د سولې عالي شورا د قطر په ناسته کې د ګډون لپاره شرط کېښود
ډازادی راډیو
په قطر کې د سولې د بینالافغاني ناستې په درشل کې د سولې د عالي شورا مسؤلین وايي، که د معلوم ادرس نه په رسمي ډول دوی دعوت شي پهدې ناسته کې به ګډون وکړي.
یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې ټاکل شوې د مسکو د ناستې په دوام د سولې دوهمه ناسته چې په راتلونکي میلادي میاشت کې جوړېږي لسګونه افغان سیاسي څېرې او طالب استازې به پهکې برخه واخلي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال ویاند اسدالله زایري د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۲۹» ازادي راډيو ته وویل چې د سولې په هدف به له هر فرصته ګټه واخېستل شي.
نوموړي زیاته کړه:
“پهداسې حال کې چې د غونډې د برنامې او اجنډا په اړه د سولې عالي شورا سره لازمې مشورې وشي، د سولې عالي شورا دا چمتوالی لري هغه فرصت چې راغلی او یا راځي استفاده ورنه وکړي، لومړی دا چې اجنډا له موږ سره شریکه شي او بل له تعریف شویو چینلونو نه موږ ته رسمي بلنه راولېږل شي، په هغه وخت کې د سولې عالي شورا به هېڅ فرصت له لاسه ورنهکړي. ”
د راپورونو له مخې د قطر د سولې ناسته به تر راتلونکې میلادي میاشتې په نیمايي کې ترسره شي.
د قطر ناسته د مسکو له ناستې وروسته ترسره کېږي، هغه ناسته چې افغان حکومت پهکې ګډون نه وکړي او ویلي و چې د مسکو ناستې هېڅ پایلې نه درلودلې.
د مسکو له ناستې وروسته چې د سلواغې میاشتې په ۱۶مه نېټه وشوه، وټاکل شوه چې پهدې اړه به بله ناسته په قطر کې وشي.
د مسکو په ناسته کې چې د روسيې په کوربهتوب جوړه شوې وه پهکې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د افغانستان شاوخوا ۴۰ سیاسي څېرو له طالب پلاوي سره د سولې په اړه نظرونه تبادله کړل.
په ورته وخت کې په کابل کې د امریکا سفارت تأیید کړې ده چې د دغه هېواد سفیر جان باس د سولې په موضوع د يو شمېر افغان سیاسي څېرو او مدني ټولنو لیدنې کتنې پیل کړي دي.
يو شمېر رسنیو په قطر کې د روسیې د سفیر په حواله ویلي چې دوحه په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره بینالافغاني مذاکرات کوي او پهدې هڅه کې ده چې پهدغو مذاکراتو کې د افغانستان حکومت او د روسیې استازي هم ګډون وکړي.
بلخوا داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازی ضمیرکابلوف د افغانستان د سولې په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۲۹» امریکا ته روان شو.
په ورته وخت کې د سیاسي چارو پوه او حامدکرزي ته يو له نږدې سیاست مدارانو څخه شهزاده مسعود وايي، پخوانی ولسمشر کوښښ کوي چې د قطر د سولې په بینالافغاني مذاکراتو کې افغان حکومت هم ګډون وکړي
نوموړي زیاته کړه:
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي، د افغانستان د سولې پروسه له کړاوونو ډکه ده.
SEE ALSO:
خليلزاد وايي د افغانستان د سولې پروسه له پېچلتياوو ډکه ده
”ښاغلی کرزی ډېر کوښښ کوي چې د افغانستان مذاکره کوونکی ټیم هم په کې شامل وي چې حکومت هم پهکې شاملېږي، هغه د ملي ګټو لپاره غواړي چې ان حکومت پهدغه ناسته کې دخیل شي.”
د افغانستان حکومت او د طالبانو ډلې تردې مهاله د قطر د بینالافغاني مذاکراتو په اړه څه نهدي ویلي، خو د طالبانو د قطر د دفتر یوې سرچینې ازادي راډيو ته تأييد کړې چې دغه ناسته به د راتلونکي فبرورۍ میاشتې په ۱۵مه جوړه شي او په زیات احتمال د افغانستان د سولې د عالي شورا یو شمېر غړي به پهکې په شخصي ډول برخه واخلي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي دي چې په واشنګټن کې یې د افغانستان له سفیرې رویا رحماني سره د سولې د موضوع په راتلونکو اقداماتو خبرې کړي دي.
U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad
✔
@US4AfghanPeace
Had my first meeting w/ #Afghanistan’s Ambassador to US @RoyaRahmani. We had a substantive discussion & talked next steps in the #AfghanPeaceProcess. It is neither an easy nor straight path we are walking. To stay on track it’s of utmost importance we continue to walk it together
خو ښاغلي خلیلزاد پهخپل ټویټر کې لیکلي دي چې د سولې روان مسیر به دومره اسان او هموار نهوي.
راپور: اکرام الله اکرام
نظرات بسته شده است.