره کښینول په ظاهره سره جوړسول، خو دوی د ځان غوښتني په مرض اخته وه. فقط دري میاشتي لاتیری نه وي چي پردروڅانګو سره تقسیم سول.
د حداد، محمد امین واکمن او شمس الهدا په نوم دري جلا ډلی جوړي سوی. یوځل بیا ۱۳۶۸ لمریز کال کي پیرسیداحمد ګیلانی دای، اس، ای په هدایت دغه د افغان ملت سړی د پیښاور د ښاروالی په سر کاري سالون کي افغان ملتیان سره کښینول چي د غی ناستۍ ته یې د دريمي ګوندی کنګرې نوم ورکړی ؤ. هلته یو ځل بیا د شمس الهدا ډلی د دې ناستی او پریکړو مخالفت وکړي.
خو د پیښاور په سالون کي محمد امین واکمن مشر، یوسفزی ئې مرستیال او ستا نه ګل ئې منشي ونومول سول. یو ځل بیا د افغان ملت اخبارخپور سوو. بیا په ۱۳۷۴ لمریز کي د پیښاور په بل سرکاري نشترن سالون کي دوی بله ناسته وکړه چي پد غه غونډه کي پیر سید احمد ګیلاني ، ای، اس، ای او امریکا خپل هد ف تر لاسه کي محمد امین واکمن یې له مشرتوب څخه لیري او د امریکا په بیروت کي روزلی انورالحق “احدی ” یې د افغان ملت د ګوند مشر یوسفزی مرستیال او شیرزاد منشي سول. د افغان ملت ګوند په منځ اختلافات پرڅه وه؟
یو څو نمونې: د لیکونه به یې درسره شریک کړم:
د محمد امین واکمن کتاب ۲۹۳صفحه دا لیک په ۱۳۵۹هـ کال کي استول سوی وو، هغه وخت د دوی تر منځ غلاوي ښي.
ګرانه وروره واکمن صاحب!
((ستا د سیپټمبر د ۲۰ نیټې لیک را ورسید مخکي مي هم یو لیک در استولۍ و، چي اوس به در رسیدلی ويو د محترمي مور له مرګ نه زیات متأثیر شولو………………….
قصه دومره بسیط نه ده یو څوکسو د افغان ملت له؟؟؟نه استفاده وکړه ډېري پیسې یې ووهلې، چي اویا(۷۰) لکه روپۍ (۷۰ لکه پا کستانۍ کلداري) کیږي خلګو په کي قصرونه واخیستل مثلاً رفیع ( ښاغلی حبیب الله رفیع)، په شهرنو کي د نعیم ضیایي کور واخیست څرک د جنرال رؤف باتور موټر، علاوالدین موټر، مجید موټر، شمس میلونر…..
ته هغسي، یوسف زی هندوانې خرڅوي،زه د ریکشې د کرائې د نه درلودلو له امله په کور کي پاته یم…. وجدي سره له ټولو هلو ځلو د لوڼو تنخوا ته ناست دئ او په کویټه کي دئ. ړوند رفیع(حبیب الله رفیع) راغلی د استقلال په اخبار کي یې بیا د ممتاز ترانسپورت او اعتماد، خبره یاده کړه “ګرفتن کور و زدن کر” حال دا چي اعتمادي کمونستانو شهید کړ ممتاز ترانسپورټ ګدایې ګر شو، خور رفیع د شهزاده کور ته ولاړ….
زه مجبور وم، چي د دوی صف بیل کړم او پرې نږدم چي افغان ملت د خلق او پرچم جانشین شي ستا موقف یعني اصولي موقف چي د پخوانۍ عالي شورا غړیتوب او د مؤ سسینو دی هغه شته او څو کنګره (اصولي راځي) عالي شورا هاغه دي، چي وروسته له تلفاتو پینځه تنه پاته دي(واکمن،حداد، یوسف زی، سلطانپوري، زرغونه) بیا هم اکثریت دی او دوه حزبه د افغان ټولنپال ولسواک ګوند، نشراتي اورګان افغان ملت او د افغان ملت ملي مترقي ګوند نشراتي اورګان دی. استقلال اوس که دا کار نه وای شوی زموږ ګوند تللی و، چي تللی و، فعلاً دي پر خدای (ج) سپارم وسلام.
قدرت الله حداد بریالی دې وي افغان ملت ۱۴ اکتوبر ۱۹۸۱)).
نوټ : دوستانو فکر وکړی، ۱۳۵۹لمرېز (1960) م کال کي به په افغانستان کي کوم بل ګوند وو، چي یوازي یو قلم غلا سوې سرمایه، یې(۷۰) لکه پاکستانی کلداري وي؟په هغه وخت کي ۷۰ لکه کلداري ډیره جګه سرمایه وه، دا سرمایه له کومه سول؟ او بیا ګوند له خپلو غلو سره څه معمله وکړل؟ روښانه نه ده. اوس خو دوی بیا سره ملګري او ټول ښاغلي دي.
د افغان ملت ګوند خد متونه چي خپل وطن او ولس ته ئې کړیدی . په رښتیا زما سره یې هیڅ بیلګه نسته که دوستانو ته معلوم ښه دی چي په خبر موکړي.د انورالحق احدی په مشری سره نور افغان ملت ګوند دامریکا د پاره یو خد متګار ګوند بدل سوو ، په المان کي د بن د ګرغیړني ناستي وروسته خو حادی او یو شمیر معلوم افغان ملتیانو ته چي حکومتي واک پلاس ور غلی له هیڅ ډول ناوړه اعمالو یې مخ وا نه ړاوه. د خپل وطن د ګټو په خلاف و دریدل د “د بن” د کنفرانس جوړیدو پر وخت ئې ماهیت ښه ترا معلوم سوو. په ۱۳۸۵ لمریز داځل د کابل د پولیتخنیک د سولی خیمه او دولتی امکانات ئې په خد مت کي وه غونډه وکړه انورالحق احدی مشر سو، پوپل مرستیال، شیرزاد منشی. تاسي دوستان کولای سی د افغان ملت دګوند د مشر انورالحق احدی هغه بیا نیه چي ده د احمد شاه مسعود د مرګ د لمانځنی په غونډه کي کړیده د یو ټوب او فیس بوک دلاری وا وری هیڅ باور به مو رانسی چي یو افغان ځان د ونه ټیټ کړي لکه ده چي کړیدئ. نوربیا

 
د سیاسي نهضتوبهیر په افغانستان کي
Political Movements in Afghanistan
د افغان ملت ګوند :
1344/17/ حوت
(۴۵) برخه:
د افغان ملت ګوند په نشراتو کي راغلي دي چي د کنګرې په لمړۍ ناسته(کنګره) کي سمد ستي د غونډي د برخوالو تر منځ د اخبار پرنوم باندي اختلاف را پیداسو یوه ګروپ د “افغان” نوم خوښاوه، بل ګروپ د “ملت” نوم. تر سخت جنجال وروسته چي یو له خپلي خبری نه او ښتی د واړه سره ګډ د ” د افغان ملت” نوم ئې د اخبار نوم کښیښود چي په روڼ اندو کي دوی تر او سه په د غه نوم یاد یږی.
د افغان ملت اخبارپه ۱۳۴۵ لمریز کال د وری د میاشتي پر(۱۶) نیټه د د فرهاد صاحب د ورور حداد په مدیریت له چاپه راووتی. د اخبار د چاپ په او له ورځ یو شمیر د افغان ملت غړي د خوستی میلتیار په مشری دا ګوند پرایښود. تر دی پیښي وروسته د اخبار د چاپ مسؤلیت و حبیب الله “رفیع” ته وسپارل سوو.
بل ځل لنډ په ۱۳۴۶ لمریز کال په لمړیوکی د خادم صاحب او حفیظ الله عبدالرحمزی په مشری یوشمیرخلګو دا ګوند پریښود.
په ۱۳۴۸ لمریز کال کي هغه وخت چي غلام محمد فرهاد ته د وخت ولسي جرګې ته لاره پیداکړل، فرهاد د ګوندي رهبری د پریکړي خلاف د صدر اعظم نور احمد اعتمادي سره لاس ورکړئ او اعتمادي ته یې مثبته رایه ورکړه. ګوندي رهبری فرهاد ته د خپل دې عمل جزا ورکړه، له مشر توب څه چي ګوند غړي توب یې د یوه کال لپاره په (تعلیق) کي واچاوه.
له دې سره سمدستي د د فاع د وزیر سردار ولي په تحریک د فدامحمد فدایی په مشری یو شمیرسړو د د غه ګوند څخه خپله لاره جلا کړه. او د “ملت” په نوم ئې ځانته جلا ګوند جوړکی.
تردې را وروسته د څه وخت د پاره د افغان ملت ګوند خپه مائوس پا ته سوو. د دوی په لیکنو او نویشتو کي داسي څه نسي پیدا کیدلای چي وضاحت وکړي چي د دوی ( میلتیار خوستي، حفظالله عبدالرحیمزي، خادم صاحب، فدامحمد فدائي) یو په بل پسي له خپلو خواخږو سره ګوند پریښاوه او له ګونده وتل اساسي ستونزه په څه کي وه؟
خو د سردارمحمد داود خان د حکومت پر وخت بیا واکمن، میړنی او یوسفزی ۱۲۵۲ لمریز کال کي د افغان ملت ګوند کړنلاره ولیکل او نشرکړه. په د غه کال کي دوی بیا غلام محمد فرهاد د مشرپه صفت او بختیار د ګوند منشي و نومول سول او جمعاً (۹) نفره د شوراغړی سول.
د لته بیا خبره پیچلې او روښان تیا غواړي، د هغو(۱۵) تنو له جملې څخه خو(خادم صاحب، عبدالرحمزی، خوستی او فدامحمد فدائي) جلأ سول، یوسفزی، میړنی او بختیار خو د اولني ناستی یا رهبری غړي نه وه. پس (۶) نفره نور څخه سول؟
د هغه (۹) نفري رهبری په منځ کي هم ژر په ۱۳۵۳ لمریز کال کي د میړنی په مشری جلا او ځانکړی د مشرتابه کمیټه جوړه سوله چي شمس او زیارمل ئې غړي وه. یو د بل مقابل و درید ل.
هغه درد لا سوړ نه وو چي بله ګډوډی په افغان ملت کي را پیداسول فقیرمحمد بختیار بله درهبری کمیټه جوړه کړل.
هلته یوه بله کمیټه د یوسف میړنی تر مشری لاندي را زرغونه سول چي محمد عثمان، زیارمل، ستا نه ګل، امان الله، محمدانور، عبدالمحمید شمس الهدا ئې غړي وه. په د غه غوڼده کي اختلاف راغی زیارمل، عبدالمحمیداو امان الله د غونډی خفه ووتل.
۱۳۵۷ لمریز کال کي د افغان ملت ګوند په نماینده ګي وجدي، حبیب الله رفیع، هیواد مل د شمس الهدا تر مشری لاندي سر تماسونه لرل. یوه بله پټه حلقه ئې عبدالحمید، محمد نور، جمال رحمن، او پتمن وه.
یوشمیر د افغان ملت لویان پاکستان ته و لاړه ویل کیږي چي (i,s,i) وپیر سیداحمد ګیلانی ته وظیفه ورکړې وه چي د غه ډله سمبال کړي. پیر سید احمد ګیلاني پدې مسلهء کي درې ګټي وکړې، یو د ( I,S,I )‎خوښ ساتل، بل د ورکړو پیسو څخه ناوړ ګټه، دریم یې انورالحق احدي د افغان ملتیانو رهبری ته ورساوه او خپل زوم یې کړئ، کله چي افغان ملت ګوند په پیښاور کي ځای پر ځای سو عملاً د نورو راستو، افراطي، ارتجاعي قووتونو پشان د(i,s,i ) په خدمت کي او د هغوی لپاره یې افغانان وژل، ښوونځی یې نړولې، او د هیواد شتمني یې له منځه وړلې.
که څه چي په ښکاره افغان ملتیان هم د نورو ډلو په شان د (ای،اس،ای) سره خپله همکاري نه مني، خو ښاغلي ډاکتر محمد امین واکمن د خپل کتاب په یوه برخه کي تر دې سر لیک لاندي” په پیښورکي د ګوند بیا تنظیمول”ص (۱۹۹)، موږ (۲۵ ) تنه د عزیز خان په کور کي سره راټول سوو…… فرهاد په کابل او بختیار و فات سوی وو. نو زه یې د ګوند مشر وټاکلم…. خفیه پولیس زما له راتګ څخه پیښاورته خبر سول،…….. د تحقیقاتو لپاره یې سپیشل برانج ته بولم، د څانګي مشر راته وویل، ته له پاکستاني مقاماتو (لیکونکی ای،اس،ای) سره وګوره……. ما شمس هم له ځان سره بوت….. د لوی افسر سره مو خبري وکړ. دغه افسر راته وویل، چي موږ د پاکستان سر او سترګي یوو( لیکونکي ای،اس،ای) او زموږ کار دادی، چي په افغانستان کي کمونستان تخریب کړو………. ددې خبرو نتیجه دا شوه، شمس او نور ملګري چي پخوا پټ ګرځیدل اوس بر الا شول. بیا ملګرو د پیښاور په کبابیانو کي دفتر و نیوه……. بیا نو د نورو تنظمونو په شان افغان ملت هم فعالیت کاوه. په اول سرکي افغان ملت سره هم بشري کومکونه کیدل.”
په ظاهره د د غه د فترمصرف پیرسیداحمد ګیلانی ورکاوه. افغاملیتانو د پیر سیداحمد په جبها تو کي د وطن د خرابی کارونه سرته رسول. د دوی د ادعاپه اساس دوی لیکي چي په ۱۳۵۷ لمریز کال کي دهرات په کودتا کی د دوی لاس وو، ۱۳۵۸ لمریز کال کي د ننګرهارپه اسمارغونډ کی د سیسه چي سر بیره پرزیاتو غیر حزبي افسرانو، حزبیانو، عسکرو او والی پکښی و وژل سول دا دوی خپل د مبارزې افتخارات بولي. د بلخ په نهرین فرقه ترور او وژني، د کابل په ریشخور په فرقه او بالاحصارد سیسی د خپل ګوند افتخارات بولي او نور.
له دوی سره د امریکا، د اروپا د سوسیال د مکرات ګوندونو، پاکستان ( ای، اس، ای) مرستو د پیرسیداحمد ګیلانی پر لاس یو ځل بیا پر پښو ودرول. خو ژر د مادیاتو پرسر د دوی ترمنځ ۱۳۵۹ لمریز کال کي بیا اختلاف راپیدا او محمد امین واکمن ځان د دې ګوند مشر، حداد ئې منشي او شمس د مالی چارو مسؤل سوو.
محمد امین واکمن په خپل اثر”د افغانستان ملي نهضتونه” هلته په (۲۰۵) صفحه کي خپل افتخارات داسي بیانوي” د۱۹۷۹م،۱۳۵۸لمرېز کال د ثور په شپږمه زموږ ملګرو یو پلان جوړ کړ. چي په کابل، ننګرهار، د مزار شریف د دهدادي فرقې او یوشمیر نورو ځایونو کي په یوه وخت کي پاڅون( کودتا) وکړي. په دې باره کي پینځه، شپږ میاشتي کار وشوی وهر څه منظم شول. خو د بې تجربه ګی او تخنیکي وساېلو د نشتوالي له امله پلان په یوه وخت تطبیق نه شو. شمس الهدا د خپلو بې مسؤلیته کارونو له امله، چي هر چاته به یې لیستونه ښودل، چي موږ په عسکري کي دومره ملګري لرو او کودتا کوو، د دې پاڅون د ناکامۍ مسؤل ګڼل کیږي.
یوازي د جلا اباد په فرقه کي پاڅون وشو. چي د دغي فرقې قوماندان او والي بهرام الدین ورد ګ تخمین د پنځه دېرش تنه خلقي منصبداران او درې تنه روسي صاحب منصبان سره و وژل او فرقه و نیول شوه”. لیکونکي : له یوه اړخه کودتا او کودتا یي حکومت غندي مګر د کودتا لپاره خپله ناکامه هڅه بیا د خپل ګوند په افتخاراتو کي شمیري، عجب؟ په بله برخه کي به د فرقې پر د سیسه څه و لیکم.نوربیا
د سیاسي نهضتوبهیر په افغانستان کي
Political Movements in Afghanistan
د افغان ملت ګوند :
1344/17/ حوت
( ۴۴) برخه:
د هیواد د مبارزینو په کتار کي ارواح ښاد غلام محمد “فرهاد”چي په پاپا سره هم خلګو پیژندۍ یو د پاک نیت څښتن مبارز وو. چي په ۱۹۰۱م یا ۱۲۸۰لمرېز کال کي د وردګو ولایت په میدان ښهر کي یې زوکړه سوې وه. په جرمني کي یې د برق په رشته کي زده کړي کړي وي. د کابل ښاروال، د بریښنا رئیس او د ولسي غړئ پاته سوېدئ. په ۱۹۶۶م ۱۳۴۴لمرېز کال کي د ده په تلاښ سر په کابل کي د افغان سوسیال دمکرات ګوند(افغان ملت) ګوند جوړ او دی د دې ګوند رئیس وو. خدای بخښلي فرهاد په ۱۹۸۴ د نومبر د میاشتي پر (۷) نیټه مړ سوو.
د افغان ملت ګوند څنګه جوړ سوو؟ له چا جوړ سوو؟ د خپل شتون په پنځوسو کلونو کي يې ولس ته ګټه رسیدلې ده؟. لیکنه تخریب نه دی، او نه هم کومه ستاینه ده، بلکي یوازي دونه خبره ده چي ځوان نسل زموږ د تیرو سیاسیونو په مبارزو، قربانیو او لاسته را وړنو سم خبر سي.
په( ۱۳۴۳ ) لمریز کال کي چي د اساسي قانون د تصوب لپاره پاچا لویه جرګه را و بلل، د لوی جرګي لخوا د افغانستان د اساسي قانون مسودهء تصویب سوه. په اساسي قانون کي دا منل سوی وه چي افغانان کولای سی د دې قانون په روڼا کي سیاسي فعالیتونه وکړي، ګوندونه جوړکړی، اخبارولری، غونډی جوړی کړي او دخپلو نظریانو اظهار وکړي. بد بختانه شاهي کورنۍ د اساسي قانون دغه بند(ماده) هیڅ کله نه منل.
د لوی جرګې لخواد قانون اساسي د مسودې تر تصویب وروسته یوشمیر منورینو د اخبارونو او مجلو د نشر اجازه تر لاسه کړل، هغو روڼ اندو چي له وختي څخه تیاري لرل هغوی اول سیاسي ګوندونو جوړ کړل او بیا یې د اخبارونو اجازه تر لاسه کړل. د احزابو قانون محمد ظاهر شاه و نه مانه، نو ځکه په رسمي جریده کي خپور نسوو. رښتیا خبره خو داوه چي په افغانستان کي د اخبار، مجلو او سیاسي ګوندونو جوړونه او چلونه یوه نوی او تازه راغوړید لی پدېده وه. خط لوستکونکو ورته ډیر هیله لرل.
دوی وایې چي په (۱۳۴۴) لمریز کال د کب د میاشتي په(۱۷) مه نیټه د سه شنبې په ورځ باندي د کابل ښار په میوند جاده کي هلته چي د ښاغلي خادم صاحب کور وو، موږ یوشمیر افغانان سره دېره سول، ځکه مي د یو شمیر خبره و لیکل چي د برخوالو د نومونو لیست نسم پیدا کولای؟ ځکه دوی (افغان ملتیانو) هغه بشپړ نوم لیست نه دئ خپور کړئ. د دوی له خولې او د دوی د لیکنو له رویه، چي دوی لیکي دي وایي د(۶۲) تنو په یوه ناسته کي د افغان ملت ګوند د جوړیدو پرکړه و سول؟.ښاغلی غلام محمد “فرهاد ” کوم چي د کابل د خلګو په منځ کي ئې نیک شهرت لاره هغه یې د خپل ګوند مشر وټاکه؟. یو شمیرسوالونه دي چي د افغان ملت ګوند د مشرتابه غړي باید ورته جواب و وایي.
په خواشینی سره د دوی په ټولو نشراتو کي ما و نسواي کولای د (۶۲) شخصیتونو نوم لیست پیداکړم. یوازي د دغه لاندي (۱۵) شخصیتونو د نومونو ذکر مي و ولیدی، د پاته (۴۷) تنو څخه د بل کوم کس نوم او یاداوري نه ده سوې، هیڅوک یې نومونه پر خوله نه راوړي.
دغه لاندي سړي را پیژني لکه:
۱ – ښاغلی غلام محمد “فرهاد ” یا”پاپا”
۲ – ښاغلی قیام الدین خادم.
۳ – ښاغلی فدامحمد فدائی.
۴ – ښاغلی حفیظ الله عبدالرحمزی.
۵ – ښاغلی محمد رسول پښتون.
۶ – ښاغلی عبدالله ورد ګ.
۷ – فقیر محمد بختیار.
۸ – ښاغلی محمدامین واکمن.
۹ – ښاغلی محمد صفد ر سالازی.
۱۰ – ښاغلی سردار عتیق.
۱۱ – ښاغلی اقبال ځاځی.
۱۲ – ښاغلی محمد عمر سلطان پور.
۱۳ – ښاغلی عبدالوهاب.
۱۴ – ښاغلی سید مهدی.
۱۵ – ښاغلی حسین ګل ځاځی.
. د افغان ملت له اخبار څخه.
ما ډیر کوښښ و کړي چي د افغان ملت ګوند د اساس ایښودونکي ناستي(غونډي) د ګډون والو نوم لړ پیدا کړم او څه ناڅه د اولي غونډي له پریکړو هم ځان او تاسي خبر کړم. زما د نورو کوښښونو په دوام په کال ۲۰۱۶م د مي د میاشتي پر (۲۸) نیټه د امریکا په ویرجینا ایالت د ښاغلي میر انصاري او ډاکتر ملت مل په مخکي دغه پوښتنه چي ما لرل له ښاغلي محمد امین واکمن سره شریکه کړه؛ واکمن صاحب! ولي ستاسي د ملګرو او ګوند په هیڅ لیکنه(نشراتو) کي د هغو(۴۷) نفرو نومونه، نه دی نشر سوي چي ستاسي د ګوند د جوړیدو په اوله ناسته (کنګره) کي یې برخه لرل؟
که تاسي زما سره مرسته وکړې پدې هکله څه راته ووایې اود هغو شخصیتونو نومونه راته و وایاست چي ستاسي سره د ګوند د جوړېدو په اوله ناست کي وه. په دغه وخت کي چي ما له واکمن صاحب څخه د غه غوښتنه کول، ښاغلي محمد امین واکمن د افغان ملت ګوند افتخاري مشري پر غاړه لرل، او دې د افغان ملت ګوند د اولنی ناستی برخوال د رهبری غړۍ وو. ده زما د سوال جواب را نه کړی، د بل چا نوم یې یاید نه کړی. بیا کله چي مي د ښاغلي واکمن صاحب “دافغانستان ملي نهضتونه”کتاب و لوستی هلته هم زما دغه پوښتنه دغسي لا جوابه پاته سول.
تر هغه وروسته مي دغه لیکنه ښاغلي ته واستول چي په پوره صلاحیت سره کولای سي خپل د نظر وړ څه پکښي و لیکي څو ځوانان له رښتني حالت څخه خبر سي، په خفګان سره دا کار یې و نکړی او راته و یې ویل او وه یې لیکل چي تا خپل وخت ضایع کړی دئ، پدې شرایطو کي د داسي لیکنو خپرول را تلونکي جنبش ته ګټه نه بلکي تاوان رسوي. نو زه پوهه نسوم چي رښتیا لیکل او رښتیا ویل بیا څنګه جنبش ته تاوان رسوي؟
پس پوښتنه پیدا کیږي؛ ولي د هغو (۴۷ ) نفرو چي د افغان ملت ګوند د جوړښت په اوله ناسته کي یې برخه لرل د هغو نومونه یې پټ ساتلي دي؟ ما چي هر څونه هڅه وکړی، د دوی له مشرانو مي وپوښتل، د دوی لیکني ګورم تر پنځلس تنه ډیر مي څوک پیدا نه کړل. په هر صورت. بله خبره چي باید ولیکم هغه دا چي دوی لیکي ” ښاغلی غلام محمد “فرهاد ” چي د کابل په خلګو کي یې نیک شهرت لاره هغه یې د افغان ملت د ګوند مشر و ټاکه”؟.
زه خو داسي فکر کوم چي دا ښه خبره نه ده، چي دوی د”فرهاد” په هلکه لیکلې ده. تر هغه ځایه چي خبر یم دا ښاغلی غلام محمد ” فرهاد” وو، چي دغه ګوند یې جوړ کړه، دغه خلګ یې را ټول کړل، نه دا چي دغو ناستو خلګو غلامحمد “فرهاد” مبارزې ته را بللۍ وي، د هغه د ښو اخلاقو او په خلګو کي د هغه د محبوب توب له امله یې هغه مشر ټاکلی وي.
غلام محمد”فرهاد” په خپل وخت کي یو وتلی شخصیت وو، د هغه په تلاښ او ږغ خلګ را ټول سول. په هر ډول چي وو، فرهاد صاحب د ګوند رئیس، د وه مرستیالان هریو خادم او فدامحمد فدائی، د مشر “فرهاد ” صاحب زوی ئې منشي ونومول سول. په لیکنو، اخبارونو کي دا هم روښانه نه ده چي د فرهاد صاحب مشر توب د هغه د مرستیالانو ټاکنه څنګه تر سره سوېده؟.
انتخابات وسول؟ په څو رایو؟ انتصاب سول څنګه؟ تر ډیره حده زه داسي فکرکووم چي اول خو( ۶۲) نفرو په دې ناسته کي برخه نه لرل او یا به (۴۷) تنه د غونډی څخه هغه دم وتلی او د دوی مخالف به وه، ځکه ئې دوی د نومونو د لیکلو څخه عاجزدی. ترکمه چي افغانان پیژنم که (۴۷) نفرو غونډ ترک کړې وي، هغه بیا کله چپ پاتیدل. پس هر څه چي دي تر دغه (۱۵) نفرو زیات څوک نه دي کښینستلي. دوی کوښښ کوي و ښې چي په اوله ناسته کي ډیرو سړو برخه لرل.
بله د پام وړ او د سوال وړ خبره دا ده چي ښاغلی واکمن یې د خپل کتاب په (۱۶۰) ص کي لیکي” په همدې غونډه کي په دې غور وشو چي د ګوندونو قانون لا نه دی وتلی، خو د مطبوعاتو قانون شته، نو اول باید د نشراتي اورګان لپاره اقدام وشي. ددې کار لپاره د دفتر مسؤلو کسانو په ضرورت او مالي مصارفو بحث وشو. په دغه ورځ( ۱،۲۵۰۰۰) یو لک او پنځه ویشت زره افغانۍ راټولي شوې”.
که چیري دغه خبره پدغه ډول و منو، بیا هم ډیره د تعجب وړ ده، ماشا الله دا دونه ډیري پیسې په (۱۳۴۳) لمرېز کال کي، څنګه د هر چا سره په جیب کي وې، حال دا چي هغه وخت د هیڅ لوړه رتبه لرونکي مامور میاشتنی تنخوا تر ( ۱،۰۰۰تر ۱،۲۰۰) افغانیو لوړ نه وو. که فرض کړو چي هغه (۶۲) تنه ګډون وال هم درست وي، چي په هیڅ صورت یې برخه نه لرل، بیا هم هریوه باید تر(۲،۰۰۰) دوزره افغانو ډیري پیسې هلته اچولي وي، او که د غونډي برخوال همدغه (۱۵) تنه وه نو پدې حساب هر یوه باید(۸،۰۰۰) اته، اته زر افغاني ونډه ور کړې وي، تعجب؟ یوه یې پر عقل نه برابریږي، زما ښه یاد دي چي په هغو کلونو کي یوه بزکر ته خان(فیوډال) د یوه کال له پاره تر(۵۰۰) پنځو سوو افغانو ډیري پیسې د (موک) په نوم نه ور کولې، او د یوه سړي د ورځي مزدوري (۱۰) افغانی وه او په کندهار کي یوکندهاری من غنم هم په (۱۰) افغانی وو، حج ته خلګ په (۱۵) زره افغانیو تلل، د لوړ کور د ښځو غټ ولور(۲۰) افغاني وو، چیري چي کومه ښځه به په شل زره افغانیو ولوره ورکړل سول حتا تر ډیره به په (شل زری) بلل کیدل. نور بیا
د سیاسي نهضتوبهیر په افغانستان کي
Political Movements in Afghanistan
( ۴۳ ) برخه:
ملي غورځنګ یا حزب انقلاب ملی:
د لومړي جمهوریت تاسیس؛ یو ګوندي نظام
سردار محمد داوود خان د ۱۳۵۲ لمریز کال د چنګاښ په ۲۶ مه د یوې سپینې کودتا په ترڅ کې د شاهي نظام ټغر ور ټول او په لومړي ځل یې په افغانستان کې جمهوریت یې تاسیس کړ. عجب جمهوریت؟
مترقي رئیس جمهور سردارمحمد داوود خان د خپلي واکمني په اوله ورځ، پارلمان منحل، اساسي قانون یې باطل، ازادې رسنۍ او سیاسي ګوندونه یې منع اعلان کړل. بیله دې چي خپل توان او د ولس اماده ګی ته لږ پام و کړي په خوب وړي هیواد کي یې د (کودتا) تخم وشندۍ.
دا حزب چي سردار محمد داود خان د خپلي پاچهۍ او کورنۍ د بقا او یو شمیر دولتي کسانو د احساسا تو د کنترول او ولس ته د بازي ورکولو لپاره هغه وخت ایجاد کړي چي ده د شاهي نوم د ولس په ذهنونو کي په جمهوري واړاوه. لوبه خو له وختي څخه راپیل وه، مګر په ښکاره په داسي وخت کي را پیل سول : په دغه شپه ګوره چي ښاغلې محمد ظاهر شاه به د اتیالیا په (ناپل) ښار کي په څه بوخت وو، چي د لته په کابل کي د جولای په ۶(۱۹۷۳م) کال د عراق په سفارت کې د هغه هیواد د ملي ورځي په مناسبت میلمستیا جوړه وه د حکومت وزیران او جنرالان په دې میلمستیا کي سخت نشه او مست وشنګول شول. تر دې مراسیمو ورورسته د شپې لخوا د امریکا د سفیر په کورکي د هغه هیواد له خوا د کابل په سفارت کي د نوي نظامي اتشه د مقررۍ او معرفي میلمستیا وه چي دا مسته او شګوله ډله هلته هم ورغله او نوره هم پسي مسته شوه. په دوی کي جنرال خان محمد او سردارولي هم شامل وو.
په دغه شپه د شپې پر یوه نیمه بجه د سردار محمد داودخان په امر کودتا چي ټولي چاري یې مخکي تنظیم او وظیفې تقسم وي پیل سول. سبا ته ښاغلي سردار محمد داود خان (رئیس جمهور،صدر اعظم، د دفاع وزیر دفاع او بهرنیو چارور وزیر) سوو. دا یې یو بل بد دود پر یښود چي نو نفر پر په یوه وخت پر څلورو (۴) لوړو حکومتي چوکیو هم کار کولای سي. پاچا یوه چوکي نیولي وه؛ خو رئیس جمهور مبارک (څلور).په هیواد کي د سړو کمی وه البته.
ښاغلی خدای بځښلی ا کا ډمیسن محمد ابراهیم عطائی صاحب لیکي: “د سردار محمد داودخان ته خپل د یکتاتورانه مزاج هیڅ اجازه نه ورکوله چي د بل چا نظر واوري او همدا وجه وه چي په اداره کي یې زیاتره هغه کسان ځانته را نژدې کول چي په پټو سترګو د ده اوامر ومني” ص۲۸۳
سردارمحمد داود خان دونه عقده پال شخص وو چي کله خپل د کاکا زوی سر دار ولي یې د هغه د پلار مارشال شاولي خان یا د سردار محمد داود خان مشر کاکا په غوښتنه له زندانه ازد کړئ، بیا یې هم سردار ولي ته داسي وویل:” تاسي به ویل زما مغز پوره دی اوس پوهیږې چي اصلاً ستاسو مغز پودهء ؤ”.
بیا هم عطائې صاحب ۲۸۲ص کي لیکي:”ملي رهبر داود خان ته درې د شخصیت ناروغی ورپیښي وي: لومړی د ((نارسیس)) په ناروغی اخته ؤ چي ځان ډیر لوی په نظر ورتلی، دوهم ((ایګوسانتریک)) ؤ چي ځان یې د عالم مرکز باله او دریم د (( سکزویدschizoid)) ناروغي ورپیښه وه چي د تیرو لسو کالو په انزوا کي درونګراه شوی ؤ اوځیني عقدې ورته پیدا وې”.
په هیواد کي د رئیس جمهور د خپل سریو له امله ورځ تر بلي وضعیت خرابیدی، سر پر سره د دسیسو او کودتا خبرونه خپریدل، که څه چي ملي فوځ ټولي د سیسې شنډولې، داود خان دا هم نه سوای درک کولای چي ټولي د سیسې څوک شنډوي؟ حال دا چي د سردار داود د نظام په خلاف ټولي کودتا ګاني په فوځ کي د ننه خلقي افسرانو شنډولي، مګر سردار محمد داود او ادارې یې د هغو د سیسو په تور خلګ زنداني کیدلو او وژل کیدل.
بیا یې د پرچم سره ډغري وهل شروع کړل، هغه پرچم چي دی یې تر دغه ځایه را رسولی وو، بیله دې چي تدابیر ولري د هغوی له حکومته لیري کول یې شروع کړل، خپلو کړو وعدو ته یې شاه کړل، له کابیني څخه د خپلو نورو ملګرو شړل هم شروع کړل : باختري، فیض محمد، پاچا ګل، حسن شرق. عبدالحمید محتاط یې له نژدې (۳۰) ملګرو سره له هوایي قواوو څخه لیري کړل، د هوای قواوو رئیس ارکان اکبرمقصودي لیري کی، تور خان د کندهار د قول اردو رئیس ارکان یې لیري کړی، پدې ډول یې (۲۵۰) تنه نور فعال افسران له وظیفو څخه لیري کړل. ډیر ولسوالان له وظیفو و شړل سول. د د بیځایه غرور(خود خواهی) له برکته هیڅ چا ده ته مشروره نسوای ورکولای. او نه ده د چا خبره اوریدل.
سر بیره پر کودتا ګانو چي کیدلې، پټ ترورونه او قتلونه ډیر سول، مسولین یې نه معلومیدل دساري په توګه: مجیدکلیاني په شمالي کي ډیر قتلونه کول، د ارایانا پیلوټ انعام الحق ګران په مکرویانو په رڼا ورځ ترور سوو، د پلان وزیر علي احمد (خورم) ترور سوو، شیر اغا د سیمنتو رئیس په خپل کورکي ترور سوو. یوازي عبدالمجید کلکانی و نیول سوو. په دې پسي په قعله زمانخان کي له یوه غاره څخه د پنځه سوو(500) مړو جسدونه پیداسول، په عدلي طب کي څرګنده سول چي دا ټول په وهلو او ډبه ولو وژل سوېدي. ص ۲۹۱
سردار محمد داود خان په خپل یوه فرمان سره پسله څلورو کالو حکومت کولو په ۱۹۷۶م ۱۳۵۵لمرېز کال کي د اساسي قانون دتسوید هیأت وټاکه، د مسودې د تصویب لپاره یې خپل د خوښي سړي را و بلل او د لوی جرګي نوم یې ورکړي، په هغو یې قانون تصویب او ځان یې له سره رئیس جمهور کی. اساسي قانون هم یو سر در ګمه قانون وو،چي نه د قواو تفکیک معلوم وو او نه هم د بیان، لیکني او عقیدې د ازادی په کښي ذکر سوی وو.
. په نوي اساسي قانون کې یو ګوندي نظام لا هم تصویب شو او یوازې د (ملي غورځنګ) په نوم ګوند ته چي یو دولتي ګوند و، د فعالیت اجازه ورکړل شوه.
د اساسي قانون په ۴۰ تمه ماده کې راغلي وو:« د افغانستان د خلکو د سیاسي روزنې او اجتماعي غوښتنو د څرګندولو په منظور تر هغه وخته پورې چې دا هیلې ترسره کیږي او طبیعي ودې ته رسیږي، په هیواد کې به یوازي د ملي انقلاب د ګوند (ملي غورځنګ) په مشرۍ کوم چې د ۱۳۵۲ لمرېزکال د چنګاښ د ۲۶ مې نیټې د مترقي او ولسي انقلاب بنسټ ایښودونکی او مخکښ ګوند دئ، یوازې به دغه یو ګوندي سیستم واکمن وي.
هغه وو چي د جزا قانون یې نافذ او پر ټولو سیاسي فعالیتو یې بندیز و لګاوه، خپل حزب یې د(دملي غورځنګ ) په نوم جوړ کړی. چي یو شمیرمحدودو سړو په حکومت کي شا ملو، چاپلو سو ورته لاسونه وه (وخرپول)، مګرعامو ولسونو، نهضتونو اولږ په سیاست اګاهو شخصیتو نو ورته چندان اهمیت ورنکړ. یو څومیاشتی په دولتي د ستګاه کي د ننه څه تبلیغات ورته وسول اهسته، اهسته ئې ټغر مخ پر ټولیدو ؤ. نور بیا

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.