د سولې شورا: مخالفې وسله‌والې ډلې دې له سوله غوښتونکو حرکتونو سره مرسته وکړي

دآزادی راډیو

د افغانستان د سولې عالي شورا په افغانستان کې له ټولو مخالفو وسله‌والو ډلو غواړي چې د سوله غوښتونکو کسانو له حرکتونو هرکلی او ورسره یوې پايښتې سولې ته د رسېدلو په خاطر همکاري وکړي.

د دغې شورا ویاند غفور احمد جاوید د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غبرګولي ۱۵» ازادي راډیو سره د طالبانو له‌خوا د سولې د ولسي حرکت د یو شمېر غړو د بیولو په تړاو دا غوښتنه مطرح کړه.
ښاغلي جاوید زیاته کړه:​ “دوی د سولې غږ پورته کړی، دوی غواړي چې د افغانستان ټولو اوسېدونکو او نړیوالو ته د خلکو د سولې غږ ورسوي، زموږ غوښتنه له مخالفو وسله‌والو ډلو دا ده چې هر هغه څوک چې د سولې غږ پورته کوي ورسره همکاري وکړي، تر څو په خپل هېواد کې یوې پایښتې سولې ته ورسېږو.”

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څلور ورځې مخکې په هلمند کې د سولې ولسي حرکت یو شمېر غړي له ځانه سره بیولي دي.

د دغه حرکت غړو د تېرې پنجشنبې په ورځ له لښکرګاه څخه د نادعلي، ګرشک او موسی کلا ولسوالیو په لور خپل حرکت پیل کړ، هغه ولسوالۍ چې تر ډېره وسله‌وال طالبان په‌کې واکمن دي.

خو د دغه ډلې د اړیکو مسؤل باچا خان مولاداد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو د دې ډلې نږدې ۳۰ کسان له ځانه سره بیولي وو چې اوس ترې یوازې شپږ سپین ږیري راخوشې شوې دي.

دی وايي، طالبانو دوی ته ویلي چې د دغه حرکت له غړو سره کار نه‌لري یوازې مشران‌یې له دوی سره خبرې کوي.

که څه هم ښاغلی مولاداد وايي چې طالبانو د دوی له ملګرو سره ښه چلند کړی، خو اندېښنه لري چې د خبرو جزئیات او د دوی ځای باید مشخص شي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یکشنبې په ورځ نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې دوی ته به اجازه ورنه‌کړي چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته ننوځي، ځکه په خبره‌یې، یاد حرکت د افغانستان د استخباراتو او په کابل کې د امریکا سفارت په مستقیم دستور سره کار کوي.

ښاغلي مجاهد بیا د چهارشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته په یو استولي پیغام کې لیکلي چې د اختر په ورځو کې یې له سیمې سره اړیکې پرې شوي او په څو ورځو کې به په دې اړه جزئیات شریک کړي.
په ورته وخت کې پخوانی طالب چارواکی او د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا په دې باور دی چې طالبان به د یاد حرکت غړي ډېر ژر خوشې کړي.

سید اکبر اغا زیاتوي: ​”زه فکر کوم چې طالبان به دا خبرې ورته وکړي چې کله تاسې زموږ خوا ته راځئ موږ بدنامه کېږو، په داسې حال کې چې د جګړې اصلي عاملین هغه بهرنیان دي چې افغانستان ته راغلي، باید ولاړ شئ او له هغوی سره خبرې وکړئ، زه فکر نه‌کوم چې له هغوی سره ناسم چلند وکړي.”

سید اکبر اغا وايي، طالبان به د دغه حرکت غړي بندیان نه‌کړي.

د سولې ولسي حرکت تېر کال د هلمند په مرکز لښکرګاه کې تر هغې انتحاري حملې وروسته چې ۱۶ کسان په‌کې ووژل شول او ۵۲ نور ټپیان شول خپل فعالیت پیل کړ ترڅو د جګړې ښکېلو غاړو ته د سولې پیغام ورسوي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.