د سیاسي نهضتوبهیر په افغانستان کي ( ۴۳ ) برخه:

 

 

عبدالقیوم
د سیاسي نهضتوبهیر په افغانستان کي
( ۴۳ ) برخه:
ملي غورځنګ یا حزب انقلاب ملی:
د لومړي جمهوریت تاسیس؛ یو ګوندي نظام
سردار محمد داوود خان د ۱۳۵۲ لمریز کال د چنګاښ په ۲۶ مه د یوې سپینې کودتا په ترڅ کې د شاهي نظام ټغر ور ټول او په لومړي ځل یې په افغانستان کې جمهوریت یې تاسیس کړ. عجب جمهوریت؟
مترقي رئیس جمهور سردارمحمد داوود خان د خپلي واکمني په اوله ورځ، پارلمان منحل، اساسي قانون یې باطل، ازادې رسنۍ او سیاسي ګوندونه یې منع اعلان کړل. بیله دې چي خپل توان او د ولس اماده ګی ته لږ پام و کړي په خوب وړي هیواد کي یې د (کودتا) تخم وشندۍ.
دا حزب چي سردار محمد داود خان د خپلي پاچهۍ او کورنۍ د بقا او یو شمیر دولتي کسانو د احساسا تو د کنترول او ولس ته د بازي ورکولو لپاره هغه وخت ایجاد کړي چي ده د شاهي نوم د ولس په ذهنونو کي په جمهوري واړاوه. لوبه خو له وختي څخه راپیل وه، مګر په ښکاره په داسي وخت کي را پیل سول : په دغه شپه ګوره چي ښاغلې محمد ظاهر شاه به د اتیالیا په (ناپل) ښار کي په څه بوخت وو، چي د لته په کابل کي د جولای په ۶(۱۹۷۳م) کال د عراق په سفارت کې د هغه هیواد د ملي ورځي په مناسبت میلمستیا جوړه وه د حکومت وزیران او جنرالان په دې میلمستیا کي سخت نشه او مست وشنګول شول. تر دې مراسیمو ورورسته د شپې لخوا د امریکا د سفیر په کورکي د هغه هیواد له خوا د کابل په سفارت کي د نوي نظامي اتشه د مقررۍ او معرفي میلمستیا وه چي دا مسته او شګوله ډله هلته هم ورغله او نوره هم پسي مسته شوه. په دوی کي جنرال خان محمد او سردارولي هم شامل وو.
په دغه شپه د شپې پر یوه نیمه بجه د سردار محمد داودخان په امر کودتا چي ټولي چاري یې مخکي تنظیم او وظیفې تقسم وي پیل سول. سبا ته ښاغلي سردار محمد داود خان (رئیس جمهور،صدر اعظم، د دفاع وزیر دفاع او بهرنیو چارور وزیر) سوو. دا یې یو بل بد دود پر یښود چي نو نفر پر په یوه وخت پر څلورو (۴) لوړو حکومتي چوکیو هم کار کولای سي. پاچا یوه چوکي نیولي وه؛ خو رئیس جمهور مبارک (څلور).په هیواد کي د سړو کمی وه البته.
ښاغلی خدای بځښلی ا کا ډمیسن محمد ابراهیم عطائی صاحب لیکي: “د سردار محمد داودخان ته خپل د یکتاتورانه مزاج هیڅ اجازه نه ورکوله چي د بل چا نظر واوري او همدا وجه وه چي په اداره کي یې زیاتره هغه کسان ځانته را نژدې کول چي په پټو سترګو د ده اوامر ومني” ص۲۸۳
سردارمحمد داود خان دونه عقده پال شخص وو چي کله خپل د کاکا زوی سر دار ولي یې د هغه د پلار مارشال شاولي خان یا د سردار محمد داود خان مشر کاکا په غوښتنه له زندانه ازد کړئ، بیا یې هم سردار ولي ته داسي وویل:” تاسي به ویل زما مغز پوره دی اوس پوهیږې چي اصلاً ستاسو مغز پودهء ؤ”.
بیا هم عطائې صاحب ۲۸۲ص کي لیکي:”ملي رهبر داود خان ته درې د شخصیت ناروغی ورپیښي وي: لومړی د ((نارسیس)) په ناروغی اخته ؤ چي ځان ډیر لوی په نظر ورتلی، دوهم ((ایګوسانتریک)) ؤ چي ځان یې د عالم مرکز باله او دریم د (( سکزویدschizoid)) ناروغي ورپیښه وه چي د تیرو لسو کالو په انزوا کي درونګراه شوی ؤ اوځیني عقدې ورته پیدا وې”.
په هیواد کي د رئیس جمهور د خپل سریو له امله ورځ تر بلي وضعیت خرابیدی، سر پر سره د دسیسو او کودتا خبرونه خپریدل، که څه چي ملي فوځ ټولي د سیسې شنډولې، داود خان دا هم نه سوای درک کولای چي ټولي د سیسې څوک شنډوي؟ حال دا چي د سردار داود د نظام په خلاف ټولي کودتا ګاني په فوځ کي د ننه خلقي افسرانو شنډولي، مګر سردار محمد داود او ادارې یې د هغو د سیسو په تور خلګ زنداني کیدلو او وژل کیدل.
بیا یې د پرچم سره ډغري وهل شروع کړل، هغه پرچم چي دی یې تر دغه ځایه را رسولی وو، بیله دې چي تدابیر ولري د هغوی له حکومته لیري کول یې شروع کړل، خپلو کړو وعدو ته یې شاه کړل، له کابیني څخه د خپلو نورو ملګرو شړل هم شروع کړل : باختري، فیض محمد، پاچا ګل، حسن شرق. عبدالحمید محتاط یې له نژدې (۳۰) ملګرو سره له هوایي قواوو څخه لیري کړل، د هوای قواوو رئیس ارکان اکبرمقصودي لیري کی، تور خان د کندهار د قول اردو رئیس ارکان یې لیري کړی، پدې ډول یې (۲۵۰) تنه نور فعال افسران له وظیفو څخه لیري کړل. ډیر ولسوالان له وظیفو و شړل سول. د د بیځایه غرور(خود خواهی) له برکته هیڅ چا ده ته مشروره نسوای ورکولای. او نه ده د چا خبره اوریدل.
سر بیره پر کودتا ګانو چي کیدلې، پټ ترورونه او قتلونه ډیر سول، مسولین یې نه معلومیدل دساري په توګه: مجیدکلیاني په شمالي کي ډیر قتلونه کول، د ارایانا پیلوټ انعام الحق ګران په مکرویانو په رڼا ورځ ترور سوو، د پلان وزیر علي احمد (خورم) ترور سوو، شیر اغا د سیمنتو رئیس په خپل کورکي ترور سوو. یوازي عبدالمجید کلکانی و نیول سوو. په دې پسي په قعله زمانخان کي له یوه غاره څخه د پنځه سوو(500) مړو جسدونه پیداسول، په عدلي طب کي څرګنده سول چي دا ټول په وهلو او ډبه ولو وژل سوېدي. ص ۲۹۱
سردار محمد داود خان په خپل یوه فرمان سره پسله څلورو کالو حکومت کولو په ۱۹۷۶م ۱۳۵۵لمرېز کال کي د اساسي قانون دتسوید هیأت وټاکه، د مسودې د تصویب لپاره یې خپل د خوښي سړي را و بلل او د لوی جرګي نوم یې ورکړي، په هغو یې قانون تصویب او ځان یې له سره رئیس جمهور کی. اساسي قانون هم یو سر در ګمه قانون وو،چي نه د قواو تفکیک معلوم وو او نه هم د بیان، لیکني او عقیدې د ازادی په کښي ذکر سوی وو.
. په نوي اساسي قانون کې یو ګوندي نظام لا هم تصویب شو او یوازې د (ملي غورځنګ) په نوم ګوند ته چي یو دولتي ګوند و، د فعالیت اجازه ورکړل شوه.
د اساسي قانون په ۴۰ تمه ماده کې راغلي وو:« د افغانستان د خلکو د سیاسي روزنې او اجتماعي غوښتنو د څرګندولو په منظور تر هغه وخته پورې چې دا هیلې ترسره کیږي او طبیعي ودې ته رسیږي، په هیواد کې به یوازي د ملي انقلاب د ګوند (ملي غورځنګ) په مشرۍ کوم چې د ۱۳۵۲ لمرېزکال د چنګاښ د ۲۶ مې نیټې د مترقي او ولسي انقلاب بنسټ ایښودونکی او مخکښ ګوند دئ، یوازې به دغه یو ګوندي سیستم واکمن وي.
هغه وو چي د جزا قانون یې نافذ او پر ټولو سیاسي فعالیتو یې بندیز و لګاوه، خپل حزب یې د(دملي غورځنګ ) په نوم جوړ کړی. چي یو شمیرمحدودو سړو په حکومت کي شا ملو، چاپلو سو ورته لاسونه وه (وخرپول)، مګرعامو ولسونو، نهضتونو اولږ په سیاست اګاهو شخصیتو نو ورته چندان اهمیت ورنکړ. یو څومیاشتی په دولتي د ستګاه کي د ننه څه تبلیغات ورته وسول اهسته، اهسته ئې ټغر مخ پر ټولیدو ؤ. نور بیا

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.