د سولې عالي شورا: ډېر ژر به خلک د سولې په برخه کې يو زېرى واوري

 

دآزادی راډیو

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په نېږدې راتلونکي کې به افغانان د سولې او پخلاينې په برخه کې د يوى لوى پرمختګ شاهدان وي.

د افغانستان د سولې او پخلاينې په اړه د افغان حکومت ځينې سرچينې په داسې حال کې خوشبيني ښيي چې هم افغان حکومت او هم وسله والو طالبانو د خپل اعلان کړي اوربند د پاى ته رسېدو اعلان کړى دى.

ځينې افغان چارواکي وايي، وروستي اوربند وښوده چې په افغانستان کې دايمي سولې ته هم امکانات برابر شوي دي.

د سولې عالي شورا منشي امين الدين مظفري د نورو جزئياتو له ورکولو پرته ازادي راډيو ته وويل چې ډېر ژر به خلک د سولې په برخه کې يو زېرى واوري:
“د سولې پروسه داسې پروسه ده چې ملي، سيمه ييز او نړيوال ملاتړ له ځان سره لري، هيله من يو د همدغه ملاتړ په مرسته ډېر ژر ملت او خپلو خلکو ته ځينې زېري ولرو، په دې اړه له مخکې زمينه برابره شوې وه چې اوربند ورته اساسي زمينه برابره کړه، د افغانستان د روانې جګړې په اړه په ملي، سيمه ييزه او نړيواله سطحه ليدلوري بدل شوي دي، د افغان ولس غوښتنه دا ده چې جنګ پاى ته ورسېږي او سوله يې ځايناستې شي.”

د افغانستان د سولې پر مسئله د تېرې وري یا حمل مياشتې پر ٧مه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې هم بحث وشو چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم په کې برخه درلوده.

د غويي یا ثور پر ٢٢ مه د اندونيزيا په پلازمېنه جکارتا کې هم د افغانستان، پاکستان او کوربه هېواد ديني عالمان په يوه کنفرانس کې د افغانستان د سولې پر موضوع بحث ته کښېناستل.

په عين حال کې ټاکل شوې چې په سعودي عربستان کې په يوه نړيوال کنفرانس کې ديني عالمان بيا پر دې موضوع په خپلو کې بحث او خبرې وکړي.

د سعودي عربستان يوې ورځپاڼې رياض ډېلي «Riyadh Daily» راپور ورکړى چې دغه غونډه به راتلونکې سې شنبه او چهارشنبه وشي چې د نړۍ له بېلابېلو برخو به ديني عالمان په کې برخه واخلي.

دوى به په کنفرانس کې د بحث پر مهال د ترورېزم ټولې بڼې وغندي او د پخلاينې پر لارو چارو به سلا مشوره وکړي.

کله چې د افغانستان د جګړې يا هم د سولې مسئله يادېږي، افغان چارواکي وخت ناوخت د پاکستان نوم اخلي.

ځينې چارواکي اوس په دې باور دي چې د افغانستان د سولې په مورد کې د پاکستان دريځ ډېر بدل شوى دى.

د اسلام اباد لپاره د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال ازادي راډيو ته وويل:
“مهمترين عنصر طبعاً طالبانو ته قناعت ورکول او د دوى هڅول دي چې د سولې په پروسه کې ګډون وکړي، د سولې په مسئله کې د پاکستان ملاتړ مهم رول لري، موږ له پاکستان سره په خبرو کې کافي پرمختګ کړى دى، کله چې لنډمهالي اوربند ته څوک زړه ښه کوي، معنى يې دا ده اوږدمهاله ته هم لېوالتيا شته، طالبان به خبرې لري، د هغوى خبرې بايد واورېدل شي، منطق به هم لري چې بايد واورېدل شي، موږ هم منطق لرو چې هغوى يې بايد واوري، زما باور دا دى چې په اورېدلو او ويلو په متقابل او مشترک درک سره به وکړاى شو هغه سوله ته چې د طالبانو په مشرتابه کې هم ورته لېوالتيا شته، په حقيقت بدله شي.”

وسله والو طالبانو د سولې د روانو هڅو په اړه په وروستيو ورځو کې رسماً څه نه دي ويلي، خو تر دې مخکې يې مستقيماً د امريکا له متحدو ايالتونو سره د سولې د خبرو غوښتنه کړې وه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.