د سولې شورا: د بهرنیانو د وتلو مهالوېش به له طالب سره تر سولې وروسته ترتيب شي

 

دآزادی راډیو

د سولې عالي شورا وايي، له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو د مهالوېش پر ترتيب وروسته له هغې اقدام کېږي چې وسله وال طالبان سولې ته غاړه کېږدي.

دغه خبره د دې شورا د دارالانشاء رئيس محمد اکرم خپلواک چې پرون پنجشنبه يې د ازادي راډيو د ازادۍ په څپو کې پروګرام کې خبرې کولې، وکړه.

نوموړي وویل:

“هېڅ افغان نه غواړي چې بهرني ځواکونه دې په افغانستان کې وي، موږ د ټولې نړۍ همکارۍ ته اړتيا لرو، اساسي مجبوريت دا دى چې اوس جګړه ده، که وسله وال طالبان سولې ته راشي، له اجنډا سره به له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالوېش وي چې کله او له کومه ځايه پيل شي، څنګه پاى ته ورسېږي او څنګه همکاري ورسره وشي.”

ښاغلى خپلواک وايي، په افغانستان کې د سولې روانه پروسه په بشپړ ډول افغاني پروسه او د افغانانو په لاس کې ده.

بل خوا وسله والو طالبانو د افغان ولسمشر د سولې پېشنهاد ته رسماً ځواب نه دى ويلى.

محمد اشرف غني يوه مياشت مخکې د کابل پروسې په دوهمه غونډه کې وسله وال طالبان له قيد او شرط پرته د سولې خبرو ته راوبلل.

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس وايي، له وسله والو طالبانو سره د ديني عالمانو او مخورو په مرسته په تماس کې دي او ډاډ لري چې وسله وال طالبان به بالاخره بين الافغاني خبرو ته حاضر شي.
بل خوا د افغانستان د ژغورنې شورا مشر سيد اکبر اغا وايي، دا مهال د سولې په وړاندې تر ټولو لوى خنډ د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ بې باوري ده.

دی زیاتوي:

“دلته طالبان د سولې پر عالي شورا دومره بارو نه لري چې دومره واک دې ولري چې وسله والو طالبانو ته تضمين ورکړي، خو د بهرنيو ځواکونو د وتلو په صورت کې دا کار کېداى شي، که امکانات وي، اسانه خبره ده چې تر مذاکرو مخکې بهرني ځواکونه ووايي چې له افغانستانه يو يا دوه کاله وروسته وځو، له دې سره به مذاکرو ته ښه لار هواره شي او مخلصانه به وشي.”

د افغانستان د سولې په تړاو تېره سې شنبه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې هم د يوې نړيوالې غونډې پر مهال خبرې وشوې.

د ازبکستان ولسمشر په دې غونډه کې وويل، هېواد يې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه توب ته چمتو دى.

دغه راز په پام کې ده چې د افغانستان د سولې پر مسئله د انډونيزيا په پلازمېنه جاکارتا کې هم بحث وشي، چې په غونډه کې به د افغانستان، پاکستان او کوربه هېواد ديني عالمان هم برخه واخلي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.