د سولې ولسي کاروان وايي طالبانو یې غوښتنې رد کړي

 

دآزادی راډیو

د سولې لپاره د ولسي حرکت غړي وايي چې له دری ورځني ضرب الاجل په پوره کېدو سره وسله والو طالبانو د سولې او اوربند په تړاو د ولس غوښتنې رد کړې دي.

د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل د ولس د غوښتنو او د حکومت لخوا د دوی د وړاندیزونو تر منل کېدلو وروسته له وسله والو طالبانو هم دا هیله کېده چې خپل دریځ به نرم کړي.

خو دی وايي، طالبانو دوی ته په استول شوي خصوصي پیغام کې پر خپل پخواني دریځ چې هغه له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتل دي ټینګار کړی دی.
نوموړي زیاته کړه:

“ولس طالبانو ته دری ورځې وخت ورکړی و چې دوی د افغان حکومت اوربند ته ځواب ورکړي او دوی هم د حکومت په څير د اوربند پرېکړه وکړي، خو له بده مرغه موږ نن په خصوصي توګه منفي پیغام تر لاسه کړ، په ټوله کې د دوی خبرې هماغه زړې دي دوی ولس په مخ وواهه او د ولس هیلې یي کم رنګه کړې.”

ښاغلی وطندوست وايي، د طالبانو دریځ که څه هم خواشیني کړي، خو د سولې لپاره ولسي حرکت به خپلې هڅې جاري ساتي.

دی وايي، دواړو خواوو ته جګړه استخباراتي شوي نو ځکه سبا د پاکستان، ایران، امریکا، روسيي سفارتونو او د ملګرو ملتونو د دفتر پر وړاندې په دې هدف د تحصن خېمې دروي چې په افغانستان کې له لاسوهنو لاس واخلي.

له دې وړاندې دغه حرکت له ولسمشر غني نه د روغې جوړې او سولې په تړاو ځينې غوښتنې کړي وې چې د حرکت د غړو په وینا حکومت منلي دي.

وسله والو طالبانو د سولې د ولسي حرکت د غوښتنو او د ضرب الاجل د پوره کېدو په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د سولې ولسي کاروان اوونۍ وړاندې له هلمنده کابل ته د سولې له پیغام سره پلي راغی او اوس یي په کابل کې شمېر په ډېرېدو دی.

د هلمند د سولې ولسي حرکت د سولې غږ تر کابله رسوي

له دې سره له پېښور نه د افغان کډوالو یوه ډله د سولې له شعارونو سره کابل ته را روانه ده چې دا مهال په لغمان کې ده.

د دغو حرکتونو تر څنګ په پکتیکا، لښکرګاه، کندهار او ځينو نورو ولایتونو کې هم خلکو د غونډو او جرګو له لارې د سولې لپاره هڅې تېزې کړې دي.

د سیاسي چارو څېړونکی شهزاده مسعود د سولې لپاره وروستي حرکتونه او هڅې بې ساري بولي وايي چې دا باید لا ملي او پراخې شي.

دی وايي، که له بیا بیا ټینګار سره هم په جګړه کې ښکېل هر یو اړخ د ولس، جرګو او خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايي له زوال سره مخ شي
​”اوس په کار دا ده چې دولت او د دولت مخالفین د افغانستان ملت ته موقع ورکړي او دواړه لوري باید د افغانستان د ملت د ارادو ملاتړ وکړي، نور چې څوک په جنګ ټینګار کوي او لا هم جنګ د حل لار ګڼي هغه به حتماً د ملت په منځ کې په انزوا کې راځي، دوی ته ښايي چې بین الافغاني خبرو ته لار هواره کړي او طالبان هم د اوربند د تمدید تر څنګ خپلې مشروع غوښتنې له ملت سره شریکې کړي.”

د سولې د ولسي حرکت او خلکو غوښتنو ته د نه ویلو سره سره د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې له وسله والو طالبانو له خوا د سولې د رسمي خبرو اترو د پیل لپاره ځينې نښې نښانې لیدل کېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.