د سولې ولسي کاروان مزارشریف ته ورسېد

 

تاند- د سولې د ولسي حرکت کاروان نن /چهارشنبه/ د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار ته ورسېد.

دا کاروان له ۳۲ ورځې پلي او یبلي پښې سفره وروسته مزارشریف ته ورسېد.

دوی د اګست په لسمه نېټه له کابله د بلخ په لور خوځېدلي ول او نن یې دا ۴۲۰ کیلو متره اوږد سفر بشپړ کړ.

مزارشریف ته له رسېدو وروسته د سولې د ولسي حرکت غړیو وویل«زموږ سفر سخت او ستونزمن خو له هیلو ډک و.»

د سولې د کاروان غړیو یو وار بیا له ښکېلو خواوو وغوښتل چې جنګ بس کړي او سوله وکړي.

د سولې ولسي حرکت تر دې مخکې په لشکرګاه کې پر یوه لوبغالي له تروریستي حملې وروسته له هلمند څخه کابل ته په ۳۸ ورځو کې په داسې حال کې سفر وکړ چې روژه او سخته ګرمي وه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.